کور / هراړخیز / دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي (٤)

دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي (٤)

دالیکنه دهالنډڅخه دیوې خوردپښتونوپه ځواب کي
ښاغلی استاذعبدالغفارجُبیرصاحب!
السلام علیکم !
ستاسوهرلیکنه زه په غورسره دمختلفوویب پاڼوله لاری لولم، کله چې دي لیکنه وځنډیږی نوخفه شم اوحتی که مبالغه ونکړم نوزه ستاسودلیکنومعتاده یم، ستاسوهره لیکنه ښکلې اومعلوماتي ده، ستاسومناظره دیوه عیسایی راهب سره، اواسلام اوساینس، داهغې لیکنې دي چې زماپه شان په زرهاوخویندې یی لولی،اونه هیریرونکي دي، دښځومسایل لکه (حجاب په اسلام اوساینس کي، په حیض کی کوروالی(جماع) په اسلام اوساینس کي،زړه دماغ لري، روژه په اسلام اوساینس کي،عسل په اسلام اوساینس کی اوداسی نور…) دالیکنی موږهره ورځ لولو، دهرې لیکنې شمارراڅخه هیردي.
موږډیري پوښتنی لروچی بایدداسلام اوساینس په رڼاکي ورباندی پوه شو، خوزه اوس ټولې پوښتنی نه درلیږم، یوه پوښتنه درلیږم چې هغه دنوکانو لنډول دی په اسلام اوساینس کي، زمایوه ملګریه فاطمه دخپلونوکانوله کبله په یوه سترګه ړنده شوه، چې زه دفاطمې خورلیکنه هم درلیږم.
دلته په اروپاکي غټ نوکان یوفیش شو، داچی اسلام اوساینس په دې هکله څه وایی، وموږته هیڅ معلومات نشته، نوکان بایدپه څومری وخت کی پریکړل شي؟ دمصنوعی نوکانوحکم په اسلام کی څه دی؟ دښځی اونارینه دنوکانوترمنځ کوم فرق شته؟ غټ نوکان دساینس په رڼاکی څه تاوانونه لری؟ دنوکانوپریکول په غاښونوڅنګه دی؟اوهمداسی نورڅه دنوکانوپه هکله راته روښانه کړی، ډیره مننه به مووي.

زماسترګه څنګه ړنده شوه؟
يه غربي نړۍ کي په ځانګړي ډول سره په ښځوکي دنارینه ؤپه نسبت باندی دنوکانولویول دود دي، دایوفیشن ګرځیدلی دی،ماهم بدبختانه خپل نوکان غټ کړل، که څه هم موراوپلارمي راته ویل چې داکارمه کوه خومابرعکس دحیوانانوپه شان خپل نوکان غټ کړل، زمادنوکانو اندازه تر(2.5) انچه پوری ورسیدل، بیابه زه وفیشن خانوته تلم هلته به می مختلف رنګونه ورکوله، کله طلای رنګ، کله ګلابي رنګ اوکله هم نور… یوه شپه په ازمایښت کی شوم، خوب می لیدی چې پخپل ګران هیواد(افغانستان) کي په یوه شنه دښته کي په یوه لوړه غونډۍ باندی ناسته یم،دکوچیانورمې وینم، داوبوشرنګهاری اورم،ډيره خوښه یم، ناڅاپه یوڅوک راڅرګندشو، زماولورته راروان دی اوپه قهردي،زماټولې خوښې یی راڅخه هیری کړی، کله چې ډیررانژدې شو زه ئی پرمخ په څآپیړه وواهلم، ماکوښښ وکړی چې منډه کړم خوهیڅ نه کیدله، کله چې ده ددوهم ځل لپاره زمادوهلواراده وکړه ماپرمخ باندی لاسونه ونیول، اوچیغه می کړه، په دغه وخت کی له خوبه راپاڅیدم، په چیغه مي موراوخورراویښي شوې،راته یی وویل څه دروشوه؟ فاطمې فاطمې !!! کله چې په هوښ کی شوم سترګې می زیات دردکاوه، ومورته می وویل له سترګی څخه په تکلیف یم، کله چې هغې سترګه وکتل نوسترګه زخمي شوی ده، کله چی می په خوب کی لاسونه پرمخ ونیول نویونوک می په سترګه باندی ننوتی دی،په دې شپه کی زه وروغتون ته یووړل شوم،داوخت دسهار۵ بجې دي، په لومړیوکی ډاکترانوراته ډاډراکی چې سترګه به وژغورل شي، خوکله چې سهارشواوسرطبیب راغی نوراته یی وویل بچیه، داڅه درشوی دی؟ ماورته کیسه وکړل، اومخ مي په ژړاباندی لوندؤ، راته یی وویل بچیه ژاړه مه دابه ښه شي، پر۱۰ بجې دسهارواپریشن تهترته داخله شوم، زه نوره په ځان باندی نه یم خبره شوې، کله چې مازیګرپه هوښ کی شوم مورمی راته وویل چې فاطمې ! سترګه دی دلاسه ورکړه، مانه ؤدرته ویلی چی دانوکان لنډ کړه، خوتاومنل اوسزادی ولیدل، ماورته په ژړاوویل موری!!! بیابه داسی نه کوم، مورمی یوه سخته ښځه ده، راته یی و ویل فاطمې! که دی پرې نه کړل نودابله سترګه به دی هم ړنده شي.
یقیناً دازمادژوندترټولوترخې شیبې دي، یاالله!!! دامي ددې دنیاسزاده اوپه اخرت کی به څه کوم؟!! په هرصورت دهغې سترګې پرځای می مصنوعی سترګه کښینول ، دیدنشته، وبل لورته هغه مینه اولورینه چی په هغه سترګه کي وه اوس ورڅخه محرومه شوم.
(فاطمه- هالنډ)

دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي (۲)
دکلثوم خوردپوښتنواوددې پیښې درالیږلوڅخه وروسته می هوډوکړچې زه بایدددې خوروپوښتنوته ځواب ورکړم، نودلوی خدای جل جلاله په پوره فضل سره مي څیړنه بشپړه کړله، دالیکنه می لومړی وکلثوم خورته ولیږل اواوس مي ددې لیکنې په خپرلوپه نیټ باندی تکل وکړ، کیدای شي دالیکنه ونوروخویندوته هم دعبرت درس شي اوګټه ترې واخلي.
نوکان په احاديثوکي
دحضرت جابررضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې نوکان اووېښتیان دی ښخ کړل شي، ترڅوجادوګرورڅخه استفاده ونکړی.
دنوکانو اووېښتیانو په چټل ځای کي غورځول مکروه دي. [1] حضرت ابوعبدالله الاعزرضی الله عنه فرمایی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم به دجمعې په ورځ باندی خپل برېتونه اونوکان لنډول.
حضرت ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم به دجمعې دلمانځه څخه مخکی بریتونه اونوکان لنډول.
دحضرت ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دجمعې په ورځ دی نوکان پریکړل شي داځکه چي سړی ترراتلونکی جمعې پوری دتکلیفونوڅخه ژغورل کیږي.
دابن عباس رضی الله عنه څخه مرفوع روایت دی چې دجمعې په ورځ باندی نوکان پریکول شفاء ده اوداناروغي لیري کوي.
دیوه صحابي څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چې دزیرناف ویښتیان لیری نکړی، نوکان پرې نکړی اوبریتونه لنډ نکړی هغه زموږڅخه نه دی.
دحضرت جابررضی الله عنه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې نوکان لنډوی! داځکه چې دنوک اوورۍ ترمنځ شیطان ځغلی.[2] یوانسان خپل نوکان باید (په مستقل اومسلسل ډول سره) پرې کړي.[3] دنوکانوپه پرېکولوکي دراسته لوری شروع وکړی.[4] په نوک باندی شی مه ذبح کوی داځکه چې دادحبشیانوچاړه ده.[5] نوکان بايدپه څوورځوکی پريکړل شي؟
په شریعت کی دنوکانوپرېکول دفطرت څخه دي، په اونۍ کي یوځل نوکان پرېکول مستحب دی، په ۱۵ ورځوکي جایزدي اوتر۴۰ ورځوځنډول مکروه دي، دنوکانوزیات پرېښودل دګناه سبب ګرځي له همدې کبله هغه نارینه اوښځې چې نوکان دفیشن لپاره پریږدی دادرست کارنه دي.[6] پرغټونوکانوباندی شيطانان کښيني:
امام غزالی رحمة الله علیه وایی چې تاسی نوکان لنډوی داځکه چې پرغټونوکانوباندی شیطانان کښیني.[7] په غاښونونوکان پريکول دامصيبتونه راولی:
په غاښونوباندی نوکان پرېکول مکروه دي داځکه چې په دې سره درزق تنګي راځي ، مسکینې راځي اوهمدارنګه دپیس دناروغۍ سبب ګرځي.[8] غټ نوکان مکروه دی:
غټ نوکان پرېښودل سخت مکروه دي.[9] مصنوعي نوکان مکروه دي:
مصنوعی نوکان ایښوول اواستعمالول مکروه دي.[10] نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجًُبیر

[1] شمایل کبری ټوک ۱-۲، پاڼه ۳۳۳
لیکوال: مولانامفتی ارشادصاحب القاسمی/ خپرونکی: زمزم پیلشرز
[2] شمایل کبری ټوک ۲، پاڼه ۳۵۸- ۳۷۰
لیکوال: مولانامفتی ارشادصاحب القاسمی/ خپرونکی: زمزم پیلشرز
[3] صحیح مسلم
[4] صحیح مسلم/ بخاری
[5] صحیح مسلم
[6] فتاوای حقانیه ټوک ۲ پاڼه ۴۲۰
لیکوال: شیخ الحدیث حضرت مولاناعبدالحق صاحب/ خپرونکی جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک
[7] احیاء العلوم- ټوک ۲/ پاڼه ۴۱۱
[8] اتحاف – ټوک ۲ پاڼه ۴۱۲
[9] جامع الفتاوی ټوک ۱۰، پاڼه ۳۳۹/ خپرونکی: اداره تالیفات اشرفیه ملتان پاکستان
[10] مفتی احمدممتازصاحب

دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي (۳)

نوک څه شی ته وايی:
دلاسونویاپښودګوتودډیسټال برخې دظهري سطحې په مخ تقرني جلدي پاڼه عبارت دنوک څخه ده.[1] دټول بدن دپوره ساتنی سره سره بایدانسان دخپلووړوانداموخیال هم وساتی لکه دګوتوساتل اودنوکانوساتل، دپښواولاسونوکان بایدپه خپل وخت کی پریکړل شی ترڅوپه ورځنی استعمال کی خپل بدن اویادبل کس بدن زخمي نشي.
نوکان بایدڅه وخت پریکړل شی؟ ددې سوال په ځواب کی بایدوویل شي چې داوکاراووظیفې ته کتل کیږی دبیلګی په ډول سره که یوڅومستري وي نووده ته پکارده چي نوکان ډیرژرژرلنډکړی.
دلاسونونوکان نسبت دپښوترنوکانوژرغټیږی،دلاس دمنځنئ اودګوتمی دګوتي نوکان نسبت ونورنوکانوته ژرغټیږی، په هغه لاس باندی چې کارکیږی دهغه نوکان نسبت وبل لاس ته ژرغټیږی،په اوسط ډول سره هرنوک په ورځ کي (0.1) ملی متره غټیږی، خوپکارداده چې نوکان ژر- ژرپریکړل شي.[2] په هرصورت دامهمه ده چې نوکان بایدپریکړل شی، داځکه چې که نوکان تیره وي نودکورپه کارکي په ټوکراویابل رخت کی بندیږی اوهغه څیری، دبدن سره نښلی اوهغه زخمي کوی، ترنوک لاندی خیره اوجراثیم سره یوځای کیږی چی داپخپله دروغتیالپاره دخطرزنګ دی،اوکه داجراثیم اوخیره ونس ته ولاړشي نودابیاناورین دی، بایداقلاً په هره اونۍ کی نوکان یوځل پریکړل شی. دنوکانودپریکیدیوبله ګټه داده چې نوکان درځ نه کوی، نه ماتیږی اونه هم خپله طبعي ځلاله لاسه ورکوي.له دې سره سره کله چې نوکان ژرژرپریکړل کیږی نوهغه ژرغټیږی هم، چې دادبدن دروغتیالپاره ډی ګټوردي[3] دغټونوکانوتاوانونه په ساينس کي
