کور / تازه خبرونه / مینه پال:د ژورنالیزم د اصولو څخه سرغړونکي به جریمه کړو

مینه پال:د ژورنالیزم د اصولو څخه سرغړونکي به جریمه کړو

که رسنۍ د ژورنالیزم د اصولو څخه سرغړونه وکړي، نو نقدي جریمه به ورکول سي

دا او دې ته ورته څرګندوني د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس دواخان مینه پال د رسنیو د څار په جرګه ګۍ کي وکړې

په دغه جرګي کي،چي د اطلاعاتو او فرهنګ،کندهار پریس کلب او د ازادو خبریالانو یا د نی سیمه ایز دفتر د مسئولینو ترڅنګ د محلي رسنیو استازي ګډون لري ،په هره میاشت کي یو ځل غونډه کوي، او د رسنیو پر وضعیت پکښی هر اړخیزه خبري کیږي

د دې جرګه ګۍ غړو په رسنیو کي پر کره او موثقو خبرونو پر راټولو او بیا خپرولو د ټینګار تر څنګ د لراوبر او تلوکان خبري پاڼو پر هغه شکایت هم خبري وکړې،چي د سمون اخبار څخه يې درلودې

د دې پاڼو استازي وايې سمون اخبار ،چي په کندهار کي خپریږي، د دوي له پاڼو خبرونه اخلي او بې له دې ،چي د ژورنالیزم او کاپي رایټ اصول په پام کي ونیسي په خپل نوم يې خپروي

چي دا په ښکاره ډول له ژورنالیستکي اصولو سرغړونه ده.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دواخان مینه پال وايې ،چي په دې اړه مخکي هم ورته شکایتونه رسیدلي او د سمون اخبار له مسئولینو سره يې شریکي کړي دي.

هغه وايې د جرګه ګۍ په غونډه کي د سمون اخبار مسئولینو ګډون نه وکړي،نو د لراوبر او تلوکان خبري پاڼو د سوو شکایتونو په اړه به د سمون اخبار ادارې ته رسمي لیک ولیږي.

نوموړي که تر دې وروسته هري رسنۍ د ژورنالیزم اصولو خلاف کړنه تر سره کړه نو قانوني عمل به ورسره وسي

د کندهار پریس کلب او په کندهار کي د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې هم په دې اړه خواشني څرګنده کړه، او غوښتنه يې وکړه،چي رسنۍ دي،خپله خبرونه او نور اړوند مطالب را ټول کړي او که یې له کومي رسنۍ څخه اخلي نو د کاپي رایټ اصول دي په پام کي ونیسي.

باید وویل سي،چي په کندهار کي پر رسنیو د څار د جرګه ګۍ په جوړېدو سره د دې ولایت د ډېرو سیمه ایزو رسنیو په فعالیتونو کي ښکاره بدلون راغلي،خو یو شمېر يې لا اوس هم هغسي فعالیت نه کوي،لکه څنګه ،چي باید وای.

لراوبر:http://www.larawbar.net/

تلوکان:http://zraswand.vastblog.com/