کور / تازه خبرونه / کندهار:د اختر لپاره د امنیتي تدابیرو چمتوالی

کندهار:د اختر لپاره د امنیتي تدابیرو چمتوالی

د کندهار امنيتي چارواکو د کوچني اختر لپاره د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړ.

د نن ورځي امنيتي غونډه چي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د مرستيال والي عبدالقديم پتيال په مشري جوړه سوې وه، پکي د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد، د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي، د ٢٠٥ اتل قول اردو د دريمي لوا قومندان جنرال مرتضى خان، د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال، د لوى محبس مدير محمداکبر زابلي او د ايساف او افغان ځواکونو يو شمېر مسوولينو ګډون کړى وو.

مرستيال والي عبدالقديم پتيال د ټولو امنيتي ارګانونو هغه هلي ځلي چي د امنيت په برخه کي يې ترسره کړي، وستايلې او خبر يې ورکړ چي د دغه ولايت امنيتي چارواکو د اختر لپاره ځانګړى امنيتي پلان جوړ کړى، تر څو د کندهار اوسېدونکي په ډاډمنه امنيتي فضا کي اختر ولمانځي. نوموړي زياته کړه، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چي د ټول کندهار په ځانګړي ډول مېله ځايونو چي ګڼه ګوڼه پکي زياته وي، امنيت خوندي کړي. ښاغلي پتيال داراز د کندهار له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چي د اختر پر مهال د وسايطو د چلولو پر مهال له احتياطه کار واخلي، تر څو د اختر د خوښي يې د ټرافيکي پېښو له امله په غم بدله نه سي.

ښاغلي پتيال زياته کړه، څو ځلي يې د کندهار دوکاندارانو او يو شمېر تجارانو ته خبر ورکړى چي دغه ولايت ته پلاسټيکي وسلې واردي نه کړي. نوموړي وويل، پلاسټيکي وسلې د ماشومانو پر اذهانو ناوړه اغېز کوي او له کوچنيوالي څخه له وسلو سره اشنا کېدل خطرناکي پايلي لري. ښاغلي پتيال امنيتي منسوبينو ته وويل، که کوم دوکاندار وليدل سو چي پلاسټيکي وسلې خرڅوي، نو قانوني چلند دي ورسره وسي.

د ٢٠٥ اتل قول اردو د دريمي لوا قومندان جنرال مرتضى خان وويل، ځواکونه به يې په مېړانه د ځانګړو امنيتي پلانونو له مخي د کندهار ښار او ولسواليو امنيتي چاري سمبال کړي. نوموړي زياته کړه، د امنيت خوندي کولو په موخه يې له څو ورځو راهيسي د کندهار ښار تر څنګ په ځينو ولسواليو کي هم تصفيوي عمليات کړي چي په ترڅ کي يې يو شمېر وسله وال ترهګر او ګڼ شمېر وسلې نيولي دي.

د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي هم په خپل وار سره د ملي پوليسو له خوا د يو لړ تصفيوي عملياتو او په ترڅ کي يې د ځينو لاسته راوړنو خبر ورکړ. هغه زياته کړه، د افغان ملي پوليسو له خوا د کندهار ښار تر څنګ په ځينو ولسواليو کي د ١٤ ګډو او ١٧ ځانګړو عملياتو پر مهال ٩ وسله وال وژل سوي دي او له هغوى څخه يو شمېر وسلې هم نيول سوي دي.