کله چې نوکان غټ پرېښودل شي ددې نوکانولاندی جراثیم ځای نیسی اودنوکانولاندی برخه دجراثیمولپاره یوه ښه ځاله ده،چې داجراثیم دمحرکې (ټایفایډ)،اسهال(ډایریا)، پیچس اودکولمودمختلفوچنچیانو اونورناوړوناروغیوسبب ګرځي؛کله چې نوکان دبغل، زیرناف، اونوروځایونوسره نښلی همدانوکان بیادبدن دنوروبرخودسکابیز(Scabies) سبب ګرځي، سکابیزیوه جلدي ساري ناروغې ده چې د (Sarcoptes Scabiei) څخه منځته راځي- ددې مایټونوښځینه جنس دپوستکی په تقرني طبقه کي تونلونه منځ ته راوړی اوهلته هګۍ اچوي- داچاره دشدیدخارښت اودخارښت له کبله داګزمادرابرسیره کیدولامل ګرځي.
ټولوهغوښځوچې غټ نوکان یی پرې ایښي دی هغه په خارښت باندی مبتلاشوی دی،داځکه چې غټ نوکان جراثیم له یوه ځای څخه وبل ځای ته انتقالوي، ډاکتران په دې آنددی چې هغه زخم چې نوکان ورسره په تماس کي شی هغه خرابیږی، اویاکله هم دپوستکی دسرطان سبب وګرځي،اوسنی ساینس داهم ثابته کړیده چې غټ نوکان په ګوتوکي وینه کموي، اوګوتې کمزوری کیږی نوکان رنګ اړوی اودنوکانوخپله اصلي ځلاله منځه ځي.
هغه کسان چې په قصابوکي کارکوي، په ذبح خانوکی کارکوی، دکورکارکوي اوداسی نور… اوغټ نوکان ولری نوددوی دچاپیریال، دحیواناتو ټول نه لیدونکی جراثیم دنوکانولاندی ځای نیسی چې کله همداجراثیم وګیډی ته ولاړشی نوهلاکت دی .
بقراط دوه زره (۲۰۰۰) کاله مخکی دامعلومه کړی وه چې دنوکانودکمزوری دزړه اوسږو دناروغیوعلامه ده، کله چې نوکان غټ شي نوددوی اصلی رنګ ګلابي دی اوکله چې غټ شی هغه سپین شی اورنګ یی بدل شي له دې څخه علاوه ډیرې ناروغۍ له نوکانوڅخه معلومیږی، دنوکانوکمزوری داعصابي نظام پرکمزورۍ باندی هم دلالت کوي.
هغه رنګونه چې په اوسنی وخت کي دنوکانولپاره استعمالیږی دادپوستکی لپاره مهلک دی.
هغه څوک چې نوکان په غاښونوباندی پریکوي، دنوکانوټول جراثیم یی ومعدې ته ځی چې داپخپله خپل ځان وهلاکت ته ورکول دي. دداسی سړي به تل معده خرابه، پرنس باندی درد، اودسترګودکمزورۍ ښکاربه وي. [4] نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجًُبیر

[1] بهیج طبي سیند/ پاڼه ۷۰۰
[2] New York Times
[3] Health Day News
[4] Skin Diseases
Global Science
Every Day Health
Women*s Health/Nail
The Dangers of Modern Beauty
Clipping Nails Control Diseases World Health Club/

دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي (۴)

