کور / تازه خبرونه / د سپین بولدک بريدونه د ۱۱ تنو په مرګ ژوبلي پای ته ورسېده

د سپین بولدک بريدونه د ۱۱ تنو په مرګ ژوبلي پای ته ورسېده

د کندهار امنيتی چارواکي وايي، چي د سپين بولدک ولسوالۍ په مرکز کي هغه ډله ایز ځانمرګي بريدونه پای ته رسېدلي، چي نن سهار اته بجې د کندهار د امنیه قوماندان او ځينو نورو سرحدي چارواکو پر کورونو پيل سوي وه.

د رازق فاميلۍ په نوم په یادې سیمي کي نه یوازي د امنیه قوماندان، بلکي د سرحدي پولیسو د کيمسار جانان او نورو چارواکو کورونه دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضيا دورانی وايي، چي وسله وال نن سهار اته بجې هلته د یوې ښوونځي څخه په ګټي اخيستنې ډله ايز بريدونه پيل کړل، چي تر دريو ساعتونو مقاومت وروسته ووژل سول.

دده په وينا، چي د بريد کوونکو شمېر شپږ تنه وو او ټول د سرحدي پولیسو سره په جګړه کي وژل سوي دي.

هغه زياته کړه، چي د نښتي پر مهال یو سرحدي پولیس وژل سوي او یوه کوچني په ګډون درې نور زخميان سوي دی.

ددې بريد مسوليت وسله والو مخالفينو به غاړه اخیستی دی.

ددې ډلي ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چي یاد بريدونه يې د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر کور، مېلمستون او د کميسار جانان پر استوګنځي کړي دي.

هغه زياتوي، چي دغه بريد يې په خورا تکتیک ترسره کړي او توانيدلي، چي په درنو او سپکو وسلو سمبال ملګري په بريالي توګه دغه کالونۍ ته دننه کړي.

دي ادعا کوي، چي د بريد پر مهال يې لسګونه سرتيري وژلي، ژوبلي کړی او هم يې مالي زيانونه ورته اړولي دي.