کور / هراړخیز / اسوریان او په اموي او عباسي دورو کې د هغوي ونډه

اسوریان او په اموي او عباسي دورو کې د هغوي ونډه

لمړی د اسوریانو لنډه پیژندنه
اسوریان د بین النهرین (د دجلې او فرات تر مینځ) سیمې اصلي بومي وګړي دي چي له ډیرو لرغونو زمانو څخه را پدیخوا په دغه سیمه کې میشت او په اسوري یا اوسنې آرامې، چي له ډیرو لرغونو ژبو څخه ده، خبرې او لیکل کوي. نن اسوري وګړي د عراق په شمال، د ترکیې په جنوب ختیز، د سوریې په شمال ختیز، او د ایران په شمال لودیزو سیمو کې ژوند کوي. اسوریان په اصل او نسب د سام د سترې څانګې غړي دي چي عربان، عبريان او حبشيان هم دغه سترې څانګې ته منسوب دي. د اسوریانو اکثریت عیسوي مذهبه او د ختیزې کلیسا پیروان دي ، او یو شمیر یې د کوم دین پیروان ندي.
اسوریان د عراق په روانو شخړو کې د داعش (اسلامي حکومت) تر سخت ګواښ لاندې دي تر څو له دغو دوو لارو یعنې اسلام قبلول یا جزیه ورکولو څخه یو غوره کړي، کنه وبه وژل شې. زه نه غواړم د شریعت له نظره د داعش په دغه دریځ بحث وکړم، ځکه دداسي بحثونو او پریکړو حق یوازي او یوازي د اسلامي معتبرو مراجعو کار دي. زما ددغه لیکنې اصلې موخه دا ده تر څو ددغه ټبر په تاریخ، په اسلامي دورو کې د دوي ونډ او دغه شان د اسلامي فتوحاتو له پیل څخه چې د حضرت عمر فاروق د خلافت په وخت کې پیل شوي بیا د اموي او عباسي واکمنو تر مهاله، ددوي سره د لمړیو مسلمانانو د چلند په هکله رڼا واچوم.
په بین النهرین کې د اسوري امپراطورۍ را مینځته کیدل
په بین النهرین کي، لمړی، د میلاد څخه لږ ترلږه ۳۵۰۰، کاله مخکې سومریانو(سومریان اصلاٌ د افریقا څخه دغه سیمې ته راغلې) خپله واکمنې را مینځته کړه او سامي توکمه چې ددغې سیمې اصلې بومي وګړو وو، د سومریانو تر تسلط لاندې په سیمه کي ژوند کوو. چي بیا د میلاد څخه ۲۴ پیړۍ مخکې، اکدیانو پر سومري توکمه بری وموند او ستر سرګن چي اکدې توکمه وو، د نړۍ د لمړی امپراطور په حیث واک تر لاسه کړ.
له میلاد څخه ۲۱ پیړۍ مخکې د اکدیانو امپراطوري هم ړنګه او پر دو برخو یعني اسوري او بابل وویشل شوه، چی بابل امپراطوري د غیري بومي وګړو لخوا اداره کیده، او اسوري امپراطوری د میلاد څخه ۲۱ او ۲۰ پیړۍ مخکې پراختیا ومونده او د وړوکي آسیا (اوسنې ترکیه) یی هم تر خپل واک لاندې راوسته.
له ۶۰۸ څخه تر ۵۳۹ مخزیږد، اسوري امپراطوري ړنګه او بیا له ۵۳۸ مخزیږد څخه تر اوومي میلادې پیړۍ یعني تر اسلامي فتوحاتو پورې د اسوریانو سیمي دبیلا بیلو وکمنو لکه هخامنشیانو، مقدونیانو، سلوکیانو، اشکانیانو، رومیانو، ساسانیانو او پارتیانو تر کنترول لاندې راغلې چې پر همدغه مهال یی عیسوي دین ومنو. اسوریان پر دغه موده کې او بیا تر ننه پورې خپل کلتور او ژبه، چي د یو ولس هویت دی، ساتلي دي.
