کور / تازه خبرونه / مالي: د الوتکي رالوېدو له امله ۱۱۶ تنه وژل سوي – ويډيو

مالي: د الوتکي رالوېدو له امله ۱۱۶ تنه وژل سوي – ويډيو

د افريقا په لوېديځ کي پروت هیواد ”مالي” کي د الجزائر هوایي شرکت یوه
الوتکه رالوېدلې او شاوخوا ۱۱۶ مسافرين يې له منځه تللي دي.

د Air Algerie د هوايي شرکت د AH5017 الوتني په الوتکه کي مجموعاً ۱۱۶ تنو د
”بورکینا فاسو” د مرکز ”واغادوغو” (یا واګادوګو) څخه د الجزائر جمهوریت
پلازميني الجېرز ته سفر کاوه. له دې ډلي ۵۱ تنود فرانسې، ۲۷ د ”بورکینا فاسو”، اته د لیبنان، شپږ د الجزائر، پنځه د کاناډا، څلور د جرمني، دوه د لوکزامبورګ، یو د سویسزرلېنډ، یو د بلجیم، یو د مصر، یو د اوکراین، یو د نایجریا، یو د کېمرون او بل تن د مالي تابعت درلود. د تازه راپورونو له مخي واضح سوې چي د الوتکي د
رالوېدو ځای له پلټنو وروسته موندل سوئ او الوتکه په ”مالي” کي د ”بورکینا
فاسو” له سرحده ۵۰ کیلومتره لیري پیدا سوې ده.

الوتکه سهار له راداره لادرکه سوې وه چي د پلټني ځانګړي ګروپونه ساعتونه وروسته
وتوانېدل چي د الوتکي درالوېدو ځای معلوم کړي. دغه ګروپونو د الوتکي وزرونه او
نوري برخي او د انسانانو د بدن ټوټې موندلي دي. لومړی د الوتکي د رالوېدو د ځای
په اړه وضاحت نه وو او راپورونو بېلابېل څه لیکل، خو اوس مهال د فرانسې حکومتي
چارواکو هم ياد د رالوېدو ځای تأيد کړئ دئ او مني یې.
د کارپوهانو په وینا د
الوتکي د رالوېدو لامل ښايي د هوا خرابوالی وي.

د يادوني وړ ده چي دغه اونۍ دا درېیم ځل دئ چي د الوتکي رالوېدو له امله زیات
شمېر کسان له منځه ځي.لومړی په اوکراین کي ماليزیایي الوتکه وه چي پکښي شاوخوا ۳۰۰
مسافرین ووژل سول. ورپسې په تایوان کي الوتکي د کښته کېدو پر مهال ټکر کړئ،
شاوخوا ۵۰ تنه پکښي وژل سوي او ۱۱ نور زخمیان سوي دي.



اړوند سرلیکونه:
امستردام: د الوتکي رالوېدو له امله ۲۹۸
تنه له منځه تللي – ويډيو

امريكا او روسيه د ويشتل سوي الوتكي پړه
پر يو بل اچوي