کور / ترخې خبري / ملي پېوستون،که د محلي آدارو نوی فساد ؟

ملي پېوستون،که د محلي آدارو نوی فساد ؟

د ملي پېوستون پروګرام هغه لویه پروژه ده،چي د افغانستان د حکومت د لوري په دې خاطر په لاره واچول سوه،تر څو د یادي پروژې په تطبیق سره د افغانستان تقریبآ(۵۰۰۰) کلي یا خو د سره ورغول سي او یا بیا ورغول سي،یاده پروژه باید تر دریو کلنو پوري د شپږ سوه زره میلیون ډالرو په ارزښت عملي سي،په خاصه د هغو نهادونو د لوري چي د ډېموکراټیکو لارو په وجود راغلي دي،تر څو ضمینه برابره کړي،هغو نا امنه سیمو ته چي امن پکښي راسي،او یوازي د اول کال مصارف ئې دوه نیوي میلیون ډالره ته ورسېدل.
ملي پېوستون هغه پروګران دی،کوم چي الهام اخلي د هغه پرمختیایي پروګرام څخه، چي په انډونیشیا کي په ۱۹۹۰عیسوي کلنو کي سر ته ورسېد.

د ملي پېوستون شالید:
په دوه زره لومړي کال کښي چي کله قدرت تر لاسه کیږي،ډاکتر اشرف غني د هیواد د بیا ودانولو په مؤخه یو څو مهمي پروژې د هیواد په سطحه تر غور لاندي نیسي،تر څو د خلګو ویسا او باور په حوکومت باندي ټینګ سي؛
چي په هغوی کښي ئې لاندي پروژې دیادولو وړ بولم:
۱: د کار موندني ملي پروژه،ترڅو خلګو ته د کار ضمینه برابره سي.
۲: د صحت او تعلیم بنیادي پروژې،ترڅو خلګو ته د صحت په حصه کښي اسانتیاوي برابري کړای سي،او کوچنیان مکتبونو ته ولاړسي.
۳: د ټرانسپورټ ملي پروګرام،ترڅو افغانستان د مرکزي اسیا،سهېلي اسیا،او د خلیج سره د یوه پول په شکل ونښلوي.
۴: د مخابراتو او مبایل ټیلیفون ملي پروژه،ترڅو عامه پانګوني ته ضمینه برابره کړل سي،
کله چي طالبان د واک څخه ګوښه کړل سول،د افغانستان د هغه وخت انتقالي دورې مشرتابه دا و پتېیل چي د افغانستان زیاتره وګړي په لیري پرتو سیمو کي ژوند کوي،نو په دې اساس باید هغوی ته ده کار ضمینه برابره سي،ترڅو د هیواد په ترقۍ،بیا جوړمنه کښي برخه واخلي،د ملي پېوستون تر عنوان لاندي.

