کور / هراړخیز / شپږویشت سړي او یوه جینئ

شپږویشت سړي او یوه جینئ

موږ شپږ ویشت کسان وو. موږ ژوندي مشینان وو، چې په یو سیبژنه/ نمجنه لونده، د زمکې لاندې تاخانه کې مو له سهار څخه تر ماښامه بیګار کولو، موږ وړه اخښل او د هغې نه به مو پیړې جوړولې. زموږ د تاخانې کړکئ ته مخامخ یو د ښختو جوړ ځائ و، هغه ځائ هم لوند زنګ وهلی او شین و. کړکئ د بهر اړخ څخه د وسپنو په سیخانو کلکه بنده کړې شوې وه. او په شیشه کې هم د لمر رڼا نه راتلله ځکه هغه هم د وړو په دوړو لړلې وه.
زموږ بادار ځکه دغه کړکئ په سیخانو پئېلې وه چې موږ چیرته بهر سوالګر، وږي، یا یو داسی ملګري ته ډوډئ ورنه کړو چې له موږ سره کار نه کوي. زموږ بادار به موږ ته لټان وئیل. بې کاره خلک. او موږ ته به ئی د د غرمې، د خوړلو لپاره د غوښې په ځائ نیم سوځیدلی بلا بتر راکول. دا لکه د تنور تاوده د ډبرو جوړه سمسته زموږ ځائی و، زموږ د پاسه یو ګنده، لوند ، بد بویه، او د جولا د جالو ډک دروند چهت و. د دغه چهت ، نمجنو دیوالونو، او بد بویه زمکې تر مینځ زموږ ژوند و.
نه ازادي وه، نه تازګي ، بس سهار به پینځه بجې پورته کیدلو د شپږو بجو څخه د مخه به کار ته په کتار و. ژوند کې هیڅ بدلون نه و، د هغه پېړو څخه به مو ډوډئ جوړولې چې زموږ نه مخکې ملګرو به چمتو کړی وې.
د سهار لسو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې، ځینې ملګري به میز ته ناست و، او په لاسونو پورې د نښتو وړو څخه به ئی مینچې رغښتلې. چې لاسونه مو تمبه نه شي. نورو به وړه اخښل. هغه چائنک به راته په ورو او غمژن ږغ سندره وئیله چې مینچې به په کې یشیدلې. کله کله به د نانبائی بیلچه د تنور په سینه وتمبیدله او یو زوګ به ئی جوړ کړو. هغه به په تاودو ښختو ډوډئ اچولې.
د سهار څخه تر ماښامه به په تنور کې لرګې سوځیدل، او د تنور سرې لمبې به د نانوائی په ښختینو دیوالونو ځلیدلې. لکه چې په چپه خله په موږ رشخند وهي. دا غټ تنور داسې و لکه د ښاپېرو د کیسئ د دیو یا د بلا خله، چې د زمکې د تل څخه بهر راوتې وي. غټې وازې جامې، له سور اور څخه سوپلئ، او ګرمه ساه ئي په موږ راپوکله. په دوو سورو کې ئی زموږ نه ختمیدونکي کار ته کتل. دغه دوه سوري د بلا سترګې وې. سړې او بې رحمه سترګې. موږ ته به ئی په کرکجن نظر کتل لکه چې زموږ د دی تلپاتې مرئیتوب څخه ورته کرکه ورځي. او د دی یو حالت څخه تر پوزې راغلې وي. دغې بلا ته زموږ د دی غیر انساني ژوند څخه کرکه ورتلله او له موږ ئی هیڅ تمه یا هیله نه لرله چې موږ به هم چیرته لاس پښې وښورو چې ازاد شو. نو هغې به موږ ته د خپلې یخې هوښیارتیا په ژبه ښکنځه کوله.

دی تنور کې دننه د وړو خټو او د بوټانو سره د بهر نه راوړلې د خاورو خټو، دا ځائ نور چیړ چقړ کړی و، موږ به په خپلو خولو وړه اخښل، او د خپله کاره مو دومره کرکه کیدله چې موږ به دغه ډوډئ نه خوړله. او د هغې په پرتله به مو توره ډودئ خوړله. یو بل ته به په سټولونو مخ په ناست وو، نهه کسان یو اړخ ته او نهه کسان بل اړخ ته، او په دمداره توګه به مو لکه د مشین پېړې جوړولې، موږ په دی کار کې داسې اموخته وو، چې زموږ هیر و، ګنې چې موږ هم څه کار کوو.

