کور / سياسي / راتلونکى حکومت، که دامريکا او شمالي ټلوالي ګډه دسيسه!!!

راتلونکى حکومت، که دامريکا او شمالي ټلوالي ګډه دسيسه!!!

د دوهم ځلي کېدونکو ټاکنو پر مهال په کمپاينونو، رسينو او په ځانګړي ډول
خواله رسنيو لکه فېسبوک او نورو کي يوه خبره تر بل هر وخت په ډېر جوش او
خروش سره کېدله چي ( اشرف غني ته رايه وغني افغانستان ته رايه! يا هم چا
به ويل چي اشرف غني ته رايه افغانستان دبحران څخه وخلاصون ته رايه او
داسي ډېر نور څه ) نو د دغو شعارونو په خپرېدو سره ولس هم په ډېره مېړانه
سره د هر ډول ممکن شته ستونزو او خطرونو سره، سره بيا هم نر او ښځي را
ووتل او د رايو دصندوقونو څنګ ته ولاړه او خپله رايه يې د غني افغانستان
په ګټه وکاروله، چي د خلکو دې کار دهېواد دګاونډيو په ګډون نړيوال هم
زيات حيران کړه چي د افغانستان ولس خپله ولسواکي په ښه توګه تمثيل کړه.
د رايو دشمېرني په پروسه کي د اشرف غني دبريا دامکان ورځ تر بلي زياتېده
د سيال کانديد عبدالله دخپلي ناکامۍ د نه منلو په موخه په مخالفت دلاس
پوري کولو مقصد داشرف غني په راتلونکي حکومت کي دخپل ځاى پيداکولو او واک
کي دشريکېدلو په معنى چي دې سره د ټاکنو د ازادو کمېسيونو څخه واخله تر
حکومته او حتى ولسمشره ټولو باندي څه ناڅه تورنه ددې دپاره پوري هم کړه
چي په وينا يې داشرف غني په ګټه يې انتخابات روان کړي دي، عبدالله مخکي
هم په هېواد کي دبحران راوستو، دموازي حکومت داعلان او نور ډېر ګواښونه
او فشارونه کېداى سي ددې دپاره کول ترڅو له دې لاري وکولاى سي اشرف غني
تر خپل دريځ کښته او پرځاى يې په يوه داسي هوکړه راضي کړي، خو اشرف غني
بيا هم د دوي د دې ټولو فشارونو او ګواښونو سره،سره ولس ته دخبري
کنفرانسونو او رسنيو له لاري خپلو پلويانو او خلکو ته دګډ حکومت دنه
جوړلو تسلي ورکوله، او هم يې پر وړاندي سخت مخالفت ښوده، چي ګواکي
دافغانستان دخلکو دپاکو رايو پر سر دهيچا سره هيڅ ډول معامله نه کوي، چي
په دې سره د راتلونکي حکومت پر شفافيت باندي دخلکو باور ورځ تر بلي
زياتېده، ځکه چي دلسمشر کرزي په مشري ديارلس کلني حکومتي دورې چي هغه هم
ديوې معاملې پر سر جوړه سوې وه او ولس هم ديوې ناکامي او ناکاري ادارې
په توګه پېژنده.
په وروستيو کي د ډاکټر عبدالله له لوري د رايو شمېرني پر سر جنجال د رايو
شمېرني افغاني پروسه هغه وخت دافغاني چوکات څخه بېرون کړه چي کله دامريکا
ولسمشر بارک اوباما د دواړو نوماندانو سره دستونزي دهواري په موخه په
ځانګړي ډول تليفوني خبري وکړې او ولس هم هغه مهال خپلي هيلي او ارمانونه
دخاورو سره خاوري او په اوبو کي لاهو وګڼل چي کله هم دامريکا دبهرنيو
چارو وزير جانکيري د دواړو نوماندانو تر منځ دستونزو دحلولو په موخه کابل
ته راغلى او د دوو ورځو پرله پسې خبرو کولو وروسته يې دګټونکي او
بايلونکي نوماند تر منځ دملي مشارکت دحکومت جوړولو خبره راپورته کړه، دا
چه افغانستان دجرګو وطن دى او د دې جرګو په شتون او چوکاټ کي يې تل هغو
لويو ستونزو ته دحل لاري لټولي کوم چي دلويو هېوادونو دوس او توان څخه
وتلى کار وو، نو دجرګو په دې وطن کي افغانان کله هم دچا په فيصلو کار نه
کوي، او نه به هم افغان ولس واشرف غني ته دا اجازه ورکړي چي د غربي فکري
مفکورې په پلي کولو او منلو سره د دوي راتلونکى سرنوشت نور هم دتيارو پر
نامعلوم لوري روان کړي، چي په دې سره يو دم دخلکو باور داشرف غني په
وړاندي هم صفر ته دراکمېدو په حال کي دى، ځکه خلکو خو اشرف غني ته د دې
