کور / تازه خبرونه / اشرف غني احمدزى :ارگ به د ټولو هېوادوالو ملي کور وي

اشرف غني احمدزى :ارگ به د ټولو هېوادوالو ملي کور وي

يادا ښت له پېښورڅخه په پښتوژبه خپريدونکي ورځپاڼې(وحدت) په خپلې نننۍ گڼه کې د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ځانگړې خبرې خپرې چې د ارزښت له مخې له نوموړي ورځپاڼې په مننې کټ مټ راخلو:
د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ويلي دي چې سياسي کوډگر او معامله گر نه يم چې د افغانانوپه رايو او باور سوداگري وکړم، ما په کافي اندازه د زهرو گوټونه وکړل خو چا له خپلو ژمنواو ملي ارمان ترسراوې وانه ړووم. له ملت څخه مننه کوم چې د ټاکنو په دواړو پړاونو کې يې رايه راکړه او اعتماد يې راباندې وکړو، اوس ملت او نړۍ ته جوته شوې چې ټاکنې مونږ گټلي دي او مونږ به په هېواد کې د وړتياوو په اساس يو پياوړى، ځواکمن او ملي حکومت چې طالبانورونه او حکمتيار صاحب هم په کې ونډه ولري جوړوو. د واک په سر به د ناندريو انجام گډ څو اړخيزه انډوخر نه وي او نه ملي حکومت څلورو جوړو شويو خيمو کې ناستې ته وايي. نوموړي په خپل کور کې د ختيز ولايتونو د لوړپوړو چارواکو په ملي شورا کې د دواړو مجلسونو غړو، ديني عالمانو، په سلگونو قومي مشرانو او ژورنالستانو، د مدني ټولنو استازواو ملي سوداگرو غونډې ته ديو لړ راپيدا شويو اندېښنو، سوالونواو روانوحالاتو په باب په خبر کې وويل چې سرونه قربانولى شو خو له خپلو ژمنو تېرېدونکي نه يو. پښتنو تل د جنگ ډگرونه گټلي دي خو په سياست کې يې بيا تاوان کړى دى دا ځل مو سياست کې هم گټلې ده او تر اخره به دا گټه ساتو، ده وويل چې ملت پر ما او زما په ټيم باور کړى دى له دې باور څخه به هيڅکله سرغړونه ونه کړو. ډاکټر اشرف غني وويل څوک چې د ولس د ارادې، باور او عزت خيال نه ساتي که هغه په توطيو او سازشونو کې هر څومره ماهر وي نو بيا به هم له ماتې، رسوايۍ او ذلت سره مخ کيږي. ده وويل له سيال ټيم سره په کتنو او خبرو کې نه مونږ پارلماني نظام منلى او نه يې منو،مونږ واحد، آباد او پرمختللى افغانستان غواړو او د سهامي شرکت او ايتلافي حکومت خلاف يو. ده وويل افغانستان د چا شخصي ملکيت يا پوله پټى نه دى. افغانستان يو نه تجزيه کيدونکى هيواد دى چې ټول افغانان يې وارثان دي. ده وويل ټول ملت په هېواد کې سالمه اداره، ځواکمن نظام، اصلاحات راوستل، د فساد، خيانت او انارشيزم مخنيوى، د سولې او ثبات تامين او د ورونو قومونو ترمنځ تلپاتې ورورولي غواړي او دا کارونه به د سياسي قانون په چوکاټ کې کوو، ده وويل چې مونږ له مرگ او گواښونو څخه نه ويريږواو نه دې څوک مونږ ويروي. ډاکټر اشرف غني زياته کړه تر لوړې مراسمو وروسته به ارگ د ټولو هېوادوالو په ملي کور بدلوو، مرور به راپخلا کوو او حيثيت به يې خوندي ساتو، په ختيزو ولايتونو کې د چارو د سمون په باب ده وويل په ختيزې سيمه کې چرې په دې تېرو اتو کالو کې څه شوي او څه روان دي دا مونږ د د منلو وړ نه دي. دا حالت به حتماً بدلوو، ننگرهار به بيا د سولې، علم او ادب کور جوړو