موږ یو بل ډیر ښه لوستې و او موږ یو بل ډیر ښه پيژندلو. موږ د یوبل د تندې هرې ګړونجې څخه خبر و. او موږ هره موضوع د بحث په میدان کې په ځغلولو ستړې کړې وه. نو ځکه به هر وخت غلي زوړند سرونه ناست و. بس کله کله به مو په یو بل ټوقه وکړه. خو په چا ټوقه کول هم هر وخت نه کیږي. بیا چې خلک شپه او ورځ یو ځائی په یو ډول کار بوخت وي. موږ دومره هم پوهه نه و، چې د یو بل په کار کې چینجي وباسو. ځکه موږ خو ټول نیم مړه او نیم په نوم ژوندي وو، سخته مزدوري انساني خواهشات او احساسات ووژني. خو خاموشي هغه وخت بلا شي، شیشکه شي، چې خلک ټولې خبرې خلاصې کړی او ورسره د نورو وئیلو لپاره هیڅ هم پاتې نه شي.

موږ کله کله سندره هم وئېله، دا به داسی وه چې یو کس به سندره پېل کړله، یو کس به لکه د ډیر ستړي اس په سات اوږده ساه راکاږله بیا به موږ ټلو هغه سندره پېل کړله چې د سندر غاړي د زړه بوج سپکوي. لومړی به یو کس سندره وئیله او نورو به په چپه خله اوریدله، دغه سندره به د دروند او لوند چهت لاندې ورکه شوه، لکه د یو کوچني اور د خزان په لونده شپه کې.

بیا به بل کس سندره پېل کړه، اوس به دوه نرم پاسته، او مدهم اوازونه وو، چې په دغه تنګه کوټه کې به ږغیدل. ناڅاپه به نورو هم ورسره اوازونه غبرګ کړل، او سندره به لکه د سمندر د څپې ورغړیدله، لکه د هوا به پورته شوله، داسې به ئی دغه تنګه کوټه ارته بیرته کړله، دیوالونه به خواره شو، د زمکې سینه به لویه شوه،بیا به موږ شپږویشتو کسانو سندره ووئیله. زموږ درنې او خوږې سندرې به دغه تنګه تاخانه ونړوله، اوازونه به بهر ته ووتل، لکه د سلګو، غریو نیولو سلګو، د زړه دړد به ئی ټکور کړو، زاړه زخمونه به ئی وشلول. ارمانونه به ئی په ګډا کړل،سندر غاړ به تاوده تاود اسویلي راکاږل، ناڅاپه به یو کس غلی شو چې بل واوري. بیا به هغه هم خپل اواز په کې ګډ کړلو. یو بل به حیران شو اوهو، او سترګې به ئی پتې کړلې. دغه سندرې به داسی یوړلو لکه په لوئی ارت بیرت سړک چې روان یو. خو د تنور لمبو به دیوالونه سره کړل، د لمبو سیورې به په دیوالونو په نڅا شول. د نانبائی بیلچې به زمکه ووهله زوګ به ئی جوړ کړو. موږ هغه و، چې د نمر رڼا او د وطن تازه هوا ترینه غلا شوې وي، لو د غلامئ تیارو کې ساه نه شی اخیستلې.

نو موږ ژوند کولو، موږ شپږ ویشت، په دی تنګ لحد کې.

خو په دې ژوند یوه د ښکلا څړیکه هم وه ، زموږ د پاسه د زرګر په کارخانه کې جینکئ اوسیدلې، هغه یوه جینئ وه چې نوم ئی تانیه و،د شپاړسو کالو یوه وینځه . هر سهار به د کړکئ په ښیشه کې یو ګلابي مخ راوځلېدلو. ښائسته شنې سترګې، یو ښکلی سندریز نرم پوست ږغ.

وړو زندانیانو مننه !!! تاسو زما لپاره ککوړي لرئ ؟ په دغه ښکلي ږغ موږ ټلو به څټونه ورته په یو ځائ وګرځول، او دغه ښائسته جینوټي مخ ته به مو وکتل، چې ډېره خوږه نرمه مسکا به ورباندې غوړیدلې وه. وړه پوزه به ئی د کړکې په شیشه ښخه کړی وه. د نیمکښو نرو شونډو شاته سپین ښائسته غاښونه، زموږ د هرې ورځې مزه وه خوند و. موږ به په یوبل وختلو چې دروازه ورته خلاصه کړو. هغه به رادننه شوه ، رڼه او معصومه. څټ به ئی یوې خوا ته کوږ نیولې و، او په شونډو به ئی مسکا وه. د هغې ښائسته اوږدې زلفې به په د هغې په اوږو او سینو زنګیدلې. موږ ګنده مخو، ککړ بدنو، بدرنګو به په هغې کې نظرونه ټومبلي و. هغه به څلور پوړئ پورته ولاړه وه نو زموږ څټونه به شاته تللی وو، چې سم ورته وګورو. موږ به ورت سهار په خیر او نور ناشنا توري وئیل. دا توري به موږ یواخې د هغې لپاره ساتلي وو.

