کور / خبرتیا او پيغامونه / د کوچني اختر په اړه د کندهار والي پيغام

د کوچني اختر په اړه د کندهار والي پيغام

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د کندهار والي د مبارکۍ پيغام
د افغانستان جمور رئیس جلالتمآب حامد کرزى، د جمهور رئیس مرستیالانو، د کابینې غړو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو، قاضي القضات، لوى څارنوال او ټولو غيرتمنو افغانانو!

تاسو قدرمنو او ستاسو محترمو کورنيو، ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي وایم. لوی خدای (ج) دي وکړي چي دغه اختر ټول افغان ولس او د کندهار خلکو ته د خوښۍ، نېکمرغۍ او سولي اختر وي او د دې اختر له برکته په افغانستان کي سوله، خوښي او خوشحالي حاکمه سي. لوی خدای (ج) دي ستاسو عبادتونه، دعاګاني او روژې په خپل دربار کي قبولي کړي.

د هيواد ملي امنیتي ځواکونو ته توفیق غواړم، چي په دې بختورو ورځو کي د هيواد او خلکو امنیت وساتي.

په پاى کي يو ځل بيا تاسو ټولو ته د زړه له کومي د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايم، خداى (ج) دي دا اختر په ټولو پوري د خير کړي.