کور / سياسي / د كمكي اختر په مناسبت د گلبدين حکمتيار پيغام

د كمكي اختر په مناسبت د گلبدين حکمتيار پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ * وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ * البقره: 204- 205

گرانو هېوادوالو!

د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو!

وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زموږ گران هېواد ته آزادي او زموږ مؤمن ملت ته عزتمن او سوكاله ژوند ورپه برخه كړي، او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو نېكي او سپېڅلي هيلي ترسره كړي. إن شاء الله روان دردناك حالت، اشغال او جگړه به ډېر ژر پاى ته رسي او اشغالگران به وځي، اشغالگرو ځواكونو ته له بشپړ وتلو پرته بله چاره نه ده پاته، سرلوړي او آزادي غوښتونكي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي اسلامي نظام او صالح مشران به غوره كوي. له دې فرصت په استفادې سره افغان ولس او سياسي ډلو ته څو عرائض لرم:

راشئ د تېرو څلورو لسيزو ترخو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او اسلوب غوره كړو، ټول توافق وكړو چي بهرني ځواكونه دي ووځي، افغانان دي پرېږدي چي خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له قيموميت، وصايت او وساطت پرته حل كړي، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، دا ومنو چي د زعامت ټاكل او د نظام د څرنگوالى غوراوى د ملت مسلم حق دئ، د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په مرسته قدرت ته رسيدل تحريم كړو، تعهد وكړو چي له دې وروسته د قدرت د انتقال په عمليه كي نه يوه قطره وينه توى شي او نه يوه مرمۍ وويشتل شي.

دا يو څرگند حقيقت دئ چي صلح او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او جگړه پاى ته رسېدى شي چي بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، څوك چي گمان كوي له دې پرته او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي. هغه هم په سختي اشتباه كي پرېوتي چي گمان كوي د روغي جوړي له يوې عادلانه او پر واقعيتونو ولاړي معاهدې پرته به د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د كابل مفسد حكومت دوام وكړي، د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه به وتوانېږي د گواښونو په وړاندي مقاومت وكړي، دا حكومت به د بهرنيو له فعال حضور پرته هېواد اداره كړي، د اشغالگرانو نيمگړى جنگي مأموريت به بشپړ او مجاهدينو ته به ماته وركړي، يا گمان كوي چي اشغالگران به وتوانېږي داسي مضبوط، ځواكمن او مقتدر حكومت جوړ كړي چي د دوى له وتلو وروسته دوام وكړي او د دوى گټي خوندي وساتي؛ حقيقت دا دئ چي د ناټو له وتلو وروسته به د كابل لاس پوڅى حكومت او د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي د شوروي اتحاد په لاس تپل شوى حكومت او چارواكي ئې ورسره مخامخ شول. نه پوهېږو څنگه به څوك دا گمان كوي چي د كابل شړېدلى، مفسد او له غلو او مفسدينو جوړ شوى حكومت به د بهرنيو له فعال حضور پرته خپل منفور او كركجن موجوديت وساتلى شي!! د يولك پنځوس زره بهرنيو ځواكونو د حمايې تر چتر لاندي د دوى حالت داسي وو چي په كابل او حتى ارگ كي ئې ځان خوندي نه گڼلو، د كابل ولسواليو ته په زغره والو گاډو كي هم نشو تللى، د دې ځواكونو له وتلو وروسته به د دوى حالت څنگه وي؟!! د دوى ډېرو همدا اوس د اروپا او امريكا وېزې پر خپلو پاسپورټونو لگولې دي، ډېرو ئې خپلي كورنۍ بهر ته لېږلې دي؟!! انگرېزانو او امريكايانو خپلو زرگونو جاسوسانو او ترجمانانو ته همدا اوس اوس وېزې وركړې؟!!

هغه ناافغانان چي د پرديو د مټو په زور پر هېواد مسلط شوي او د روان حالت دوام غواړي هغوى ته وايو: د اشغالگرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چي نور هم پاته شي، دا هيله مو نه ترسره كېږي، تاسو به داسي پر ميدان يوازي پرېږدي لكه شوروي اتحاد چي خپل كمونيست مزدوران پرېښودل، ستاسو برخليك به تر كمونيستانو هم ډېر بد وي، مگر دا چي توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ او له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ.

