کور / سپورټي / د کندهار د فوټبال B منتخبي لوبډله په کابل کي هم وځلېده

د کندهار د فوټبال B منتخبي لوبډله په کابل کي هم وځلېده

يادي لوبډلي د افغانستان له ۱۹ کلن ملي لوبډلي سره نن خپله لوبه ۱ پر ۱ مساوي کړه.
د افغانستان د ملي ټیم او د لوی کندهار قهرمان ښاغلي قاسم جان اتل یو وار بیا د کندهار فوټبال او فوټبالران په مرکز کابل کي وځلوله.

د کندهار منتخبي لوبډلي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کي د افغانستان د دریو ملي ټیمونو سره د فټبال په زړه پوري لوبي تر سره کړې چي اوله لوبه يې د افغانستان د ۱۸ کلن ملي ټیم څخه ۳ – ۲ وګټله، دوهمه لوبه یې د افغانستان د ۱۷ کلن ملي ټیم سره ۲ پر ۲ برابره کړه او نن یې خپله ۳مه لوبه هم د افغانستان د ۱۹ کلن ملي ټیم سره ۱پر ۱ برابره کړه. د یادوني وړ ده چي د لوبو په جریان کي د کندهار B منتخب ټیم لوبغاړو په خپلو ښو اخلاقو او ښایسته فوټبال سره د افغانستان د فوټبال فدراسیون د چارواکو پام ځان ته واړاوه او له دغي منتخبي لوبډلي څخه یې ډېری ځوانان د غوره لوبغاړو په توګه انتخاب کړل چي نومونه او عکسونه به يې ډېر ژر به د همدې پاڼي د لاري خپاره سی.
د کندهار فوټبال فدراسیون او فوټبالران د ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره-سره وتوانېدل چي په ډېر لږ وخت کي د هيواد په کچه یو ځل بیا د کندهار نوم وځلوي.

د کندهار فوټبال فدراسیون مرستيال ظاهرجان لراوبر ته وويل چي په خپلو فوټبالرانو ویاړي او د فوټبال په ډګر کي د افغانستان افتخار ښاغلي قاسم جان اتل د زیار او کوښښونو څخه ډېره مننه کوي چي د کندهار د فوټبال د منتخبي لوبډلي د روزونکي په حیث یې یو ځل بیا د دغه ولایت فوټبال ته نوی ژوند ورکړ.
د کندهار ځوانان په داسي حال کي د سپورټ پر ډګر د پرمختګ ګامونه پورته کوي چي له دې ولايت او ولسواليو څخه يې اوس هم د وژنو او جګړو خبرونه خپرېږي.