موږ چې به له هغې سره خبرې کوې نو زموږ اوازونه به پاسته شو، زموږ لیده کاته به نرم شو، موږ د هغې لپاره نور خلک وو، بیخي بدل. نانبائی به خپله بیلچه د ښو پخو او ښکلو ښکلو ککوړو ډکه کړله او د تانيې ځولئ ته به ورګوزار کړله.

اوس ځغله ورکه شه کنه بادار به دی ونیسي. هر وخت به مو دغه وئیل. هغې به په ټق ټق وخاندل، وئیل غریبو زندانیانو !! د خدائ په امان او لکه د مږې به په بیړه وښوئدله.

چې هغه به ولاړه موږ به د یو بل سره د هغې خبرې په خوند خوند وکړې. موږ به هم هغه خبره کوله چې پرون او هغه بله ورځ مو یو بل ته کړی وه. ځکه زموږ ژوند په یو ځائ ولاړ و، لکه د سخا اوبو نو نوي راسره څه نه و.

ژوند هغه وخت تریخ او کرکجن شي چې په یو ځائ ډنډ شی. نه په مخ ځي نه په شا. چې ساه درنه هم نه وځي او زوند درته هم نه راځي. نو ډیر دردونکی حالت وي. کله کله موږ د جینکو په هکله داسې سپکې او قچرې خبرې کوو، چې زموږ غوږونه هم دغه بربنډ او لغړ توري اوریدل نه غواړي. موږ چې کومې ښخې پيژنو باید د درنې ژبې حق نه لري. خو تانیه داسی نه ده، موږ هیڅ سپک توری د هغې په هکله په ژبه نه راولو. موږ هغې ته ډیر درانه ګورو. کېدی شي د دی لامل دا وي چې هغه موږ سره ډیر وخت نه پاتې کیږي. هغه لکه د ستوري راخي او لکه د ستوري ځي. کیدی شي هغه ښائسته وه ، معصومه وه او هر ښائسته او معصوم څیز په ګنده خلکو کې هم پاک وي.

بله دا ده چې جبري بیګار له موږ څخه ویده لیوان او غوایان جوړ کړي دي. موږ بیا هم انسانان و، او لکه د نورو انسانانو مو د یو څیز یا بل څيز عبادت کولو، خو موږ ته هغه د هر چا په پرتله ښه وه، یواخې هغې دا خبره محسوسوله چې موږ په سمسته کې ژوند کوو. نور درنګه خلک و، خو هغوي دا پروا نه کوله. هغه موږ ته خپله ښکاریدله، زموږ خپله تانیه. زموږ د ککوړو تانیه. موږ وار په وار هغې ته ککوړي ورکول. دا زموږ د خپلې ګودئ د پاره قرباني وه. موږ هغې ته سلاګانې هم ورکولې. تاودې جامې اغونده، دومره په منډه په پوړو مه خیژه، د لرګو درانه پنډونه په سر مه وړه. هغې به دا ټولې سلاګانې په مسکې مخ واوریدلې، په خندا به ئی ځواب کړې، خو عمل ئی ورباندې هیڅکله نه کولو. موږ هم هغې ته دا ښودله چې موږ ستا څومره خیال ساتو په تا څومره مئین یو. کله کله به هغې موږ ته خواست وکړلو چې د تاخانې دروازه ورته خلاصه کړو او لرګي ورته وچوو. موږ به دا کار هم کله کله ډیر په ویاړ کولو. او نور کارونه هم که به هغې وغوښتل. بس یو وار زموږ یو ملګري هغې ته خواست وکړو هغه ته د هغه یوځینې کمیص وګنډي نو هغې په مسکا ووئیل چې بس نور څه امر ؟ موږ به هغه ملګری بیا تنګولو. هغه بیا ورته د بل هیڅ کار ونه وئیل.

زموږ د هغې سره مینه وه، سړی هر وخت خپله مینه په چا برابروي. سره د دی چې کله کله هغه مینه وچقوي او کله ئی وغندي. کله کله هغه بل ته زهر ورکړي ځکه چې هغه د دلبر پروا نه کوي بس خپله مینه پالي. موږ مجبور وو چې په تانیا مئین شو ځکه چې موږ د مینې لپاره بل څوک نه لرل.

