کور / تازه خبرونه / کندهار:واکسيناتورانو ته ۴۰ عرادې موټر سايکلونه ورکړل سول

کندهار:واکسيناتورانو ته ۴۰ عرادې موټر سايکلونه ورکړل سول

د کندهار د عامي روغتيا رياست مسولينو په دغه ولايت کي مور او ماشوم ته د واکسينونو د رسېدو په موخه ۴۰ عرادې موټرسايکلونه ورکړل.

واکسيناتوران دنده لري، چي په ولسوالیو کي د یادو موټرسايکلونو څخه په ګټي اخيستنې ليري کليو ته هم ولاړ سي.

د عامي روغتيا ریاست مسولينو خپلو واکسيناتورانو ته د موټر سايکلونو د ورکړي ګام وروسته له هغه اخلي، چي په ليري کليو او ولسوالیو کي یو شمېر ميندي او ماشومان د واکسين څخه پاته کېدل.

چارواکي وايي، اوس به په دغه ۴۰ عرادو موټرسايکلونو، چي نوي او د جاپان هيواد جوړ دي د نهه ګونو ناروغيو واکسین ترسره سي.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د روغتيایی مرکزونو واکسيناتورانو ته د موټرسايکلونو د ورکړي پر مهال وویل، چي نارينه واکسيناتوران دنده لري، چي په دې موټرسايکلونو د پنځه څخه تر لس کېلو متره ليری کليو ته ولاړ سي.

دده په وینا، چي مخکي دغه واکسيناتورانو د بايسکلونو ګټه اخيستل، چي له امله یې یو شمېر ميندي او کوچنيان د واکسینونه پاته کېدل.

په همدې مهال واکسيناتوران وايي، چي ددې موټرسايکلونو له امله به زیات هغه ميندي او ماشومان واکسین کړي، چي مخکې ترې پاته کېدل.

موده وړاندي په کندهار کي د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري سروې ترسره سوې وه، چي پکښي راغلي وه، چي د سويل په پنځو ولايتونو کي داسي هيڅ ماشوم نه سته، چي د پوليو، شري، تېتانوس، تورغاړې، توبرکلوز، تور ژړي، سينه بغل او ديپتري ناروغيو واکسينونه دي به مسلسل ډول ورکړل سوي وي.