کور / تازه خبرونه / په جنوبي ولایتونو کي اختر په امنیت کي ولمانځل سوو

په جنوبي ولایتونو کي اختر په امنیت کي ولمانځل سوو

د هېواد په جنوبي حوزه كې هم د نېكمرغه كوچني اختر د عيدگاه مراسم بې له كومې امنيتي پېښې تر سره شول . په دې مراسمو كې ديني علماوو خپله دنده وبلله تر څو په هېواد كې دسولې راوستو په برخه كې لاس په كار شي . وينا والو تېره روژه په هېواد كې دډېرو امنيتي پېښو شاهده وبلله چې زيات شمېر ملكي خلكو خپل ژوند پكښې له لاسه وركړ .

په دې مراسمو كې ديني علماوو په خپلو ويناوو كې پر ټولو ديني علماوو ږغ وكړ چې د سولې او پخلاېنې په راوستو كې خپله دنده تر سره او نور په هېواد كې د ورور وژنې مخنيوى وكړي .

كندهار والي پوهنوا ل ډاكتر توريالي ويسا په خپلو خبرو كې تېره روژه په هېواد كې د امنيتي پېښو ډكه وبلله او ددولت پر ټولو وسله والو مخالفينو يې ږغ وكړ چې نور له جنگ جگړو لاس واخلي او د خبرو له لارې دستونځو لپاره د حل لار ولټوي .

ديادونې وړ ده چې په كندهار كې د كوچني اختر په ورځو كې د ډاډمن امنيت د نيول په موخه له اونيو راپديخوا هلې ځلې روانې وې چې له امله يې دا مراسم بې له كومې امنيتي پېښې تر سره شول