کور / تازه خبرونه / سریلانکا له افغانستان سره د خپلو همکاریو دوام ته ژمنه ده

سریلانکا له افغانستان سره د خپلو همکاریو دوام ته ژمنه ده

د افغانستان لپاره د سریلانکا لومړني سفیر ښاغلي ( پرساد کاریاواسام ) جمهوررئیس حامدکرزي ته د خپل باورلیک له وړاندې کولو وروسته رسنیو ته په یوه رسمي پیغام کې وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دی.

د افغانستان لپاره د سریلانکا سفیر وویل چې په تیرو کلونو کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ په بیلابیلو برخوکې اړیکې خورا نیږدې وې او دغه دوه اړخیزې نیږدې او دوستانه اړیکې او همکارۍ د ناپیلتوب د غورځنګ او د سارک سازمان د ارزښتونو او اصولو په رڼا کې رامنځته شوې دي. موږ به په ګډه سره کار وکړو چې دغه اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.

د سریلانکا سفیر، جمهوررئیس کرزي ته وویل: د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې سریلانکا ته ستاسو د سفر به ترڅ کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاري کوم موافقه لیکونه لاسلیک شوي دي، سریلانکا یې عملي کولو ته ژمنه ده.

ښاغلي ( پرساد کاریاواسام ) د افغانستان حالاتو ته د اشارې په ترڅ کې جمهوررئیس کرزي ته وویل، په داسې حال کې چې افغانستان له یوه تاریخي حساس پړاو څخه تیریږي، سریلانکا د ګڼ شمېر ستونزو او ننګونو د حل په لاره کې ستاسو غوره سیاسي خرد او پیاوړې اراده ستایي.

ده، زیاته کړه: غواړم دلته د ستر فیلسوف جورج برناردشاو یوه خبره رانقل کړم، هغه وایي:(( غوره والی په شتو، قدرت او یا موقف کې نه بلکې، په حسن نیت، انسانیت او خلکو ته په خدمت کولوکې نغښتی دی.)) زه په دې باوریم چې تاسو دغه ټولې ځانګړنې لریء.