د ملي پېوستون تطبیق:
محلي غیري دولتي ادارو(این،جي،او) د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت سره د یادي مهمي پروژې د تطبیق ټټر وواهه،ترڅو د یادو کلیو او د محلي شوراګانو پر بنسټ ئې مخ ته یو سي،
خو
په ډېر افسوس او خفګان باید وویل سي،چي یاد پروګرام مخکښي د ملګرو ملتونو د یوې معتبري ادارې د لوري مخ ته وړل کیدی،(یو،این،هابیتات).
کله چي د ملګرو ملتونو یاده اداره په ځینو سیمو کښي ونه توانیدل،چي خپل پرسونل ناامنه سیمو ته ولیږدوي،نو ئې یاد پروګرام د محلي این جي او ګانو په مټ د کلیو او پراختیا د وزارت سره په موافقه و این جي اوګانوته وسپاری.
هسي هم په افغانستان کښي د غیري حکومتي ادارو یا (این،جي،او)کارونه اوفعالیتونه تر سوال په دې خاطر لاندي دي چي ډېری محلي ادارې په اختلاس،رشوت،او فساد تورني سوي دي.
زه د یوه افغان په توګه ډیري داسي محلي ادارې پېژنم چي یوازي خپلو جیبونو ته کارکوي،نه ئې د کار درک ترسترګو کیږي،او نه ئې کومه ګټه و کلیوالو خلګو ته رسېدلې ده،
د یاد پروګرام یو اصول دا دی،چي باید محلي شوراګاني جوړي سي،او هغه شوراګاني بیا د خلګو د ستونزو او مشکلاتو په اساس یوه پروژه ډیزاین او و تطبیق ته لاره هواره کړي،خو په ډېر تآسف او خواشیني باید وویل سي،چي په سهېل په خاصه توګه کندهار کي د یاد پروګرام ټولي ورکړل سوي،روپۍ یو څو داړه ماران او شوکماران په خپلو شخصي جېبونو کښي اچوي.
یو ښه مثال ئې د کندهار د آرغنداب،خاکرېز،شاولیکوټ او ځیني نوري ولسوالئ دي،چي نه خلګو ته د کار ضمینه برابره کړېده،او نه ئې د خلګو مشکلات او ستونزي ورته راکمي کړي دي.
محلي آدارې په ښآرونو کښي د خلګو څخه د تذکرو او نورو اړینو اسنادو تر جوړولو وروسته د کلیو او پراختیا وزارت ته داسي څرګندوي،چي هغوی محلي شوراګاني جوړي کړې،او د لیري پرتو خلګو د ستونزو او مشکلاتو د حل اوفصل په مؤخه په ساحه کي کار کوي،حال دا چي هغوی یوازي د هغه کلیو او سیمو د خلګو سره تر مېلمستیا وا ډوډۍ خوړلو وروسته هغوی ته یو څو ډالره ورکوي،او نور نه تا کړي نه ما.
د کندهار حکومتي آدارې هم د یادو ستونزو د منلو ترڅنګ وایي چي یاده پروژه هغومره چي توقع ترې کیده،پر ځای نه ده تطبیق سوې.
کندهار کښي نه یوازي چي محلي آدارې د حکومت و آداري مجلسونو ته نه ورځي،یا نه وربلل کیږي،بلکي د ولایت په سطحه د پلان و ریاست ته خپل جعلي اسناد ور وړي،او داسي انګیرل کیږي،چي یاده پروژه په ښه ډول مخ ته درومي.
زه د یوه افغان په توګه د کندهار پر آداره یوه نیوکه لرم،چي ولي د یادو پروژو د ښه تطبیق او تر خلګو د پروژوي خدماتو په عرصه کښي ځان بې مسؤلیته احساسوي،دوی دي و هغو سیمو ته پلاوي واستوي،په کومو سیمو کښي چي د یادي پروژې پر سر په زرهاؤ ډالر د یوې شخصي ادارې د مسؤل جیب ته لویږي.
محلي غیري حکومتي آدارې په غیري مستقیم یا مستقیم ډول د امنیت د خرابولو مسؤلیت لري،یادي پروژې د خلګو د ستونزو او مشکلاتو د حل او فصل په مؤخه په لاره اچول سوي دي،مګر دا هم باید د یاده ونه غورځول سي،چي د یادو پروژو نا سم تطبیق او اختلاس به نورو ډېرو ستونزو ته لاره هواره کړي.
په یادو پروژو کښي تر ډېره د ولسوالی ولسوالان او د محلي شوراګانو مسؤلین خپله برخه لري،که ئې څوک معلومات غواړي نو مهرباني دي وکړي،دکندهار آرغنداب د ولسوال او د یادي ولسوالی د محلي شورا د مسؤل ټول کارونه دي د یوه لوړ رتبه هیئت په حضور کښي وڅېړل سي.
هغه لږ و ډېر کارونه چي د یاد پروګرام تر عنوان لاندي مخ ته وړل کیږي،تر ډېره د ولسوال په خوښه او د کلي د ملک په خوښه سرته رسول کیږي.
کله چي یوه پروژه د کلي د فاسد ملک او یا د فاسد ولسوال د لوري سرته رسیږي،نو بیا د ملي پېوستون پروګرام د خلګو نه بلکي د ولسوال،ملک او د شورا د مسؤلینو یوه ځانګړې پروژه ده،او فکر کوم چي د یادي پروژې ناسم تطبیق او ناسم انتخاب به یوازي د ملک لالا او ولسوال اکا ستونزي تر یو حده حل کړي،نه د مظلوم،بېچاره او غریب ولس.
آباد اوسې هیواده !!!