کور / تازه خبرونه / زابل: ۳۰ کیلوګرامه نشه يې توکي ونیول سوه

زابل: ۳۰ کیلوګرامه نشه يې توکي ونیول سوه

دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي دنشه يې توکو په وړاندي دمبارزې پولیسو یوځل بیا دمرکز کلات اړوند خرواریانو دتلاشي پرځنځير باندي ۳۰ کیلوګرامه تاریک چي په یوه ۳۰۳ ډوله موټر کي په ډیره مهارت سره ځای پرځای شوي وو، ونیول شول.

ښاغلی روغ لیونی وايي ددې تاریاکو په تړاو يې یوتورن کس هم نیولی چي ترځیړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وروپیژندل سي.

امنیه قومندان وايي دنشه يې توکو په وړاندي يې کله مبارزه پیل کړې او هیچا به اجازه ورنکړي چي پردې لویه لار قاچاق وکړي.

په زابل کي امنیتي چارواکي پداسي حال کي دا نشه يې توکي نیسي چي پدې وروستیو کي ددې ولایت امنیت چارواکي دامنیت دټینګښت ترڅنګ دنشه يې توکو په وړاندي کلکه مبارزه پیل کړې دی.