کور / هراړخیز / اختر پوهنه

اختر پوهنه

په افغانستان کې کوچنی او لوی اختر په یو لړ شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي او دغو دواړو اخترونو ته په داسې ډول ښه راغلاست ویل کېږي چې یو لړ رنګین دودونه یې به نظر کې نیولي وي. پ دې لیکنه کې به له ګرانو لوستونکو سره پر هغو مراسمو د خپل خیال نیلۍ را و ګرځوو چې د وردګو په سیمه کې یې وګړي پالي او خپل اختر پرې رنګین کوي.

اختر ته د مسافرو راتګ
د بلې هرې افغانې کورنۍ په څېر د وردګو کورنۍ د اختر په را نږدې کېدو سره د خپلو لرې او نږدې مسافرو لارې څارې او مسافر هڅه کوي چې د امکان په صورت کې ځانونه خپلو کورنیو ته و رسوي او د اختر خوشحاله شېبې د خپلو کورنیو له غړو، کلیوالو، دوستانو او خپلوانو سره یو ځای تېرې کړي. د اختر په نږدې کېدو سره د کورنیو ښځې، ماشومانو او حتی لویان نارینه کلي ته ورتلونکې لارې په ځیر سره څاري او د هرې نقلیه وسلې په ورتللو سره یې زړونه باغ باغ کېږي او ټوپونه وهي چې ګوندي د دوی مسافر پکې راغلي وي. که ځینو سیمو ته د موټرو د ورتللو شونتیا نه وي نو کلیوالو د رمضان د میاشتې په وروستیو ورځو کې هغو لارو ته د خپل ځیر دوربین سم کړی وي چې مسافر پرې پلي راځي ګوندې د دوی شېرین مسافر پرې را ښکاره شي.
کلیو ته د خپلو مسافرو ورتګ به له اوسني پیر څخه هغه مهال لا مهم وو چې نقلیه وسایط او موټر به نه وو او وګړو به له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته پلی تګ راتګ کاوه او په هېواد کې له له ثابت سیاسي نظام، امنیت او سولې سره یو ځای د عسکري مکلفیت منظم سیستم موجود وو. د اختر په مناسبت خپلو کورونو ته د مسافرو د ورتګ په اړه یوه مشهوره خبره چې له پخوا څخه زموږ په ټولنه کې خوله په خوله کېږي او دلته یې لیکل مناسب ګڼم لکه چې وايي:
سل روپۍ پور کړه
د اختر شپه په کور کړه

د اختریزو خوږو چمتوالی
اختر ته د وردګو په کورنیو کې په زړه پورې چمتوالی نیول کېږي. که له یوې خوا خپل کورونه، فرشونه او ظرفونه پاکوي نو له بلې خوا هڅه کوي چې داسې ځانګړي او خواږه خواړه پاخه کړي چې په سیمه کې مروج وي لکه بوسراغې، غوړې، غونډارۍ، کېک، کلچې، نینې، روغن ځوښۍ، پیل غوږي یا ګوش پيل او داسې نور. همدارنګه له شیدو څخه اختر ته اېګ دګ، پنیر، رش یا پېروی او داسې نور څیزونه جوړوي څو د اختر په سبا پرې خپل دسترخوان ښایسته کړي او جومات ته یې له چای سره یوسي.

د اختر اعلان
ګرانو لوستونکو ته پته ده چې د روژې میاشت کله ۲۹ او کله ۳۰ ورځې وي نو کله هر وخت چې د رمضان د میاشتې ۲۹ مه روژه تېره شي د وردګو په سیمه کې د ډېرو کلیوالو هیله دا وي چې کاشکي دا میاشت ۲۹ ورځې شي او سبا اختر اعلان شي. له همدې کبله ګڼ شمېر ځوانان په کلیو کې سره غونډېږي او د ماسختن له لمانځه وروسته راډیو ګانو ته غوږ غوږ وي او په غور سره یې اوري. همدارنګه ځوانان او نیمچه ځوانان د کلي له ملا یا هغه شخص سره نږدې کښېني چې په عربي ژبه پوهېږې او د سعودي عربستان راډیو یې نیولې وي چې ګوندې د اختر اعلان وکړي. له دې سره جوخت د کلي ښځینه غړې هم ګوش په اواز او د نارینه وو احوال ته انتظار وي چې آیا سبا ته اختر دی او که نه څو دوی د ماشومانو لاسونه په نکریزو سره کړي او لازم چمتوالی و نیسي؟
که چېرې د رمضان میاشت ۳۰ ورځې راشي نو بیا وګړي د اختر اعلان ته دومره انتظار نه کوي ځکه پوهېږي چې سبا ته له شک او شبهې پرته اختر دی. د دې پر ځای چې خپل وخت د اختر اعلان ته ورکړي، د اختر د ورځې د ډوډۍ لپاره د کورونو په وېشلو او داسې نورو اړوندو چارو خبرې کوي او د اختر د ښه نمانځلو تصمیم نیسي.
د جهاد پر مهال به چې کله اختر شو نو په غرونو کې مېشتو مجاهدینو به له خپلو جهادي مرکزونو څخه د دهشکي او زیګویک اتومات وسلو په هوايي ډزو سره د اختر اعلان کاوه، وګړي به یې د اختر له راتګ څخه خبرول او په دې توګه به یې خپله خوښي له کلیوالو سره شریکوله.

