کور / تازه خبرونه / کندهار:د ښځمنو لپاره د قران د یادولو او عربي زده کړي مرکز جوړ سو

کندهار:د ښځمنو لپاره د قران د یادولو او عربي زده کړي مرکز جوړ سو

په کندهار کي ښځو ته د قران د حفظ او عربي د زده کړي مرکز جوړ سو

په کندهار کي د افغان ولسي ټولني په مرسته په لومړي ځل ښځو ته د قرانکريم د یادولو او د عربي ژبي د زده کړو وړیا مرکز پرانيستل سو.

ددې مرکز مالي او تخنیکي آسانتياوی په دغه ولايت کي د افغان ولسي ټولني او د ليلا افاق په نوم د ښځو د یوې فعالي له لوري ورکول کيږي.

د افغان ولسي ټولني د ښځو د برخي مسوله لیلا افاق وايي، چي دمګړی په دغه مرکز کي ۸۲ تنې انجوني ثبت سوي، چي زياتي يې پوهنتون محصليني دي.

هغې زياته کړه، چي په دغه مرکز کي به په لومړي ځل ښځي دې ته لاسرسی ولري، چي قرانکریم حفظ او عربي ژبه زده کړي.

دا وايي، چي په کندهار کي د اسلامي زده کړو په برخه کي داسي ځانګړی مرکز نه وو جوړ سوی، چي وړيا زده کړي ورکړي او دوی بيرته د ښار او نژدې ولسوالیو څخه په ټرانسپورت کي انتقال کړي.

د بوهني رياست په ګډون د ملي سوداګرو مرسته نه ترسره کول، هغه خبره ده، چي ددې مرکز مسولين ترې شکايت کوي.

دا په داسي حال کي، چي درې ورځي وړاندي په کندهار کي د پير مسعوديه مدرسې څخه په لومړي ځل لس تني انجونو د ديني زده کړو فارغي او د ملايي پړوني ور پر سر سول.