کور / تازه خبرونه / د زابل په شاه جوۍ کې پوځي عملیات شوي

د زابل په شاه جوۍ کې پوځي عملیات شوي

د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په ترځ کې د دولت ۵ تنه وسله وال مخالفین وژل شوی او ۸ تنه نور يې ټبیان شوي
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قوال اوردو ویاند جګړن محمد محسن سلطاني لراوبرته وويل چي د ولسوالۍ په ( شوبار سیمه ) کې دغه عملیات تیره شپه تر سره شوي
دی زیاته وي چي په سیمه کې د بهرنیو توند لارو په مرسته د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیتونو زیات شوی وو
سلطاني وايي چي پدغو پوځي عملیاتو کې د ملي پوځ سرتیرو ته ګني وسلې اومهمات هم لاس ته ورغلي دي
د امنیتي سرچينو باور دادی چي په تیره څه باندي یوه میاشت کې د بهرنیو توند لارو په مرسته د نا امنیو د پېښو زیات والی ، د سیمي د استخباراتي کړیو د فعالیت هغه نوی اړخ دی چي غواړي د افغانستان په بې ثباتۍ کې خپلي وروستۍ هڅي هم تر سره کړي .