کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ګرم شه لا ګرم شه…

ګرم شه لا ګرم شه…

د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو مخکښو کانديدانو ښاغلي نړۍ وال مفتکر ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي چي د ځان سره په جنګي جنايتونو تورن کسان ګرځوي او ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله چي د خلکو تليفوني تماسونه ثبتوي، د ښاغلي جلالت مآب جان کېري «بابا» په غوښتنه يې د تقريبا « اتو مليونو» افغانانو شنې ګوتي او جګي پوزي غوڅي پرې کړې.

تر دغه واقعې مي يو پخوانی نکل را په ياد سو:

وایي چي د ثور د انقلاب په لومړيو وختونو کي په کندهار کي يو مکتبي د يو مکتب په برنډه کي د هغه وخت ملي سرود تمرين کاوه، هغه هم په داسي لوړ آواز چي ږغ يې په کوڅه کي هم اورېدل کېدلای سوای…
« ګرم شه لا ګرم شه
ته يې مقدس لمره
اې د آزادۍ لمره
اې د نېمکرغۍ لمره
ګرم شه لا ګرم شه …»
وايي چي په دغه وخت کي د کندهار يو پای لوچه د مکتب په کوڅه کي تېرېدی او د مکتبي ږغ يې واورېدی. وايي چي پای لوچه ته په برېتو کي خندا ورغله او په کوڅه کي ناستو کسانو ته يې مخ واړاوه، ورته ويې خندل او بيا يې د مکتب دېوال ته وکتل لکه مکتبي چي مخاطب کوي، او د کندهار د پای لوچانو په لهجه يې ورته وويل: « ته ودرېږه زويه، دا به لا ګرم سي…»

د پای لوچه اندېښنه رښتيا وختله. د ثور د انقلاب «لمر» ګرم شو لا ګرم شو…، داسي ګرم چي له کبله يې تر نن پوري پر افغانستان سرې لمبې راتاويږي.

کله چي په اشغال سوي هيواد افغانستان کي د اشغالګرو د ګوډاګي جنايت کارانو، اختلاس ګرو، قاتلانو، کابل سوځونکو، د مېرمنو د سينو پرې کونکو، د انسانانو پر سر ميخ ټک وهونکو، سګ بازانو، قمار بازانو، صغير زهيرونکو، ولس وژونکو… او د هغوی د ملګرو تر منځ د « وياړ د ورځي» په نوم د انتخاباتو ډرامه روانه وه او درباري ليکوالانو او شاعرانو ورته قصيدې ليکلې چي ګواکي « اې د ډيموکراسۍ لمره، ګرم شه لا ګرم شه…» فکر کوم چي که د مخکني نکل هغه کندهاری پای لوچه لا ژوندی وي او د وياړ د وړځي « وياړلي پايلي» يې اورېدلي وي، نو يو ځل به يې بيا په برېتو کي خندلي او د «ډيموکراسۍ قصيدو ويونکو» ته به يې ويلي وي چي:
« تاسو ودرېږئ زما زامنو، دا به لا ګرم سي…»

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