کور / تازه خبرونه / زابل: ۵۲ میله وسلې ډایاک ته وسپارل سوې

زابل: ۵۲ میله وسلې ډایاک ته وسپارل سوې

دزابل دملي اردو ددوهمې پیاده لیوا قومندان جنرال اکرم سامع درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي دملي اردو په عملیاتو کي چي ددې ولایت پوشمیر ولسوالیو کي ترسره شوې وو، ۵۲ میله سپکي اودرنې وسلې دطالبانو څخه نیولو وروسته نن دډایاک پروګرام ته يې په رسمي ډول وسپارلې.
ښاغلی سامع وايي وسله وال طالبان ډیر کمزوري شوي او هیڅ ډول توان نلري چي دافغان ځواکونو په وړاندي مخامخ وجنګیږي او دهغه په خبره دخلګو مرسته دامنیتي ځواکونو سره دزیاتو لاسته راوړنو مهم دلیل دی.

په زابل کي داوسلې پداسي حال کي دډایاک پروګرام ته سپارل کیږي چي تردې وړاندي ملي پولیسو هم څه باندي ۶۰ میلې وسلې دډایاک پروګرام ته وسپارلې.