کور / تازه خبرونه / د ریګستان پولیس په سخته جګړه کي را ښکېل سوی

د ریګستان پولیس په سخته جګړه کي را ښکېل سوی

د لسګونو وسله والو د بريد له امله رېګستان ولسوالي سقوط کوي

د نن سهار راهیسي د کندهار په رېګستان لسوالي د لسګونو وسله والو برید روان دی او هلته د هوايي مرستي د نه رسېدو له امله دغه ولسوالي د سقوط سره مخ ده.

دغه ولسوالۍ د ډیورنډ کرښي سره نژدې پرته ده، چي مخکي هم پرې وسله والو بريدونه کول.

په سيمه کي یوې امنيتی سرچينې وویل، چي وسله وال ولسوالۍ ته نژدي سوي او زيات پولیس وژل سوي او یا نادرکه سوي دي.

هغه وويل، چي به نادرکه سویو کسانو کي قوماندان بسم الله هم شامل دی.

سرچينه وايي، چي دا مهال یوازي اووه پولیس د وسله والو سره جنګيږي، خو امنیې قومندانۍ څخه يې مرسته غوښتې، چي تر اوسه څوک ورته نه دي رسېدلي.

پولیسو د خپلي ګاونډي ولسوالۍ ميوند څخه هم مرسته غوښتې، خو له هغه ځايه هم څوک نه دي ورغلي.

د رېګستان ولسوال یارمحمد ددې برید او پر مهال يې د وسله وال فشار ومانه، خو نور جزئيات يې ورنه کړل.

په همدې مهال د کندهار د والي ویاند دواخان مينه پال وايي، چي هلته يې د هوايي ځواک مرسته کول، خو د هوا د خرابوالي له امله تر اوسه نه ده ورته رسېدلې.

دی وايي، چي دغه بريد نن سهار نهه بجې پيل سوي او تر اوسه هم په خورا شدت سره دوام لري.

هغه زياته کړه، چي دغه بريد لسګونو وسله والو د کندهار د نورو سرحدي ولسواليو په دوام کړی او د ډيورنډ کرښي د ها غاړي څخه راغلي دي.

مينه پال ومنل، چي وسله وال پر امنيتي ځواکونو زیات او مخکي دي، خو ټېنګار کوي، چي په کندهار کي مېشت د ملي اردو ځواکونو هلته هوايي مرسته رسوي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضيا دورانی بيا هلته هر ډول برید ردوي او زياتوي، چي ځايي چارواکو ورته په دې اړه څه نه دي ويلي.

په داسي حال کي ده، چي تېره اوونۍ د پاکستان د لشکر طبيه په ګډون د برما او چیچنيا وسله والو د ډيورنډ کرښي سره پر پرتي ولسوالۍ ښوراوک برید کړی وو.

په دې بريد کي شاوخوا ۱۶ وسله وال وژل سوي او لسګونه نور ټپيان سوي وه، خو پر رېګستان نننۍ برید په لوړ قوت ښکاري.