کور / تازه خبرونه / په ماهيپر کي د بيا جوړوني پر ځای د کېندلو کار روان دی

په ماهيپر کي د بيا جوړوني پر ځای د کېندلو کار روان دی


عيني شاهدان ، په ماهيپر كې په پلونو نه ، بلكې د يوۀ معدن په كيندلو كار روان دى.

له څۀ مودې راهيسې د كابل جلال اباد لويه لاره د ترافيكو پر مخ تړلې ده، او لامل يې د ماهيپر په برخه كې د دريو پلونو د سره جوړول ښودل شوي دي او دا كار به درې مياشتي دوام كوي. ډېرى خلك اريان دي چې څرنګه دا پلونه دومره ژر خراب شول او ولې بيا په دې خرابه هوا كې چې ډېره ګرمي لګېدلې ده د پلونو د جوړولو كار پېل شوى دى ، همدا اوس هغه مساپرين چې د [ لته بند ] پر لاره ننګرهار ته ځي له ډېرو كړاوونو سره مخ دي ، همدا لاره زياتره وخت بندېږي ، په لاره كې اوبه نشته ، او د موټرو د اوښتو پېښي هم ډېرې كېږي.

په دې وروسيو ورځو كې يو شمېر لارويان چې د ماهيپر له لاري پر موټرسايكلو باندې راتېر شوي دي وايي چې له پلونو سره د اساسي كار هيڅ نښې نه ليدل كېږي ، او پر ځاى يې د همدې ماهيپر له لارې سره څېرمه پر يوۀ معدن ډېر په بيړه سره كار روان دى ، په دغه سيمه كې پخوا د كار او كيندنو نښې ليدل كېدې ،عيني شاهدان وايي چې پر سړك ډېر سر سري كار روان دى ، او حتٰى پلونه بېخي نړول شوي هم نه دي ، او ټول كار په همدې معدن باندې روان دى ، دا چې دا د څۀ شي معدن دى او څوك كار پرې كوي نه دى څرګند

 له الهام اونيزي څخه په مننه