دنوکانوخوړل اوچيچل په ساينس کي:
دنوکانوخوړل اوچیچل ودې ته په طب کي (Onychophagia) ورته وایی، داعادت یوغیراخلاقي عادت دی، داعادت شرموونکی عادت دی،ددې کس نوکان غیرمنظم وي، کله زخمي هم وي، په ښکارکولویی شرمیږی، په لیدلویی ځوریږی، اوداسی څوک تل دخپل بدعادت له کبله په روحي ډول ستړی اوستومانه وي.
ولی يوڅوک نوکان خورئ ياچيچئ؟
ساینس پوهانوپردې باندی ډیرې څیړنې کړیدی، دوی ودې پایلوته رسیدلی دي چې داډول عادت دتشویش، ذهنی فشار، ویرې اوغوسې په وختونوکی ومنځته راځي،اوپه مجموع کی داعادت دلوړذهني فشارله کبله راځي.
څنګه دغاښونوله خوړلواوچيچلوڅخه وژغورل شی؟
۱ – تل کوښښ وکړی چې نوکان مولنډوي، اوژر- ژریی پریکوئ.
۲ – تل خپل لاسونه په یوشی بوخت وساتی، په لیکولواوداسی نور…
۳ – کله چې فارغه شی نو یوشی ضروروخورئ ترڅودنوکانوله خوړلوڅخه وژغورل شي.
۴ – تل دنوکانودخوړلوپرمهال هغه ناروغۍ په ذهن کي راوله چې ورڅخه پیښیږی لکه دمعدې زخم، دکولموسرطان، دکولموچینچیان، محرکه ، پیچس اوداسی نور…
۵ – وخپلی کورنۍ اویاملګروته ووایاست چې دنوکانودخوړلواوچیچلوپرمهال هرڅه درپه یاد کړی.

نوکان ستاسوناروغې درته وایی
نوکان دپروتینواوکراتینوڅخه جوړشوی دی،نوله همدې کبله دنوکانورنګ، شکل اواندازه پریوشی باندی دلالت کوي ، دبیلګې په ډول سره:
۱ – ډيرخام اوپیکه رنګه نوک، چې اندازه ئې بدلیدونکې وي اوپه عمومي ډول سره ګردې نوکان وي، داموږته داوایی چې داکس دوینې په کمښت (Anemia) باندی بوخت دی.
۲ – ژړرنګه نوک، بدلیدونکی اومات مات وی، دادچڼاسوعفونت (Fungal Infection) دي.
۳ – شین رنګه نوک،چې په اندازه کوچنی وي، شکل ئې بدلیدونکی وي، دسږوعفونت (Lung Infection) دی.
۴ – لږخام/پیکه رنګه نوک،یامات وی اویائې درځونه کړی وي، شکل ئې مقعري وي، داپه بدن کي دمرغړو/جاغورعفونت (Thyroid Infection) دی.
۵ – نیم سپین اونیم ګلابي رنګه نوک،شکل ئې تغیرکوونکی وي،داپه بدن کي دپښتورګودناروغیو(Kidney Diseases) سمبول دی.
۶ – ګلابي رنګه نوک،چې درځونه ونلری،اومات- مات نه وي په روغ بدن باندی دلالت کوي.[1] دامريکا يومرکزدنوکانوپه هکله داسی لارښوونه کوي:
دامريکادناروغيودمخنيوی اوکنترول مرکز
( U.S. Centers for Disease Control and Prevention)
داسی وايی:
۱- تل په مقررډول سره نوکان پریکړی.
۲ – کله چې خپل لاسونه پریولی نودنوکانولپاره دنوکانونرم برس استعمال کړی.
۳ – له سامانوسره چې نوکان موورسره په تماس کی شوی وي هغه تراستعمال مخکی پریولی.
۴ – خپل نوک مه خوری اومه یی چیچی.
۵ – نوکان تل په (ناخن ګیر) پری کړی ، بلکي په غاښونویی مه پریکوی.[2] پای.
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر
جمعه، آگسټ‏،08،2014
‏‏ ‏

[1] Monthly V- Shine International/ May 2014
[2] U.S. Centers for Disease Control and Prevention

نوربیا…