لپاره رايه نه وه ورکړې چي په پايله کي يې بيا ولس دملي مشارکت ياهم
سياسي مشارکت تر عنوان لاندي نور وکړيږي،
اوس خبره دا ده چي ايا دملي مشارکت ياهم دسياسي مشارکت حکومت کولاى سي چي
افغانستان د اوسني سياسي، اقتصادي، کلتوري، فرهنګي، اجتماعي، تعليمي
بحران څخه رابهر او نورو هغو ستونزو او ګواښونو ته چي ورسره لاس او
ګرېوان دى دحل لاري چاري ولټوي؟
که څه هم په ښکاره توګه راتلونکي نوي حکومت ته دسياسي مشارکت حکومت ياهم
دملي مشارکت حکومت نومونه ورکول سوي دي، کېداى سي په اصل کي دپردې تر شا
دسهامي شرکت حکومت شتون وجود ولري، دملي وحدت حکومت هغه حکومت ته ويل
کيږي چي دطالبانو او حزب اسلامي مخالفو ډلو په ګډون دافغانستان دټولو
قومونو ګډون يقيني کړي، که رښتيا هم دملي وحدت حکومت جوړيږي نو بيا
طالبانو او حزب اسلامي مخالفو ډلو ته ولي پکښي ځاى نه دى ورکول سوى، نو
ويلاى سو چي راتلونکى حکومت دشمالي ټلوالي او امريکا په ګډه دسيمي، هيواد
تجزيې، ځکمني بشپړتيا، خلکو او ملت د ټوټه، ټوټه کېدلو داسي پلان دى چي
نه به يې په راتلونکي کي دحل لاره موندل کيږي او نه به يې هم دحل په موخه
څوک سر او چتولاى سي.
په دې نزدې تيرو څو ورځو کي دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکا له لوري
ځانګړي استازي ديوه خبري کنفرانس پر مهال وويل ( چي درايو شمېرني رواني
پروسې په وروستيو کي به دزياتو رايو ګټونکى دافغانستان دولسمشر په توګه
اعلان سي، او بايلونکى به يې هم په اپوزيسيون کي وي او هم به اجرائيوي
پوسټ په واک کي ورکول کيږي ) په پښتو کي يو متل دى چي وايي (( نا خبره
دمرکې لېوه دى )) هغه په دې چي له يوې خوا د افغانستان په دې اوسني
جمهوري نظام او هم دې اساسي قانون کي داجرائيوي پوسټ نه ځاى سته او نه
هم مشروعيت لري، خو که بيا چيري هم په اساسي قانون کي ځاى ورته پيداکيږي
نو بيا دامريکا او شمالي ټلوالي د مخکي ګډي جوړي سوي يا پلان سوي دسيسې
نه نور څه نه دي.
داحمدشاه مسعود دفرهنګي بنسټ مشر احمدولي مسعود ديوې غونډي پر مهال
وويل ( چي دملي حکومت جوړېدل زموږ له لوري جوړه سوې طرحه ده او سياسيونو
ته په کار ده چي د دقت څخه کار واخلي که نه نو بحران به رامنځته سي )
دښاغلي مسعود د دې خبري څخه هم داسي ښکاري چي دوى دسياسيونو څخه غواړي
ترڅو درسنيو له لاري دغه دملي مشارکت دحکومت نوم خلکو ته داسي مثبت تعريف
کړي چي شته شکونه له منځه ولاړ سي، د دې خبري څخه معلوميږي چي د دوي او
امريکا پلانونه سره شريک دي او راتلونکى حکومت دمريکا او شمالي ټلوالي
ګډه دسيسه ده، خو هېره دي نه وي چي په راتلونکي ملي مشارکت نومي نوي
حکومت يوازي او يوازي دشمالي ټلوالي ګټه ده او هم يوه ژړه غوا ده د دوى
دپاره لنګه ده او بس.
که چيري اوس ډاکټر اشرف غني او دهغوى ټيم دپوره پوهي، دقت څخه کار واخلي
او دوخت دچاري پر وخت هرڅه دافغانستان هم خلکو دګټو دخوندي کولو په چوکاټ
کي تر سره کړي، او په واک کي دپاته کېدو پر مهال د داسي کسانو پر وړاندي
کلکه مبارزه وکړي چاچي تېر ديارلس کاله د دې مظلوم ولس په سر داسي لوبي
وکړې چي دهېرېدلو نه دي، او دهغوى دهر ډول ناوړه پلانونو شنډولو ته ملا
وتړي، نو بيا هم اوميد سته چي يوڅه به وسي، که نه نو بيا ليري نه ده چي
افغان ولس دخپلي هري رايي پوښتنه دهمدې غني څخه وکړي، او هم به هغه ولس
په نره دخپلي رايي پوښتنه کوي دچاچي دلاس ګوتي پرې سوي دي، او هم يې هر
ډول خطرونه او ګواښونه پر سر ومنل را ووتل او خپل مسئوليت يې ادا کړ.