کور / تازه خبرونه / کندهار : په نېش ولسوالۍ کي پوليسو او وسله وال درنه جګړه کړې

کندهار : په نېش ولسوالۍ کي پوليسو او وسله وال درنه جګړه کړې

د کندهار په شمالي ولسوالۍ نېش کي د پولیسو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته جګړه سوې او پر مهال يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې جګړه ېې د یوه وسله وال د وژل کېدو ترڅنګ نامعلوم شمېر پولیس او وسله وال ټپيان سوي دي.

د کندهار د پولیسو وياند ضيا دورانی وايي، چي جګړه نن سهار یولس بجې د نېش ولسوالۍ په بورګانه سيمه کي سوې ده.

هغه زياته کړه، چي دغه بريد د پولیسو پر یوې پوستې نيم ساعت دوام درلود، چي په پایله کي يې یو وسله وال وژل سوی او نامعلوم شمېر مخالفين ټپيان سوي دي.

دوراني په دې اړه معلومات ورنه کړل، چي پولیسو ته زيان اوښتي کنه؟

د یوه بل خبر له مخي د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي یو پولیس د وسله والو طالبانو سره یو ځای سوی دی.

په سيمه کي امنيتی سرچينې وايي، چي یاد پولیس پرون ماپښين په بند تېمور سيمه کي د خپل کلاشینکوف سره تللی.

تر اوسه وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.