کور / تازه خبرونه / ملا محمد عمر : ټاکنيزو جنجالونو ددې پروسې جعلي توب رسوا کړ

ملا محمد عمر : ټاکنيزو جنجالونو ددې پروسې جعلي توب رسوا کړ

د وسله والو مخالفينو مشر ملا محمد عمر مجاهد د کوچني اختر د مبارکي په ویاړ به خپل پيغام کي د بېلا – بېلو موضوعاتو ترڅنګ د ټاکنو پر پروسې خبري کړي.

هغه په ټينګار ويلي، چي دغه پروسه د پيل څخه د لاسوهنو ښکار وه، خو روانو ناندريو او درغليو ثابته کړه، چي دا یوه جعلي پروسه وه.

دی وايي، چي بهرنيانو دغه پروسه ځکه په لاره اچولې وه، ترڅو افغانان ته وښيي، چي د بدلون غوښتونکي دي او دوي خپلي خوښي ته پرېښودل سوي دي.

په دغه پيغام، چي د وسله والو طالبانو د دواړو وياندويانو ذبيح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي له ايميل ادرسونو رسنيو ته رسېدلې پر ځينو نورو موضوعاتو هم خبري سوي دي.

ددې پيغام په یوه برخه کي راغلي، چي د دوی سياسي دفتر اوس هم فعاليت کوي او ځينو هغه هيوادونو هم منلی، چي مخکي يې مخالفت ورسره درلود.

هغه ددې دفتر یوه ښه لاسته راوړنه د امریکا سره د بنديانو تبادله ياده کړه.

ملا محمد عمر په دغه پيغام کي ويلي، چي دوی د خپلو فعاليتونو پر مهال د پرمختيایی کارونو لکه پوهني، روغتيا، اقتصاد، قضا، فرهنګ او موسساتو په وړاندي نه یوازي خنډ نه ګرځي، بلکي د تفاهم او کنټرول پر مهال مرسته ورسره کوي.

په دې پيغام کي د امريکا سره د امنيتی تړون کولو په برخه کي یو ځل بيا سخت مخالفت ښودل سوی او ددې تړون لاسليک يې په افغانستان کي د جګړې د اوږېدو په معنی یاد کړی دی.

ملا محمد عمر خپلو پلويانو او جنګيالو ته په پيغام کي د خپل هيواد سرحدونو پر ساتلو هم ټينګار کړي دي او ګاونډيو هيوادونو یې غوښتي، چی په افغانستان کي د لاسوهنو پر سر سي، خو په بله برخه کي يې د ګاونډيو هيوادونو مرسته او ښې اړيکي غوښتي دي.

د اختر په دې ملا محمد عمر د منځني ختيځ پر حالاتو هم څرګندوني کړي او پر مهال يې پر فلسطين بريدونه د وحشته ډک بللي او ددې بريدونو د درېدو غوښتنه يې کړې ده.