کور / تازه خبرونه / د پروژو د ارزيابۍ په موخه غونډه وسوه

د پروژو د ارزيابۍ په موخه غونډه وسوه

په کندهار کي د فوډ زون پروګرام د پروژو او فعاليت د ارزيابۍ په موخه پراخه غونډه جوړه سوه.
غونډه چي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري جوړه سوې وه، پکي مرستيال والي عبدالقديم پتيال، د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، د پوهني رئيس عزيزاحمد خالد، د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال، په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالرشيد حکيمي، د دغه پوهنتون د روابطو د انسجام د چارو مرستيال انجنېر روښان ولسمل، يو شمېر نورو رئيسانو او ولسوالانو او داراز له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال هارون شېرزاد، د معيشت بديل مشري ليژا کاروېژال، د فوډ زون پروګرام د عامه پوهاوي مشر مايکل پونوا او په سوېلي حوزه کي د يو ايس اى ډي نماينده ګډون کړى وو.
په غونډه کي چي د فوډ زون پروګرام د پروژو او فعاليت د ارزيابۍ په موخه جوړه سوې وه، کندهار والي او د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د دغه پروګرام پر ځينو پروژو نيوکه وکړه او ويې ويل چي په کندهار کي يو شمېر پروژې عملي کيږي او پيسې مصرفيږي، خو د پروژو کيفيت ته هيڅ پاملرنه نه کيږي. نوموړي زياته کړه، دوى ته د هري پروژې کيفيت مهم دى، هر پروژه بايد په معياري شکل ترسره سي. والي زياته کړه، تر دې وروسته بايد د ولايتي ادارې يو استازى هم د فوډ زون پروګرام په دفتر کي موجود وي، تر څو د پروګرام له هري پروژې څخه نظارت وکړي.
ښاغلي ويسا وويل: “موږ بايد په هره پروژه کي له خپلو امکاناتو څخه کار واخلو، هيڅ اړتيا نه سته چي له نورو هېوادونو څخه کارکوونکي راغوښتل کيږي. موږ خپل افغان انجنېران لرو، بايد خپلو افغانانو ته کار پيدا کړو او له هغوى څخه استفاده وکړو.”
کندهار والي داراز د فوډ زون پروګرام له مسوولينو څخه غوښتنه چي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره بايد هر اړخيزي مرستي وسي. والي زياته کړه، دا د افغانستان په سطحه نوى پوهنتون دى چي په هره برخه کي مرستو ته اړتيا لري. د والي په خبره: “دا پوهنتون ډېره ښه زراعتي ساحه لري، چي بايد ګلخانې، ګرين هاوسونه، د ماهيانو فارمونه او نباتي کلينيک پکي جوړ سي، تر څو له دې سره په کندهار کي د زراعتي امراضو مخنيوى وسي.”
کندهار والي داراز يوه بله نيوکه وکړه چي ډېری وختونه له کابل څخه پلاوي راځي، تر څو د کندهار اړتياوي له نژدې وګوري. د ده په خبره، پلاوي راسي، هر ډول اړتيا ورته په ګوته سي، ژمني هم وکړي، خو په عملي ډګر کي د کړو ژمنو په وړاندي بې تفاوته پاته سي. ښاغلي ويسا هيله څرګنده کړه چي په راتلونکي کي وزارتونه د خپلو کړو ژمنو په وړاندي بې تفاوته پاته نه سي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال هارون شېرزاد له کندهار والي څخه مننه وکړه چي له دوى سره همکار پاته سوى او داراز په کندهار کي زيات پرمختګونه سوي دي. نوموړي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون يو ښه پرمختګ وباله او ټينګار يې وکړ چي فوډ زون پروګرام، سياره او يو ايس اى ډي دي له ولايتي ادارې سره په همکارۍ او همږغۍ پروژې عملي کړي. هغه زياته کړه: “له ولايتي ادارې سره به د همږغۍ ګټه دا وي چي هره پروژه به د کندهار د اړتيا مطابق ډيزاين او عملي کيږي.”
د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله په غونډو کي غوښتنه وکړه چي که د دغي ولسوالۍ په عشق آباد سيمه کي يو د اوبو ډم جوړ سي، تر ډېره به د خلکو زراعتي ستونزي هواري سي. هغه زياته کړه: “د ميوند ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکو ژمنه راکړې چي که په عشق آباد سيمه کي د اوبو ډم جوړ سي، دوى د کوکنارو له کرلو لاس اخلي.”
غونډي ته د مختلفو اداراتو د رئيسانو له خوا پېشنهادونه وړاندي سول او په بېلابېلو برخو کي د فوډ زون پروګرام د بهترۍ لپاره وړانديزونه وسول. فوډ زون پروګرام چي فنډ يې شل ميليونه ډالره دی او د امريکا د سفارت له لوري “ای ار ډي” ادارې ته د پلي کېدو په موخه ورکول سوی، عمده هدف يې په کندهار ښار او ولسواليو کي د ځينو پرمختيايي پروژو پلي کېدل، د نشه يي توکو کښت له منځه وړل، بزګرانو ته د حلال کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتېدل او په دې برخه کي تبليغات کول دي.