کور / تازه خبرونه / زابل:د اختر لومړی ورځ په امنیت کي تېره سوه

زابل:د اختر لومړی ورځ په امنیت کي تېره سوه

په زابل کي د نېکمرغه کوچني اختر لومړي ورځ پرته له امنیتي پیښي ولمانځل سوه

په زابل کې دنیکمرغه کوچنی اختر لمونځ چې پکي زرګونو لمونځ کوونکي برخه اخستې وه پرته دکومي امنیتی ستونزي ادا سول دزابل والی محمد اشرف ناصري داختر دلمانځه په مراسیم کې په خپلو خبرو کې ددولت پر وسله والو مخالیفینو ږغ وکړ چې دسولی دپروسې سره یوځاي شی ښاغلی ناصري زیاتوي چې دولت اوسمهال وسله والو مخالفینو ددې زمینه برابره کړې چې دسولی دپروسې سره یوځاي او خپل عادي ژوند ته مخه کړی نوموړي همدا ډول ددینی عالمانو هم وغوښتل چې له دولت سره پدې برخه کې مرستی وکړی دزابل والی دغه راز ددې ولایت له اوسیدونکو وغوښتل چې دامنیتی ځواکونو سره دامنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي

بلخواه دزابل امنیتی چارواکي په مرکز کلات او ولسوالیو کې دنیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت دپراخو امنیتی تدابیرو دنیولو خبر ورکوي دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخی روغ لیونی وایی چې دوي دملی اردو ،ملی امنیت ، ځواکونو سره یوځاي په ښار او ولسوالیو کې سیاري ګزمي لري او په ټول توان سره به دامنیت پیښو مخنیوي وکړي ترڅو عام وکړي نیکمرغه کوچنی اختر په خوشحالی سره ولمانځي

دیادوني وړده چې پدی ولایت کی داختریزو دودونوله مخي مختلیف مراسیم ترسره کیږي اس زغلونه ،اتڼ ،میلې ، په زیارتونوکی دځوانانوراغونډیدل،هګۍ جنګول چې داختر په دریو ورځو کې دوام لري او دغه راز په دریمه ورځ دمرکز کلات او ولسوالیو دځوانانو اوپهلوانانو ترمنځ دغیږ نیونی لوبی هم ترسره کیږي