کور / تازه خبرونه / د هندوستان حکومت ديو ميليون ډالرو په لګښت په سوېلي ولايت کندهار کې د کرکټ يو لوبغالى جوړوي

د هندوستان حکومت ديو ميليون ډالرو په لګښت په سوېلي ولايت کندهار کې د کرکټ يو لوبغالى جوړوي

د هندوستان حکومت ديو ميليون ډالرو په لګښت په سوېلي ولايت کندهار کې د کرکټ يو لوبغالى جوړوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنیو ته وویل چې له يوې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په کندهار کې د يوه معياري لوبغالي د رغونې په موخه د هندوستان سفارت ته پروپوزل ورکړی و.

هغه زياته کړه، چې له نېکه مرغه دغه پروپوزل د هندوستان سفارت چارواکو له خوا منظور او ډېر ژر به د کندهار په عينو مېنه کې د کرکټ لوبغالي د جوړولو چارې پيل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد ددغه لوبغالي رغنيزو چارو لپاره د هندوستان سفارت له لوري د يو ميليون ډالرو منظورېدل يوه ستره لاسته راوړنه وبلله .

هغه په دې اړه ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول کندهار مېشتو ته مبارکي وويله .

نوموړي همداراز، د هندوستان هېواد او په افغانستان کې د هندوستان سفارت له چارواکو هم مننه وکړه.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې په کابل او ننګرهار ولايتونوکې هم د کرکټ معياري نړيوال لوبغالي جوړ شوي دي.