کور / تازه خبرونه / پاکستاني عالمان دي،په افغانستان کي له لاس وهني ډډه وکړي

پاکستاني عالمان دي،په افغانستان کي له لاس وهني ډډه وکړي

د میدان وردګو ولایت دیني عالمان وایي پاکستاني چارواکې او په ځانګړې ډول
دیني عالمان دې په افغانستان کې له لاس وهنې ډډه وکړي او په دغه کار سره
به په افغانستان کې دایمي سوله رامنځته شي .
لسګونه دیني عالمانو،قومي مشرانو،د مدني ټولنو فعالو او یو شمېر نورو نن
(شنبه) د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیانی سره په جوړه شوې
غونډه کې همدا راز د افغانستان په سیاسي مشرانو غږ وکړ،چې په افغانستان
کې د بهرني سیاست له پلي کولو دې ډډه وکړي او په دغه هېواد کې داسلامي
سیاست ته زمینه برابره کړي.
د میدان وردګو ولایت د علماؤ د شورا رئیس مولوی صدیقي او ګڼ نورو ديني
عالمانو وویل: موږ د سولې او ورولۍ غوښتنه کو او هغه څوک چې د حکومت
مخالفین دي،هم باید دغه ټکې ته درناوی وکړي .
هغوی په حکومت کې هم د فساد د لمنځه وړلو غوښتنه وکړه او د دغه هېواد د
ټولو وګړو ترمنځ د عدالت غوښتونکي شول .
دوی همدا راز د اوسنيو سیاسي مشرانو سیاست شیطاني سیاست به ګوته کړ او په وینا یې دوی باید د بهرنیو له سیاست پلي کولو څخه لاس واخلي او په دغه
هېواد کې دې اسلامي سیاست څخه کار واخلي .
دیني عالمانو د پاکستان له رهبرانو او په ځانګړې ډول د دغه هېواد له دیني
عالمانو څخه به جدي ډول غوښتنه وکړه،چې په افغانستان کې له لاس وهنې څخه
ډډه وکړي او د دوی دغه عمل په افغانستان کې د سولې د رامنځته کیدو لامل
ګرځیدای شي .
د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د خپلو خبرو پرمهال د یادو دیني عالمانو هڅې وستایلې،خو له دیني عالمانو یې غوښتنه وکړه،چې د خبرو کولو ترڅنګ دې عمل کولو لپاره هم هلې ځلي وکړي .
هغه وویل: په دغه هېواد کې که د هر افغان وژل کیدل، د دغه هېواد او افغانانو لپاره زیان دی او د دوی د وژنې په مخنیوي کې همدغه دیني عالمان کولای شي،چې هلي ځلي وکړي او یوې ښې پایلې ته ورسیږي .
ده په میدان وردګو ولایت کې له دیني عالمانو وغوښتل،چې د ولایت مقام په
ګډون ټولو دولتی ادارو مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړي او
هغه کړنې،چې برابرې نه وي ورپه ګوته کړي .