اختریزې جامې
زموږ په ټولنه کې د کوچني اختر د ورځې لومړی فعالیت دا وي چې لویان او واړه، نارینه او ښځینه هڅه کوي د اختر لپاره ځانونه ښه پاک کړي، غسل وکړي او هغه جامې په تن کړي چې د اختر لپاره یې تیارې کړې وي. کېدای شي لویان نارینه او ښځینه د اختر لپاره نوې جامې و نه کړې او خپل پاک کالي واغوندي خو د کورنیو مشران هڅه کوي چې د خپل اقتصادي توان سره سم هرو مرو خپلو ماشومانو ته نوي کالي، بوټان او داسې نور څیزونه واخلي څو د اختر په خوښیو کې له نورو کلیوالو ماشومانو سره یو ځای ګډون وکړي.

د اختر د لومړي سهار چای
د وردګو په سیمه کې د ټولو کلیوالو په ګډون د اختر د سهار چای ډېر مهم دود دی او هغه دا چې غالبا هر کور د خپل کلي جومات ته د سهار داسې چای وړي چې د نور وخت په پرتله زیات خواږه او خوراکي توکي لري. په اختریز چای کې غالبا بوسراغې، غوړې، غونډارۍ، کېک، کلچې، نینې، شیرچای، روغن ځوښۍ، پیل غوږي یا ګوش پيل تور او شین چای موجود وي. همدارنګه هغه شمېر کورنۍ چې غوا، مېږې او وزې و لري نو اېګ دګ، پنیر، تلپ، رش یا پېروی هم د اختر د چای په ترکیب کې شاملوي او جوماتونو ته یې ورسره وړي.
د اختر په لومړي سهارني چای کې باید ټول کلیوال حاضر وي او هغه کسان په دې ورځ هرو مرو د مشرانو په منځګړیتوب پخلا کېږي چې زړونه یې له یو څخه بد او مرور وي.
کله چې ټول کلیوال (نارینه ځوانان، نیمچه ځوانان، ماشومان، سپین ږیري او مشران) په جومات کې را ټول شي نو د جومات ملا امام یو مختصر قرائت او دعا کوي او له هغه وروسته په چای خوړلو پیل کوي.
د کورنیو ښځینه غړې په خپلو کورونو کې ورته دسترخوانونه جوړوي، او د هرې کورنۍ ښځینه غړې هم په یو ځای د اختر چای خوري خو مراسم یې د نارینه وو په څېر رنګین نه وي.
له چای خوړلو او اختر مبارکۍ وروسته وګړي په هغو سیمو کې د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره تابیا نیول کېږي چې هلته د اختر لمونځ کېږي خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د افغانستان په زیاترو کلیوالو سیمو کې د اخترونو لمونځ نه ادا کېږي په داسې حال کې چې هېڅ راز ستونزه یا مخینوی د دې عبادت د اجرا کولو لپاره نشته دی.
په وردګو کې وګړي له یو بل سره په داسې الفاظو اختر مبارکي کوي: (اختر یا عید مو مبارک شه، لمونځونه، روژې، تراوېح او عبادتونه مو قبول او داخل د حاجیانو او غازیانو شی)

