کور / هراړخیز / اوس به څه چل کیږي ؟

اوس به څه چل کیږي ؟

په افغانستان کی دولسمشرۍ ټاکنوپروسي تر۴ میاشتو زیات وخت ونیوی ،اوس هم نه ده څرګنده چه پايلی به څه وخت اعلانیږی . دانتخاباتوپروسي بي الکل بل رنګ اخیستي دی .پښتوکي یومتل دی وایی واده دالله داد پکښي غورځي مولاداد ،ګټونکي هک پک حیران ناست خوبایلونکۍ داسی پورته پورته غورځي ته به وایی چه اصلي ګټونکي همدی دی ، یاره سپین سترګی اوبي حیایی هم حد اواندازه لری ،پښتوکي بل متل دي وایی چا په کلي کی نه پریښود ده ویل چه زما اس دملک کره وتړی . اوس نوراسه ګز پرکښیږده . مغلوب کاندید داسي ډرامه پیل کړي ده چه هیڅ عقل اومنطق یی نه مني. دټاکنو لپاره داساسي قانون احکام ډیرواضح دي چه ګټونکی کاندید به دولسمشر په حیث خپله کابینه جوړوی اوهغه به ولسي جرګي ته معرفي کوی چه داعتماد رایه ترلاسه کړي . اوبایلونکی کاندید به پرخپله لارځي اودده لپاره د اساسي قانون په رڼا کی په نوی حکومت کي هیڅ ځای نه سته پاته سوه دملي وحدت حکومت هغه مخکی له مخکي دښاغلي اشرف غني لخوا چه کامیاب کاندید دی عملي اومدنظرنیول سوی دی ، لومړی مرستیال جنرال دوستم چه په خټه ازبک دی ، دوهم مرستیال هم دهزاره وروڼو څخه دی ، ښاغلی احمدضیا مسعود داشرف غني ملاتړی دی چه هغه ته به ددریم مرستییالۍ پوست دلویی جرګی لخوا داساسي قانون دتعدیل نه وروسته ورکول کیږی اویابه ترهغه وخته چه لویه جرګه رابلل کیږي یوبل وزارت چه ممکن ارشدوزیر وی ورکول سي . خو اوس دافغانستان تاکنو ګرسره یوبل شکل اخیستی دی ، چه بیخي هغه دخلکو خبره پټاکۍ یی راڅخه ورکي کړی دي .
نامرده عبدالله دنابلل سوی میلمه په شان دکورنغری داسي راګډود کړ چه نه یی اساسي قانون ته وکتل نه يي دتاکنو دکمیسیون واصولو اومقرراتو ته وکتل بس دواړی پښی یی په یوه موزه کی اچولی اوپه حکومت کی دشمالي تلوالی لپاره ځای اوجایګیرغواړي ، داپه کوم حق ؟ زوی مړی ټاکني دي بایلودي نواوس ستا لپاره په حکومت کي ځای نه سته دملي وحدت حکومت خوجوړدی اونوربه هم پراخ سي چه بښتون ،هزاره ازبک ،تاجک ،ترکمن ،اونور ملیتونه ځانونه پکښي ووینی ،خودابی الکل ناجایزه اوغیر اصولي خبره ده چه ملي وحدت به ستا اوتاغوندی متعصبوانسانانو سره چه په تیروحکومتو کي یی ملي ضد کارنامي ترسره کړی جوړیږي ، دانو ته په زورګوتي وهی اودامریکا په زورنازیږي ، امریکا سخته اشتباه کوی اوخپلي دي اشتباه ته به هرومرومتوجه سي .
ددیموکراسۍ هیڅ یواصل داسي نه وایی چه ته په حکومت باندی په زور قبضه ولګوه ،دامځکه نه ده چه قبضه سي ، دادیومملکت عالي ترین اولوړترین نهاددی چه دمملکت دفرد فرد لپاره کاروکړي اودمملکت ځمکنۍ بشپړتیا اوملي حاکمیت وساتي .
داچه ستاسو دواړوکاندیدانو لخوا موافقه سویده داسي مفهوم لري چه تاسو دملت ورایی ته هیڅ اهمیت نه ورکوی چه په دي کی امریکا هم شریکه ده . دابه یوایتیلافي حکومت وي حتی ایتلافي حکومت هم داسی نه وي ،ځکه چه ایتلافي حکومت په داسی یونظام کي لکه افغانستان اواوسني حالت کي هیڅ ځای نلری ایتلافي حکومتونه په پارلماني نظام کي وي . دابه یوتنظیمي اوناکامه حکومت وی چه هره ورځ به په خپلو مخالفتونو مصروف وی .
موږ دیرپریشانه یو چه دا ۱۳ کاله چه دقانونمندي لپاره هلي ځلي ترسره سوی وه پایله یی داسوه چه هرڅه په اوبو لاهوسوه ، زما ښه به یاددي چه اساسي قانون په څه مشکلاتو اوستونزوسره دلویی جرګي لخوا تسوید اوتدوین سو . اوس افغانستان په ډیرنازک حالت کي قرارلری اودډیروسختو پړاونو څخه تیریږی . دلوی خدای ددربارڅخه داهیله لروچه داسخت حالت په خیر تیرسي اوګران افغانستان دهمیشه په شان دیوموټي هیواد په ډول ددي حالت څخه کامیابه راووزی .