وروستيو پېښو او په ځانگړې توگه له مسخره او قلابي انتخاباتو راولاړو شوو لانجو وښوده چي اشغالگران نشي كولى له خپلو لاسپوڅو داسي اداره رامنځته كړي چي د دوى له وتلو وروسته د نظام د فوري سقوط مخه ونيسي. عملاً مو وليدل چي تپل شوې نظامي ديموكراسي نشي كولى د افغانانو ستونزي حل كړي او د ملت د خوښي په حكومت منتج شي، انتخابات ئې له شرموونكو درغليو ډك ول، ناكام ټيم د خپلي ماتي له منلو ډډه وكړه، د بغاوت، موازي حكومت جوړولو، او غرونو ته د ختلو گواښونه ئې كول، د خپل سيال په ضد ئې خونړۍ چاودني وكړې، د امريكا دا ديموكرات لاسپوڅي نه ديموكراسي ته ژمن دي، نه نظام او ادارې ئې (د ارگ او د انتخاباتو د كميسيون په شمول) او نه د نظام كچه ديموكراتيك اصول او اساسي قانون مني، له امريكايانو ئې وغوښتل چي د انتخاباتو نتائج لغو اعلان كړي، بيا همغه څه وكړي چي د بن د غونډي او د 2009 انتخاباتو په ترڅ كي ئې وكړل، ائتلافي حكومت جوړ او دوى په قدرت كي ابقاء كړي. همغه څه وشول چي خبيرو افغانانو ئې وړاندوينه كوله او هغه دا چي د اشغال په حالت كي انتخابات له يوې غولوونكې او مسخره ډرامې پرته بل څه نه وي، جمهور رئيس به د رأى اچوونكو په خوښه نه بلكي د اشغالگرانو په خوښه ټاكل كېږي، يا به داسي څوك بريالى اعلانوي چي د اشغالگرانو ټولو شرائطو ته سر ټيټ كړي او يا به داسي حكومت جوړوي چي وزارتونه ئې دوى پر خپلو مزدورانو ووېشي.

په داسي حال كي چي د افغان ملت ټول قومونه د تاريخ په اوږدو كي د وروڼو په څېر د يوه بل څنگ ته او د ورورۍ او برابرۍ په فضاء كي پاته شوي، ټولو په گډه له خپل هېواد دفاع كړې او د تجزيې او تفرقې هره هڅه ئې په گډه شنډه كړې خو اشغالگرانو زموږ د هېواد د اشغال له لومړۍ ورځي بيا تر ننه دا منصوبه درلوده چي يا به افغانستان په دائمي توگه تر خپل اشغال لاندي ساتي او كه دا ورته ممكنه نه شوه نو زموږ هېواد به تجزيه كوي او د جگړي د دوام شرائط به برابروي، همغه څه به كوي چي په عراق كي ئې وكړل، اقتدار ئې ايران پلو متعصبو شيعه ډلو ته وسپارو، سنيان ئې نه يوازي له خپلو عادلانه حقوقو محروم كړل بلكي د هغوى د ځپلو لپاره ئې د بغداد مرتدو حكامو ته په خلاص لاس د هر جنايت اجازه وركړه، حتى دا ئې ومنل چي ايراني جنگيالي عراق ته ولاړ شي او د سنيانو په وژلو كي د نوري المالكي مرسته وكړي.

د فيدرالي نظام رامنځته كول، د اقليت او اكثريت په نامه فتنې راولاړول، وروڼه قومونه سره جنگول، اقليتونو ته په امنيتي ځواكونو او ملكي اداراتو كي دومره لويه برخه وركول چي اقتدار په بشپړه توگه د دوى په واك كي وركړي او د ټولني غوڅ او مطلق اكثريت له خپلو عادلانه حقوقو او مقام محروم او غبرگون ته ئې اړ كړي، د اقليتونو لپاره مستقل ولايات جوړول، د خپلي خوښي واليان ټاكل او هغوى ته د پراخ صلاحيت انتقال، او دې ته ورته هڅي په دې موخه ترسره شوې چي د افغانانو ملي وحدت له منځه يوسي او د يوه ځواكمن مركزي حكومت له رامنځته كېدو مخنيوى وكړي، همداراز پانگه وال نظام مسلطول او شتمني، بانكونه، شركتونه، ماركيټونه، ښارگوټي، مخابراتي وسائل او نشراتي مؤسسات او صوتي او تصويري رسنۍ د څو مزدورو كړيو په لاس كي وركول… دا د هغوى د منصوبې ځيني برخي دي، دا اوس بلخ، پنجشير، باميان او داى كندي د مستقلو ايالتونو حيثيت لري، د هزاره جاتو ټول ملكي او نظامي ادارې او واك ئې يوه توكم ته سپارل شوي، واليان، قومندانان، ملكي مأمورين، امنيتي ځواكونه، ښوونځي، پوهنتون، استادان، قاضيان … ټول د همدې توكم په واك كي دي، له دوى پرته بل څوك په كي نه ترسترگو كېږي.