اختریزه یا عیدي
باید وویل شي چې د ماشومانو، مشرانو او ښځینه وو اختریزه یا عید توپیر کوي. ماشومان خو داسې مهال د عیدي لپاره له جومات څخه وزي په کورونو ګرځي، خواږه، نینې او وچې میوې په خپلو دسمالونو کې ټولوي چې په جوماتونو کې د چای مراسم لا په بشپړه توګه پای ته نه وي رسېدلې. ماشومان چې ښکلي دسمالونه یې پر غاړو ګنډه کړي وي، د کلي په ټولو کورونو ګرځي او خواږه ترې ټولوي. داسې هم کېدای شي چې ځینې ماشومان د اختریزې مېوې د راټولولو په موخه شراکت سره وکړي او کله یې چې مېوه او خواږه را ټول کړل نو بیا یې تر خپل منځ سره وېشي.
پخوا وختونو کې به په کلیوالي سیمو کې ماشومانو ته د اختریزې ډالۍ په توګه د پیسو د ور کولو سیستم تر ډېره حده وجود نه درلود خو اوس مهال یو شمېر وګړي د ښاري سیمو په څېر ماشومانو ته نغدي ډالۍ یا پیسې هم ور کوي.
د اختر د چای په خوړل کېدو سره هر سړی د دې شونتیا مومي چې له ملګرو سره یو ځای د خپلو خپلوانو، دوستانو، ملګرو او کلیوالو په کورونو را تاو شي، د کورنیو نارینه او ښځینه غړو ته د اختر مبارکي ووایي او د کورنیو له لورې وړاندې شوې مېوه، دسمال، لوجرومله، قلم پوښ یا داسې نور څیزونه تر لاسه کړي او د اختر مبارکۍ ګرځېدونکې ډلې هڅه کوي چې په هر کور کې هرو مرو لاس ټیټ کړي، چای و چښي او یو څه خواږه و خوري. که راغلي مېلمانه څه نه خوري نو د کور د غړو له لوري دا جمله ورته تکرارېږي: (ته لږ وخوره په اختر کې خو ډوډۍ څو ځله خوړل کېږي)

د اختريزې مېلمستیا سیستم
کله چې کوچنی یا لوی اختر را ورسېږي نو د وردګو په کلیوالو سیمو کې یو بل ته د ګډې مېلمستیا او ډوډۍ په زړه پورې سیستم پلی کېږي هغه په داسې توګه چې د کلي کورونه په دریو یا څلورو برخو وېشل کېږي او هر څو کورونه دنده لري چې یو څاښت یا یو وخت ټولو کلیوالو ته ډوډۍ پخه او خپلو کورونو ته یې مېلمانه کړي. د دې ډول ډوډۍ خوراک په دوه ډوله دي:
لومړی دا چې نوموړی رواج په ځینو کلیو کې داسې وي چې کله ټول کلیوال غالبا د جومات په خوا کې سره را غونډ شي نو په مساویانه ډول تقسمېږي او هر هغه کور ته څو کسان ورځي، پخه کړې ډوډۍ خوري، او ځان مړوي چې ډوډۍ یې پخه کړې وي.
دویم دا چې په ځینو کلیو کې د ډوډۍ خوړلو رواج په دې ډول دی چې د کلي را ِغونډ شوي وګړي په څو ډلو سره وېشل کېږي او په کومو کورونو کې ډوډۍ پخه شوې وي نو د کلي ټول وګړي د وړو وړو ډلو په ترکیب کې په نوبت باید هر کور ته ورځي او لږ لږ ډوډۍ ورکره خوري یا په اصطلاح هلته لاس و وهي. خو د دویمې طریقې زیان په دې کې دی چې په دې صورت کې ډېر خواړه ضایع کېږي، یو ډول ګډوډي جوړېږي او د کوربه کورونو غړي مجبورېږي چې هرې پېنډې یا ډلې ته تازه خواړه له دېګونو څخه را و باسي.
د اختریزو مېلمستیاوو په ترکیب کې خواړه د کورنیو په اقتصادي وضعیت پورې اړه لري خو وګړي هڅه کوي چې له عادي ورځو څخه په اختریزو مېلمستیاوو کې ښه خواړه خپلو مېلمنو ته پاخه کړي چې غالبا پلو، شیر برنج، ښورا، پېتي، د غوښې قورمه، د پټاټو قورمه، د و چو مڼو قورمه، کورت، شېدې، مستې، د زردالیو اېشول شوې کښتې، پېروی او داسې نور پکې شامل وي. خو اوس مهال د کلیو رواجونو تر ډېره حده بدلون موندلی او له ښارونو څخه متاثر شوي دي او په اختریزو خوړو کې پر یادو څیزونو سربېره سلاد، تازه مېوه، مربا، د چرګانو کباب، ګازي اوبه (کوک، فانتا، پیپسي، ډیو)، خواږه او داسې نور څیزونه هم مېلمنو ته وړاندې کېږي.