کله کله به په موږ کې یو تن دا دلیل ووئیلو چې موږ د دغه وینځې سره مبنه ولی کوو؟ په هغې کې څه دي؟ موږ ټول به په هغه رابرند شو.خله وتړه. موږ څوک غواړو چې مینه ورسره وکړو. موږ هغه موندلې ده او مینه مو ورسره کړی ده. او موږ شپږویشتو چې له چاسره مینه کړی ده هغه بدلیدونکې نه ده. هغه مقدسه ده پاکه ده. سوچه ده. که چا بل ډول خبره وکړه هغه د ټولو دښمن دی. موږمینه وکړه، په شپږویشت کسه که یو هم مینه وکړي باید هغه د ټلو لپاره د منلو وړ وي. موږ خو شپږ ویشت یو.

زموږ مینه د کرکې نه کمه درنه نه وه. ځینو به فکر کړی وي چې موږ لکۍ وهو خو که داسې وې نو هغوي زموږ نه تیښته ولی نه کوله؟

زموږ د کار د ځائ څخه پرته زموږ د مالک یوه بله نانوائی /تنور هم و. دا هم په دغه ودانئ کې و. خو جلا و. بس په یو دیوال سره وو. خو هلته چې کوم څلور تنورچیان وو، هغوي خپل ځانونه له موږ څخه درانه ګڼل. هغوي کله زموږ خواته نه راتلل. خو چې موږ سره به په انګڼ کې مخامخ شو نو په موږ به ئی وخاندل. موږ هم د هغوي د کار ځائ ته نه ورتللو. دا ورتګ زموږ مالک بند کړی و چې هسې موږ ښکلی ښائسته خوږه ډوډئ غلا نه کړو.

زموږ هم هغويۍ بدي شول، ځکه چې د هغوي کار اسان و، خو مز ورته ډیر ملاویدلو. د هغوي ډوډئ هم تر موږ ښه وه، رڼا ئی هم لرله، کوټه ئی هم ارته بیرته وه. او هغوي پاک او روغ بدنه خلک وو. او هم دغه لامل و چې موږ له هغوي کرکه کوله. موږ ټول خړ زیړبخن ښکاریدلو، په موږ کې درې تنه په یوه جنسي ناروغۍ اخته و. ځینو د څرمنې خارښ لرلو، هغه یو کس د جوړو ناروغي لرله. په رخصتۍ او اوزګار وخت کې به هغوي پاک کالي، کړپندي بوټان، ښائسته کوټونه اغوستل او د ښارګوټي باغ ته به جکر ته هم وتل. موږ خیرنې ریښې اغوستلې، د غتي څرمنې بوټان مو په پښو کول نو پولیس موږ کله د هغوي په څیر د ښارګوټي باغ ته ایله کولو؟

او بیا یوه ورځ موږ خبر شو چې د هغوي مشر تنورچي ډیر شراب ګوټلي و. او مالک د کاره شړلی هم و او د هغه په ځائ ئی نوی کس هم ګمارلی و. او دا نوی کس یو فوځي و. فوځي به د ساټن ریښمي واسکت اغوستې و. په لاس ئی ګهړئ هم وه او د سرو زرو زنځیر ئی هم په غاړه و. موږ غوښتل چې دغه لاټی برنس هرو مرو ووینو. نو موږ به د هغه د لیدلو په هیله یو په بل پسې انګڼ ته هسې ځغلیدلو. خو یوه ورځ هغه پخپله زموږ سمستې ته راغلو. ور ئی په لته ووهلو او بقه خله ئی پرېښودلو. په ور کې ودریدلو او مسکی شو وئیل ! ستړي مه شئ ، شهار مو په خیر. دا د وارو یخه هوا، د هغه د پښو تاو شوه. هغه په لوړه ولاړ و، موږ ته ئی ښکته پورته وکتل. د هغه د بریښنده نرو او خوندورو بریتو لاندې د هغه زیړ غټ غاښونه ښکاره شول.د هغه واسکټ هم په ودي ګلونو ښائسته و، د سرو غمو تڼئ ئی بریښیدلې، هغه خوندور سړی و، جګ، غښتلی، ګلابي اننګي، او غټې رڼې سترګې، اشنا او خپلې څرګندیدلې. د هغه د کالیو څخه د هغه د تورو سینګاري بوټانو نرو سوکو هم بهر ننداره کوله.

زموږ یو نانبائی هغه ته په پسته ژبه ووئیل چې دروازه بنده کړه. هغه په مزه غونده بنده کړله. او زموږ څخه ئی د مالک په هکله پوښتنې پېل کړلې. موږ ټولو هغه ته په یوه خله خبرې سپینې کړې. زموږ مالک ظالم، خودغرضه، لالچي، سپین سترګې، بې حیا او سپک سړی دی. نورې هم ډیر خامئ چې دلته ئی ذکر نه کوم. فوځي زموږ خبرې واوریدلې بریتونه ئی تاوهل، او په سړه سینه ئی موږ واوریدلو.

