کور / خبرتیا او پيغامونه / په جرمني کي دقران عظیم الشان دختم خبرتیــــا

په جرمني کي دقران عظیم الشان دختم خبرتیــــا

دجرمني د بایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښارکې دافغانانو اسلامي مرکز د(میرویس نیکه دجامع جومات)مشرتابه هیئت ټولومونشن مېشتواومونشن ښارته څېرمه عزتمنوخویندو اووروڼوته په درناوي خبر ورکوي، چې د راروانې پنجشنبې په ماخستن دجمعې مبارکې په شپه چې دجولای له څلیرویشتمې نېټې سره سمون خوري دشپې له لسو بجو او پنځه څلویښت دقیقو څخه وروسته د تراویح لمانځه په جریان کې دقران عظیم الشان ختم چې د روژې مبارکې له لمړیو پیل شوی وسرته رسیږي .
موږ هیله من یو چې تاسې درانه هیوادوال تشریف راوړئ او له موږ سره ددې بختورې شپې په ثوابونو کې ځانونه شریک کړئ.
ددې ترڅنګ هغو دوستانو ته هم خبرورکړئ څوک چې انټرنیټي اسانتیاوې نه لري البته دا هیله هم له تاسو څخه کوو، چې زموږ دجامع جومات دنظم او ارامې فضأ دساتلو په موخه خپل هغه کوچنیان له ځان سره را نه وړئ کوم، چې د غالمغال اوناارامي سبب ګرځي.
یادونــــــــــــــــــه :
دمیرویس نیکه جامع جومات مسؤلینو ستاسو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي موږ به لا زیات خوښ شو که تاسو روژه ماتي ته هم تشریف راوړئ ځکه چې د تل په څېر دمیرویس نیکه دجامع جومات دستارخوان ستاسو په خدمت کې هواردی دی.
پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
Machtlfinger Strasse 10
81379 – München Ubahn 3
دمختل فنګ سیمه دمونشن ښارپه سوهیل کې پرته ده
دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت
دخبرتیا رالېږونکی: امین بسمل