د دوستانو پالل
کله چې د اختر په ورځ د غرمې ډوډۍ و خوړل شي نو زیاتره کلیوال له یو مقدار وچې یا لمدې مېوې سره یو ځای چې اختریزه عیدي ورته ویل کېږي، لرې او نږدې کلیو ته د خپلو دوستانو، خپلوانو، خسرخېلو، ماما خېلو، توړیو، عمه ګانو، خورلڼو، ملګرو او عزیزانو سره د اختر مبارکۍ په موخه د هغوی کورونو ته ورځي او اختر مبارکي ورسره کوي. په مقابل کې اړوند کورونه هم خدای وس دوی ته خواږه (بوسراغې، روغن ځوښۍ، کلچې، کیک، فیل غوږي) او خواړه په مخ کې ږدي او په ډول ډول ډالیو، وچو او لمدو مېوو یې استقبال کوي. که د چا اقتصادي وضعیت ښه وي نو د ډېرو نږدې دوستانو او خپلوانو د کورنۍ ماشومانو او ښځینه غړو ته یو مقدار نغدې پیسې هم د اختریزې ډالۍ په موخه ورکوي چې دا رواج نسبت کلیو ته په ښارونو کې زیات تر سترګو کېږي.

اختریزې مېلې
د وردګو په سیمه کې به پخوا اخترونه په ګڼو ساعت تېریو، لوبو او مېلو سره نمانځل کېدل چې په نارینه کې لوبو کې ډول وهل، اتڼ کول، چارمغز ګټل، هګۍ جنګول، نښه ویشتل، نېزه وهل، آسونه ځغلول، توپ ډنډه، غېږې نیول، تېږه اچول، په ونو کې زانګو اچول او داسې نور یې مهمې ګڼل کېږي. خو په ښځینه لوبو کې زانګو اچول، دریا، اتڼ، سندرې، ګاټي کول او داسې نورې لوبې راځي. نوموړو لوبو به تر څو شپو او ورځو پورې دوام کاوه او د نارینه لوبو ته به د لرې او نږدې کلیو وګړي راتلل او سیل به یې کاوه. له بده مرغه چې د ۱۳۵۷ کال د ثور د کودتا وروسته په افغانستان کې د لویې غمېزې په پيل کېدو سره د اختر رنګین رواجونه تر ډېره حده تت شوي او خپله اصلي بڼه یې له لاسه ورکړې ده. همدارنګه د وخت ناخوالو او پردۍ پالو جنګي ډلو زموږ له وګړو څخه د اختر په شمول د ژوند ډېرې خوښۍ اخیستې دي او زموږ اخترونه زیاتره د اوښکو په بدرګه نمانځل کېږي.

د ناخوالو سیوری
د اختر په مراسمو کې یو شمېر ناخوالې شتون لري چې جدي اصلاح ته اړتیا لري چې زه دلته یوازې د دوو ناخوالو یادونه کوم لومړی دا چې له بده مرغه د افغانستان د نورو سیمو په څېر په وردګو کې هم هغو غم ځپلو کورنیو ته د دعا په موخه خلک ورځي او ځانونه په ورتللو مکلف ګڼي چې د کال په اوږدو او یا اختر ته په لنډ وخت کې یې د کورنۍ غړی وفات شوی وي. دغه راز کورنۍ چې د اختر په ورځ یې غړي د خپل عزیز د نشتوالي له کبله ډېر خفه وي، د دعا په موخه د کلیوالو او دوستانو ورتګ یې خپګان یو په دوه کوي او هر څوک چې متوفی شخص ورته یادوي نو داسې مانا لري لکه تازه یې چې خپل عزیز د لاسه ورکړی او همدا نن یې جنازه وي. هو د اختر مبارکۍ په موخه غم ځپلې کورنۍ ته ورتګ ښه کار دی خو په دې شرط چې د دعا لاسونه پورته نه کړي او د کورنۍ غړو ته د وفات شوی شخص یادونه و نه کړي بلکي په غیر مستقیمه توګه داسې ډاډګیرنه و ښيي چې هېڅ خبره نه ده شوې، مرګ حق دی او دا د ټولو مخه ده. ضروري ده چې د یوې ټولنیزې اصلاح په موخه په دې رواج کې سمون راشي او مثبت بدلون و مومي.
دویم دا چې د اختر په مناسبت زیاتره ښکلاوې او آسانتیاوې چې د ښځو په لاسونو، زیار او تکلیف چمتو کېږي، یوازې د کورنیو د نارینه وو لپاره دي او ښځینه وو ته په دې ښکلاوو او آسانتیاوو کې ډېره کمه ونډه ورکول کېږي یا خو دا چې ښځینه د اختر له ښکلاوو څخه په چورلټه توګه محرومې پاتې کېږي. لازمه خو دا ده چې د یوې ټولنیزې اصلاح په موخه د اختر د لمانځه څخه را نیولي بیا په هر ګام کې د کورنیو د ښځینه وو ونډه په پام کې و نیول شی څو د نارینه وو په څېر د اختر د خوښیو په هره مرحله کې ګام پر ګام ونډه واخلي. کوچنی اختر مو مبارک شه.