هغه ناڅاپه پوښتنه وکړه چې ولی دلته ستا لپاره ډېرې جینکئ نشته ؟ څه . په موږ کې چا وخاندل، څوک حیران شو، هغه یو ورته ووئیل چې دلته نهه جینکئ دي .

هغه سترګه ووهله وئیل تاسو پرې خوند اخلئ ؟ موږ وخاندل په په ورو ورو، ځینې وارخطا شو، موږ غوښتل چې هغه ته وښایو چې موږ د جینکو سره څه اړیکي لرو، خو یو کس ورته ورو غونده ووئیل چې زموږ په ژوند کې دغه خبرې نشته. فوخي ووئیل دا خو بیا ستاسو کار خراب دی. تاسو خو ټول بیا ناجوړه ئی، رنځوران ئی. خو ستاسو موشادې داسی نه دی چې جینئ ولرئ. او ښځه خو سم سړی غواړي، زړه ور، ښائسته ، سنډه ، او ښه روغ بدن. ځکه ښځه خو د بدن قدر کوي، داسې مټې غواړي (خپل مټ ئی بربنډ کړو د ښې لاس لستوڼی ئی پورته کړلو) دا لاس سپین دی مهین دی او غښتلی دی. دا وګورئ. په لاس ئی زیړ چمکدار ویښتان وو. سینه او پښې هم باید غښتلی وي، او سړي به کالي هم د نوي وخت اغوستلي و.ښائسته کالي. چې ښائسته خو ښکاري کنه. زه که ښځو ته اواز ورکړم او که اشاره ورته ورکړم. د وزځې پینځه پینځه زما ځولئ ته ځان راغورځوي. هغه په زمکه په بوجئ ناست و، او موږ ته ئی د ښځو د مینې ټولې کیسئ وکړې. او د خپلې زړه ورتیا هم. او چې هغه ولاړلو او تمبه په یو کریک بنده شوه، نو موږ ډیر وخت خله تړلي ناست و او د هغه په هکله او د هغه د خبرو په هکله مو فکر کولو. بیا موږ په ګډه چپتیا ماته کړله او ټولو ووئیل چې موږ د هغه سره خوشاله یو. څومره ښه سړی دی، ځومره لوئی زړه لري، ګوره موږ له راغلو او موږ سره ئی خبرې وکړې. تز ننه بل هیڅوک داسی په خلاص زړه موږ ته نه دی راغلي. نه راسره څوک داسی ناست دي او نه راسره چا داسی په مینه خبرې کړي دی. موږ په درځڼو جینکو د هغه د بریالیتوب خبرې وکړې. د هغه جینکو خبرې مو هم وکړې چې موږ په انګڼ کې وویني ، تندې ګوړنجې کړي پوزه پټه کړي او تیرې شي. او موږ د هغوي ستائینې کوو، چې کله ئی بهر ووینو، د ژمي د ریښمي جامو ستائینې، د اوړي د ګلګینو ټوپو ستائینې. د هغهوي د رنګارنګ لاسي بټوو خبرې . او موږ داسې خبرې هم کړي دی چې که هغه جینکو اوریدلې وې نو لیونې شوې به وې. یو تنورچي په انديښمن ږغ ووئیل چې بس خدائ دی تانیا د دغه فوځي د منګلو بچ ویاتي. موږ ټول غلي وو، دی خبرې موږ ډیر سخت په یره کړو. تانیا زموږ د مازغو وتلی وه، خو که د فوځي ښکلا ته تانيې ډډه ونه وهله.

بیا یو تود بحث پېل شو،تانیه به هیڅکله دمره سپکه نه وي، خو ځینو فکر کولو چې دی فوځي ته به مخ ونه نیسي، درئمې ډلې فکر کولو چې که پوخي د تانيې سره زور کولو موږ به ئی وډبوو. په پائ کې موږ پریکړه وکړه چې د پوځي او تانیې ننداره به کوو، او تانیا به خبر کړو چې د پوځي سره پام کوي،

څلور اونۍ تیرې شوې، پوځي سپینې ډوډئ پخولې، موږ خواته هم راتللو، د درځنو نجونو مینځ ته هم ورتللو، خو بیا ئی موږ ته د خپلو فتوحاتو کیسې ونه کړې. بس بریتونه به ئی مروړل او خپلې شونډې به ئی په شهوتي انداز څټلې. تانیا به هرسهار راتلله ککوړي به ئی وړل. موږ یو څو وارې هغې ته د پوځي په هکله ووئیل خو هغې به ورته غټ سترګې کورنئ سخی ووئیل او بس. خندا به ئی ورپورې وکړه. او زموږ مازغه به په قلار شو. موږ نورې جبنکئ لیدلې چې د پوځي نه ځاریدلې، خو موږ په تانیا ویاړ کولو، او موږ د هغې د خویونو څخه ډیر متاثره وو، موږ به د هغې پېښې کولی او په پوځي به مو ملنډې وهلې.تانیا په موږ نوره ګرانه او درنه شوه. او موږ ورته نور په مینه او درناوي سلام کولو.

