کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې خبرتيا

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې خبرتيا








دنوي افغانستان د جوړېدو د ٢٦٠مي کاليزې نړيوال جشن



 




  د روان کال د اکتوبر پر ١٩ (د ١٣٨٦ ل . د تـلې پر ٢٧ )  دجمعې د ورځــــې د مازيـــــــګر پـــــه څلورو بجو د کولن ښار څنګ ته د هورت پــــه ښارګوټي کې د افغانستان د کلتــوري ودې ټولنې په همت د نوي او معاصر افغانستان د جوړېدو د ٢٦٠ کاليزې په وياړ نړيوال جشن جوړېږي .
په دغه غونډه کې له افغانستان او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه يو زيات شمېر مؤرخين ، ليکوال او څېړونکي ګډون کوي . په جشني برخه کې به د هېواد يو شمېر هنرمندان برخه واخلي او په مستو ملي اتڼونو به بدرګه شي .
د دې جشن علمي برخه  د نومياليو افغان مؤرخينو ياد ته ځانګړې شوې ده او په نظر کې ده چې د دغو مـؤرخينو په هکله علمي ويناوې او مقالې واورولې شي :
ارواښاد فيض محمد کاتب هزاره، ارواښاد استاد احمد علي کهزاد ، ارواښاد مير غلام محمد غبار ، ارواښاد استاد عبدالحی حبيبي ، ارواښاد بهادرشاه ظفر کاکاخېل او يو شمېر نور .
څرنګه چې په دې جشن کې د افغانستان نوميالی مؤرخ پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ هم ګډون لري نو په دغه درنده غونډه کې به هغه هم وينا واوروي . په سبا يې (د اکتوبر ٢٠ ) د استاد کاکړ په هکله يوه ځانکړې غونډه هم په نظر کې نيول شوې ده او د افغان مؤرخينو په کتار کې به د هغه پر وياړلي مقام ويناوې واورول شي او هغه به د مينه والو پوښتنو ته ځوابونه ووايي .
په دې غونډه کې پر پرانيستونکو ويناوو سربېره  دغه پوهان  ويناوې او مقالې اوروي :
ـــ   سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار
ـــ   پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ
ـــ  کانديد اکاديميسين محمد اعظم سيستاني
ـــ   ښاغلی محمد اسحاق نګارګر
ـــ   ښاغلی حبيب الله رفيع
ـــ   ښاغلی محمد معصوم هوتک
ـــ   پوهنوال رسول باوري
ـــ   ډاکټر وقارعلي شاه کاکاخېل

او شمېر نور .
 ټولو دوستانو او د افغانستان د تاريخ او ملي ارزښتونومينه والو ته بلنه ورکول کېږي چې په دې جشن کې ګډون وکړي .
هغو دوستانو ته چې پوستي پتو يې بدلون موندلی او يا يې له ټولنې سره پتې نشته ، بلنليکونه  نه دي استول شوي . په دې توګه موږ هغوی ته د ګډون بلنه ورکوو.


پته :
Event Palast
Max – Planck Str. 9a
50354  Hürth  bei  Köln
Tel. : 02233 – 717980
Mobil: 0173 – 24 3535 0
www.eventpalast.com


يادونه :
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د دغه وياړلي مناسبت لپاره دغه (١٣) ټوکه مهم آثار خپاره کړل او په دې توګه يې د خپلو خپرو شويو آثارو شمېره ((سلو)) ته ورسوله :
ـــ   د هډې اخوندزاده ــ ملا نجم الدين (رح) ، سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار
ـــ   تتمه البيان فی تاريخ الافغان ، سيد جمال الدين افغان ، ژباړن : محمد رفيق حبيبي
ـــ   موزيم پوهنه او په افغانستان کې د موزيمونو د بهير لوړې ژورې ، پوهنوال رسول باوري
ـــ   د پرازيتولوژۍ اساسات ،  ډاکټر محمد صابر
ـــ   ايمل خان مومند ـــ  د خيبر اتل ، د مقالو ټولګه
ـــ   بابر او پښتانه ، عبدالرحيم بختانی
ـــ   د کندهار يادښتونه ( په دوو ټوکو کې) ، علامه استاد رشاد
ـــ   په لويديز کې سياسي چارې ، پيټر جويس ، ژباړن : احمد زبير ژمن
ـــ   د ژوندۍ نړۍ تکامل ، پوهندوی نسيم ګل توتاخېل
ـــ   ان لاين ژورناليزم  ،  ايمل پسرلی
ـــ خاطرې او د يوې لنډې دورې تاريخ . محمود طرزي ، ژباړن : پوهاند محمد حسن کاکړ
ـــ   ډيورنډ  ـــ  د واحد ملت د بېلتون کرښه ،  د مقالو ټولګه