د اسلام دښمنان د اسلامي امت له راويښېدو وېرېدلي، دا ويښتيا او پايلي ئې د خپلو استعماري گټو لپاره ستر گواښ گڼي، د همدې لپاره ئې هغه عراق وځپلو چي د اسرائيلو په وړاندي ئې ستر گواښ گڼلو، په دريو برخو ئې د وېشلو هڅه كوي، سودان ئې د جگړي د ختمولو په بهانه ووېشلو خو جگړه لاروانه ده، ليبيا ئې وځپله او د تجزيې لپاره ئې هڅي كوي، په سوريه كي غواړي د ليبيا تجربه تكرار شي، پر افغانستان او عراق د بريد او بيا د اشغال په لومړيو كي د ايران د دريځ ستاينه او د بن په غونډي كي شريكول او اوس په عراق كي د داعش په ضد د دواړو گډ عمليات، داسي چي تهران په ډېري بې شرمۍ سره له واشنگټن وغوښتل چي عراق ته فوځونه ولېږي او د خپلي هر راز مرستي ډاډ ئې وركړ، واشنگټن تهران ته اجازه وركړه چي عراق ته خپل ځواكونه ولېږي، په مصر كي ئې د منتخب حكومت په ضد د فوځي كودتا منصوبه پلې كړه، په تش لاسو لاريون كوونكو د مصري فوځ د وحشيانه بريدونو او په سلگونو مصريان په خپلو وينو كي رغړولو مرسته او حمايت كوي، په تونس، يمن او الجزائر كي ئې هم دې ته ورته لوبه پيل كړې، پر غزې د اسرائيلو د وحشيانه بريد او د مظلومو فلسطينيانو د وژلو او د هغوى پر كورونو د بمونو او راكټو ورول د تل ابيب مسلم او جائز حق گڼي!!

د تېرو څلورو لسيزو پېښو وښوده چي زموږ ملت پرديو ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكۍ سودا نه كوي، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار كي شهادت سل ځله غوره گڼي، زموږ غيرتي ولس له هغه چا كركه لري چي پرديو ته ئې د ذلت سر ټيټ كړى، د غلامۍ كړۍ ئې په خپلي غاړي كي اچولې، له يرغلگرو سره ئې ملگرتيا كړې، هغوى ته ئې پر خپل هېواد د بريد بلنه وركړې، د هغوى تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېدلى، زموږ ځلانده تاريخ تل داسي كرغېړني څېرې غندلې او زموږ ولس د هغوى څلي په ډبرو ويشتلي.

مجاهدينو ته توصيه كوم چي خپل صفوف لازيات متحد او منظم كړئ، هغه كسان په خپلو ليكو كي مه پرېږدئ چي خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري، اسلامي اصول نه مراعاتوي، د مجاهدينو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوي، د مجاهدينو د يووالي مخه نيسي، د قومي او ژبني اختلافاتو فتنو ته لمن وهي، دوى يا د دښمن له خوا گمارل شوي اجير جنگيالي دي او يا هغه چي په لاشعوري توگه د دښمن په گټه كار كوي، هغه چا ته د يوه مجاهد په سترگه مه گورئ چي د هېواد له خپلواكۍ او د اسلامي نظام له قائمېدو پرته نوري موخي لري، له داسي وسله والو عملياتو ډډه وكړئ چي په هغه كي عام ولس، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان صدمه گوري.

افغان ولس بايد مطمئن وي چي إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه به زموږ له گران هېواد وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. و ما ذلك على الله بعزيز

سرلوړي دي وي افغانان
بريالي دي وي مجاهدين
حكمتيار
د 1393كال كمكى اختر