بیا یوه ورځ پوخي راغلو، شراب ئی ګوټلي و، او خاندل ئی، موږ ترینه پوښتنه وکړه ، هغه ووئیل چې دغه جینکې زما په سر د یو بل سره نښتي دي،لیدکا او ګروشکا، د یوبل سره پنخه اچولی ده.په یو بل ورغلې ، د یوې بلې ویښتان ئی وشکول، یوه ئی راوپرزوله، په سینه ورته کیناستله، ها ها ها هه …… د یو بل مخونه ئی نوکارې کړل. دا خو سړی د خندا نه وژني. ښځې ولې سم جنګ نه شی کولې؟ دوي ولی مدام یو بل نوکارې کوي؟ اهـ ه ه ه ؟ هغه په سټول ناست تازه پاک ناست و، او بیا په خندا ولاړلو، موږ چپه خله وو، خو دې خبرو زموږ چورت خراب کړو. خو دا د خوند خبره ده چې زه په ښځو کې خوشبخته یم پوخي ووئیل، سترګه ئی ووهله او د خندا نه په شا ولاړلو. دا شیطان و. هغه خپل سپین ببر لاسونه پورته کړل، او خپلو زنګونانو ته ئی راخلاص کړل. په سترګو کې ئی قچره خېرانګي ځلیدله لکه چې په خپل د ښځو په هکله په غني بخت هم حیران و.د هغه سور غټ مخ د مزې او اطمینان له کبله وبرېښدلو. او هغه خپلې شونډې د نور کله په پرتله په زور زور وڅټلې. زموږ تنورچي خپله بیلچه د تنور تل سره په زور زور وټنګوله . او په رشخنده انداز ئی ووئیل د ګلونو پاڼې راښکل زور نه غواړي زور خو نښترو او چینارو راښکلو ته پکار وي. پوځي پوښتنه وکړه ! ته ماته داسې ولی وائی؟ اوهه ښه ښه دا د ژبې ښوئیدنه ده

نه خبره وکړه نښتر د څه نښتر؟

زموږ تنورچي ځواب نه کړو ور. او خپله بیلچه ئی په تنور کې ووهله. نیم پاخه ئی په بله ډډه کړل، او پاخه ئب بهر راویستل. داسې ښکاریدله چې د هغه د پوځي سره بحث او د پوځي نارامي هیره وه. پوځي پورته شو، او تنور خواته ولاړ،او بیا ئی پوښتنه وکړه ،،، نه ماته ووايه ، دا څوک دی؟ تا زما سپکاوی کړی دی. زما مخې ته هیڅوک نه شي تم کیدلی او تا ماته داسې خبره وکړه. هغه په ریښتیا دننه خوږ شوې و،خبره ئی په زړه اخیستې وه. لکه هغه سره چې د ښځو د رانیولو او مال کولو پرته بله کومه د ویاړ خبره نه وه. او هم په دغه خبره هغه ته ځان ژوندی او ګړندی ښکاریدلو.

ځینې داسی سړي هم شته د روح او بدن ناروغۍ باندې ویاړ کوي. هغوي خپل ټول عمر دغه د روح او بدن د ناروغۍ سره په مینه کې تیر کړي. هغوي په دغه ناروغو پائي. هغوي د دغه ناروغو په شکایت نورو سره وخت تېره وي. او د نورو خلکو پام ځان ته راګرځوي. هغوي د خلکو خواخوږي ګټل غواړي. او د دغه ناروغو پرته دوي بل هیڅ نه لري. دغه ناروغۍ که د هغوي څخه واخیستل یا ئی درملنه وشي نو د هغوي به د ژوند هیله ختمه شی، هغوي به تش پاتې شي. ځینې وخت خلک دومره غریبان شي چې هغوي دغه غریبي د ژوند بهانه ومني.

پوځي سخت خښمیدلی و. پورته تنور ته وختلو او وغورېدلو.

نه ماته ووایه څوک؟

تاته ووایم ؟ تنورچي ورته راوګرځیدلو.

سمه ده ، ته تانیا پيژنی؟ هن ؟ په هغې کوشش وکړه . ته ،،،

تانیا ؟ هغه ماته هیڅ هم نه ده. ګورو به . ته په ئی ګوری. بس ماته یوه میاشت وخت راکړه. تانیا په کې لا څه وي، بس دوه اونۍ راکړه.

