کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۴۲ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۴۲ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴۴ تنه ټپيان دي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه راغلي خبرپاڼې كې ویل سوی دی چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، ننګرهار، پروان، پکتيکا، کندوز، زابل، ميدان وردګ او لوګر ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسو ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.