کور / راپور / په بلوچستان کي دافغان کډوالو د زده کوونکو ازموينه پيل سوه‎

په بلوچستان کي دافغان کډوالو د زده کوونکو ازموينه پيل سوه‎

نن د دوشنبه په ورځ د جولای د مياشتي پر ۷ مه نيټه په بلوچستان کي د افغان کډوالو په پنډغالو : لورلايي ، مسلم باغ ، سرخاب ، نوي سرانان او زړو سرانانو کي رسما د ښوونځيو د زده کوونکو څخه څلورنيم مياشتنۍ ازموينه پيل سوه.
چي دا ازموينه به د جولای دمياشتي تر ۱۵ مي نيټي پوري دوام ولري .
کله چي مي ددي ازمويني په خاطر د ځينو ښوونځيو څخه ليدنه وسوه ، نو د زده کوونکو شمير د پخوا په پرتله څو ځله زيات سوی و.
د يادي ازمويني په اړوند باندي مي په بلوچستان کي د افغان کډوالو دځوانانو او ښوونکو دټولني د مشرښاغلي ظاهر پښتون څخه مي وپوښتل : چي پخوا تر دي مخکي اکثره زده کوونکي ازمويني ته نه حاضريدل ، په ښوونځيو کي د زده کوونکو غير حاضري زياته وه ، اوس يي څرنګه ارزيابي کوی،؟
ددي پوښتني په ځواب کي ښاغلي ‌ظاهر پښتون را ته وويل :« چي په دي موږ ټول افغانان او خاصتاَ ښوونکي ډير خوښ يو چي نن نسبت پخوا ته زموږ د زده کوونکو د زده کړې او د غير حاضری د مخنيوي فيصدي ډيره اوچته سوې ، د کډوالی په داسي شرايطو کي زموږ د هڅو سره نن ټول افغان کډوال د خپلو بچيانو د تعليم او زده کړي په هڅه کي دي ، نن هر پلار د خپل بچي زده کړه غواړي .
يوه خبره راڅه هيره نه سي چي ستاسي د رسنۍ له لاري يي بايد د پوهني د وزارت اود ملګرو ملتونود کډوالو اداري ومخ ته کښيږدم : چي دا وخت موږ په بلوچستان کښي په ۱۲ پنډ غالو کي چي د ( ېو ، اين ، ايچ ، سي ، آر) او د کډوالو اړوندو ادارو سره رسميت لرو .
دټولو اړوندو ادارو په شتون او نظارت کي دا وخت زموږ (۲۰۰۰) تنه د ښوونځيو زده کوونکي ، چي عمرونه يي د ۱۸ کالو څخه ډير کم دي مګر د خښتو موښلو په بټيو او ياهم د کولې په را کښلو کي کار کوي ، نو يادي اداري بايد زموږ د ماشومانو پر مخ پرتي ستونزي حل کړي .
زموږ ټول افغانان په دي پوه سوي دي چي ، ټوپک زموږ د آبادی نه بلکي د بربادۍ وسيله وه اوده ، بايد موږد آبادۍ او سوکالۍ لپاره د قلم څخه کار واخلو او د نړۍ د پرمختللوهيوادونو په کتار کي ودريږو».
د نوموړي له خبرو وروسته ، چي مي د زده کوونکو بي ساري کډون وليد رښتيا هم په داسي چاپيريال کي د دومره زده کوونکو و درس ته اماده کول ، د يادو پنډغالو د ځوانانو او ښوونکو د هلو ځلو نتيجه ده او له څښتن تعالی نه ورته بريا او نور توان او طاقت غواړم ،چي د خپل درديدلي ولس لپاره همداسي د خدمت مصدر وي