پوخي ته څومره ډوزمار ئی.

بهر ووځه . ځه ورک شه. تنورچي بیلچه پورته کړه . پوځي وروستو شو. او بیا ولاړلو. د بړیکې په وخت موږ ټول چپ ناست وو. خو چې پوځي ولاړلو نو یو شور او خبرې اترې جګې شوې. یو کس په تنورچي چیغه کړه چې دا دی ډیر غلط کار وکړلو. تنورچي ورته په ستغه ووئیل خپل کار کوه.

موږ پوهه شو چې پوځي پیغور په زړه خوړلی و. او اوس تانیا په خطر کې وه. خو موږ ډیر بې تابه او ناقلاره هم وو. چې څه به کیږي. تانیا به پوځي ته ټینګه شی او کنه؟ ټولو په کلک باور چیغه کړه چې تانیا به ټینګه شي. پوځي تانیا په بربنډ لاس نه شي رانیولی. موږ خپله تانیا ګوډئ په ازمیښت کې واچوله. موږ هسې کلک شو چې زموږ پاکي د باور پاکي ده. او زموږ باور به ګټي.

د هغې ورځې ورستو زموږ ژوند بدل شو، زموږ فکر بدل شو. یو فکرمند او شک من ژوند پیل شو. موږ به ټوله ورځ د یو بل سره دلائل وئیل. موږ د شیطان سره جګړه پیل کړې وه. او زموږ مورچه تانیا وه او چې موږ د تنرچي د خلې خبر شو چې پوځي په تانیا جالونه ویشتل پیل کړي دي نو موږ یوه خوندوره ویره احساسول شروع کړل. ژوند داسې په زړه پورې شو چې موږ هډو پوهه نه شو چې زمو ږ مالک موږ ته خمبیر څورالس سیره د ورځې دروند کړی دی. خو موږ په کار نه ستړي کیدو. ټوله به ورځ به د تانیې نوم زموږ په خله و. او هره ورځ به موږ په ناشنا بې صبرئ هغې ته کتل. موږ به کله کله داسې خیال وکړلو چې یوه ورځ به تانیا راشي او هغه به بیخي بدله وي. موږ هغې ته د بګړې په هکله هیڅ نه و وئیلي. خو رویه مو هم ورسره نوره ښه شوې وه او مینه مو هم ورسره ډیره شوې وه.بیا یوه ورځ موږ ته تنورچي ووئیل چې یارانو نن هغه ورځ ده.

موږ خبر و چې نن هغه ورځ ده. خو موږ سخت لیواله و. نن ورته ګورئ تانیا به نیغه دلته راځي.یو کس ورته ووئیل ولی؟ بیا یو تود بحث وشو، نن به موږ ته پته لګیدله چې هغه څنګه ده چا پورې چې موږ خپل ټول امیدونه او هیلې تړلې وې. نن موږ ته درک ولګیدلو چې موږ څومره لویه لوبه پېل کړی ده. نن به موږ خپل ټول باور وبائیلو.یا به پاکي وګټو. ټوله اونۍ پوځي په تانيې پسې لګیدلی و. خو موږ د هغې نه هیڅکله پوښتنه نه کوله چې هغه څه کوي؟ هغه هر سهار راتلله خپل ککوړي ئی وړل او موږ سره هم هغه د پخوا شان وه.

په هغه سهار هم موږ د هغې ږغ واوریدلو ! اوهه غریبو زندانیانو، زه راغلم.

موږ ور خلاص کړلو، موږ ټول چپه خله ولاړ و، زموږ سترګې په هغې ښخې وې. موږ نه پوهیدلو چې هغې ته څه ووایو؟ څه پوښتنه ترینه وکړو؟ موږ یو غمژن او چپ کنډک ولاړ وو. هغه هم د نورکله نه بې کراره ، زیاته سپینه او حیرانه وه، راتاو شوه او پوښتنه ئی وکړه. تاسو ولی نن داسئ یی؟

او ته ؟ تنورچي ترینه په نرم او غمژن ږغ پوښتنه وکړه.

زه ولی؟ هیڅ هم نشته. ژر ماته ککوړي راکړئ.

