کور / تازه خبرونه / د سلګونو بې وزله کسانو سره مرسته وسوه

د سلګونو بې وزله کسانو سره مرسته وسوه

د میدان وردګو والې له لورې د میدان ښار له نږدې درې سوه کورنیو سره د غوښې مرسته وکړه .
دغه مرسته،چې نن د شنبې په ورځ د دغه ولایت په مقام کې په بېلابیلو بې وزله وګړو وویشل شوه،موخه یې د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له لورې د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت کورنیو سره مرسته کول وو.
د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د خپلو خبرو پر مهال پر نورو سوداګرو او مسؤلینو هم غږ وکړ،چې په دغه مبارکو شپو ورځو کې له بې وزله وګړو سره د اختر په برابرولو کې همکاري وکړي .
د یادونې وړده،دوه ورځې وړاندې د نوموړی له لورې سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو،چې پکښي غوړي،وړه او غوړي وو،هم مرسته وشوه .