کور / تازه خبرونه / تازه خبر : د کندهار د امنيه قوماندان پر کور ځانمرګي بريدونه روان دي

تازه خبر : د کندهار د امنيه قوماندان پر کور ځانمرګي بريدونه روان دي

وسله والو ډله ايزو ځانمرګيو د نن سهار اتو بجو راهيسي د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق پر کور بريدونه پيل کړي.

د کندهار د والي ویاند دواخان مينه پال ددې بريدونو پخلی کوي او زياتوي، چي ځانمرګي بريد کوونکي د قوماندان د مېلمستون سره نژدې د یوې ښوونځۍ ودانۍ ته ختلي او د هم هاغه ځايه ډزي کوي.

دده په وينا، چي په دې سیمه کي یوازي د چارواکو کورونه د کالوني په ډول جوړ سوي دي.

هغه وايي، چي د بريد کوونکو شمېر د څلور او پنځو تر منځ دي، خو امنيتي ځواکونه يې د کابو کولو هڅي پيل کړي

په هم دې مهال د وسله وال طالبانو وياند قاري یوسف احمدي وايي، چي دا بريدونه يې د قوماندان پر کور، مېلمستون او قوماندان جانان پر استوګنځي کړي دي.

هغه زياتوي، چي بريدکوونکي په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او په یوه کامیاب تکتيک سره هلته ننوتلي او جګړه په شدت سره دوام لری.