د دې نه مخکې هغه هیڅکله بیړه نه وه کړی. تنورچي خپل سترګې په هغې ښخې کړی وې او ورته يی ووئیل ډیر وخت دی. بس هغه ناڅاپه تاو شوه او په دروازه کې ورکه شوه. تنور چي بیلچه پورته کړه او غلی غونده یی د ځان سره ووئیل ، دا ولاړه، د دی کیسه د هغه غويي پوځي سره جوړه شوه. ځناور، د خر بچی. بس موږ چپ کیناستلو او خپل کار مو شروع کړلو. یوه شیبه وروستو یو کس وويل هو اخر نو ….. تنورچي چیغه کړه . خله بنده کړئ. موږ پوهیدلو چې هغه هوښیار و، زیرک و. او د هغه ږغ داسی و لکه چې موږ په پوځي لوبه بائلله. زموږ زړونه مات او حوصله پریوتله.

په دولس بجې چې موږ د غرمې ډودئ خوړله پوځي چاښ چاښ راغلو. هغه شان پاک او تازه و. هغه موږ ته نیغ کتل خو موږ سترګې زوړندې نیولې وې.

نو قدرمندو زه به تاسو د یو پوخي زور ښکاره کړم. تاسو ټول پورته راشئ او په چاود کې زما ننداره وکړئ.

موږ پورته ولاړلو او بو بل پسې چاود ته ودریدلو. او په چاود کې مو انګڼ ته کتل. موږ ډیر انتظار ونه کړو. تانیا ګړندئ ګړندئ راغله مخ ئی بل شان و. د واورې په ډنډوکو ئی پښې واړولې. او د انګڼ بل اړخ ته ولاړله. او د ګودام تاخانې ته ننوتله. بیا ورپسې پوځي په شپیلو او نخرو ورننوتلو. د هغه لاسونه په جیبونو کې و او بریتونه ئی ګډ وډ وو. باران وریدلو. او موږ کتل چې څاحکي څنګه په ډنډوقو کې راپریوتل. دا ورځ نوجنه او خړه وه. ویرونکی وه. په چتونو واوره پرته وه. خو په زمکه د وارې لاندې خټې ښکاره شوې وې.

په بامونو هم په واوره خړه خاوره ښکاریدله. باران په ورو ورو راوریدلو . یخ زیات و موږ نور نه شو زغملی.لومړی د د کوتې څخه پوځي رابهر شو، په ورو ورو په انګڼ کې راروان و. بریتو ئی ګډ وډ و، لاسونه ئی په جیبونو کې وو.

بیا تانیا راوتله. د هغې سترګو ډیر خوندور بریښ کولو. خوشاله وه شونډې ئی ځلیدلې. لکه په خوب کې ځنګیدلې روانه وه. قدمونه ئی ګډ وډ و. لکه خماره چې وي. موږ دا ونه زغمله او ټول ورپورته شو، په هغې مو لکه د مار پرش وکړلو. سسسسسسس په جګ ږغ، لکه لیوني، هغه ودریدله او موږ ته يی کتل لکه په خټه کې نښتې. موږ د هغې نه چاپیر شو. او بې واره کنځل ، سپکې او پوچې مو ورته ووئیلې. هغه موږ تللو ته نه پریښودله. زه نه پوهیږم ولی خو موږ هغه ونه وهله. هغه په مینځ کې ولاړه وه. او سر یی کله یو خوا او کله بل خوا اړولو راړولو. او موږ لکه د مارانو د زهرو ګوزارونه کول. د هغې مخ بې رنګه شوې و. د هغې خوشاله سترګې مړې شوې، اننګی وراسته شو او شونډې ئی په ربېدلو شوې. هغې موږ لوټ کړو . هغه زموږ وه. موږ هر څه په هغې قربان کړي وو، موږ شپږ ویشت او هغه یوه. موږ داسې درد نه لرلو چې هغې ته د دغه تیروتنې د سزا په طور ورکړو. موږ د هغې سپکاوې کولو هغه چپه خله ولاړه وه. موږ ته ئی نیغ کتل او بدن ئی رپېدلو. موږ وخاندل، وغوریدلو، بد مو ووئیل نور خلک هم راغلل موږ سره ملګري شو. په موږ کې یو کس تانیا د لستوڼي څخه راکاږله.

ناڅاپه د هغې سترګې لمبه شوې. هغې لاس ويښتو ته پورته کړلو او موږ ته ئی ووئیل. ای ی ی تاسو بدحاله زندانیان……. نیغه په موږ راروانه شوه لکه چې موږ هډو وجود نه لرو. او لکه موږ د هغې د لارې خنډان نه یو. هیڅچا هغه منع نه کړله. هغه زموږ د ګیرې رابهر شوه او چیغه ئی کړله. ای د چائ خیرو ، خنځیرانو. او هغه ولاړله. موږ د انګڼ په مینځ کې پاتې شو. موږ په چپه خله خپلې ګنده ناوجنې تاخانې ته ولاړو، لکه د نور کله په شان. نه بیا زموږ تاخانې ته لمر راغلو او نه بیا تانیا راغله.