کور / تازه خبرونه / کندهار:نهو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار:نهو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په ميوند او غورک ولسوالیو کي نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملي اردو ځواکونو د کندهار په غورک او ميوند ولسواليو کي دوو جلا – جلا عملياتو پر مهال نهو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه عملیات تېره شپه د غورک په محراب باغ او د ميوند په بند تېمور سيمو کي سوي دي.

په کندهار کي د ملي اردو ځواکونو له قومندانۍ څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي، چي په ميوند ولسوالۍ کي درې وسله وال وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي.

سرچينه زياتوي، چي په غورک ولسوالۍ کي بيا درې جنګيالي د ملي اردو د سرتېرو سره په نښته کي وژل سوي دي.

ددغه عملياتو تر څنګ د زاپل په شاجوۍ ولسوالۍ کي هم عمليات ترسره سوي، چي په پایله کي يې درې کړۍ ماینونه کشف او شنډ سوي دي.

د کندهار پوليسو هم په شاوليکوټ، خاکرېز، دامان او غورک ولسوالیو کي د ګزمو او تلاښيو پر مهال ۱۸ کړۍ بېلا – بېل ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

امنیه قومندانۍ رسنيو ته په لېږلي خبرپانه کي ويلي، چي د نهمي امنيتی حوزې اړوند د حکيمي مدرسې سره یوه ماین جوړونکي ماين جوړاوه، چي خپله يې چاودنه پرې کړې او پکښی وژل سوی دی.

تر اوسه وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.