اسوریان تر اسلامي فتوحاتو وروسته
په اوومه میلادې پیړۍ، د راشیده خلیفه ګانو پر مهال، اسوري سیمې د مسلمانانو فاتحینو پر لاس فتحه او اسور د یو مستقیل ولایت په توګه منحل شو. ولۍ اسوریانو ته د مسلمانو فاتحینو لخوا، دغسي د اموي او عباسي واکمنیو پر مهال پوره کلتوري او مذهبي آزادي ورکړل شوې وو، او هیڅکه اړ نشول تر څو په زور او جبر اسلام ومني او یا هم خپل ژبه او کلتور پریږدي . مسلمانو فاتحینو اسوریان وهڅول تر څو ددغه سیمې دحاصلخیزو ځمکو دکرچارې او همدارنګه د هغه مهال مروجه فنونه، کسبونه او نور مروجه کارونه سمبال کړي تر څو د مالیي ورکولو له لیارې د اسلامي دولت او پوځ لګښتونه برابر کړي. اسلامي فاتحینو هغه اسوري وګړو ته چې و یې نه غوښتل، د خلافت په سیمو کي پاتې شې، اجازه ورکړه، تر څو د ټولو شتنیو سره په پوره آزادې د روم امپراطورې او یا هم هغو سیمو ته چي دوي غوښتي وي، کډه شی. اکثریت تاریخ پوهان، هغه نیوکه چي مسلمانانو په یو لاس کې قرآن کریم او په بل کې توره او د فتحه شوو سیمو له غیر مسلمان وګړو یی غوښتي وو، چي له دغه دوو څخه یو و مني، په کلکه ردوي.
د یادونې وړه ده، چې د چنګیزي او تیموري یرغلونه پر مهال ددغي سیمي اکثریت اسوري وګړي ووژل شول دغسي دغه سیمې ته د عربو، کردو، ایرانيانو او همدارنګه د ترکي توکمه وګړو بهیدل، اسوریان ګوښه او په تدریجي ډول یې په لږکي توکمیز او مذهبي ډلې بدل کړل.
د لمړی نړیوالې جګړې پر مهال، اسوریان د روسانو او انګریزانو ملاتړ وکړ او دغه دواړو سترو هیوادونو اسوریانو ته د جلا هیواد د جوړلو وعده کړي وو. اسوریانو په ځینو جګړو کې یو څه بریاووی هم ترلاسه کړي، خو کله چي روسان د جنګ څخه په شا شول، اسوریان په محاصره کي راغلل او بالاخره د ناکامې سره مخامخ شول او د جلا هیواد خوب یې عملي نشو.
په پای کې د اوسنې ترکیې میشت اسوري وګړي مجبورل کړل شول چی د ترکیې څخه نورو هیوادونو ته او همدا شان د سوريې شمال ختیزو او د عراق شمالي سیمو ته ګډه شی.
په عراق او سوریه کي د بعث ګوند د واک په لمړيو کي اسورې توکمه تر ډیر ټینګ فشار لاندې را وستل شول تر څو د اسوري نومونو پر ځاې عربي نومونه غوره کړي، او غیر عربي نومونه منعه اعلان شول او دغسی یې اسورې توکمه لږکي به حیث و نه پیژندل. د یادولو وړ ده چي بعث ګوند په عربې نشنلیزم ولاړ ګوند وو او غوښتل یې چې په عربي نړۍ کې د عثماني خلافت په ځاي یو ستر عربي هیواد را مینځته کړي.
په اموي دوره کې د اسوریانو ونډه
کله چي اسلامي فاتحینو د عمر بن خطاب په وخت کي د دمشق په ګډون ټول بین النهرین او شام سیمې فتحه کړې، اسوري توکمه سرجون چی د رومیانو د واکمني پر مهال د دمشق د مالي چارو تنظیموونکی وو، پر خپله مخکنې دنده پریښود. یعنی د شام د سیمو د مالیاتو د تنظیم او راټولو مسوولیت یی همدته وسپارو. کله چی امیر معاویه د خلافت واګی په لاس کي واخیست، نو سرجون د ټول خلافت د مالی چارو د وزیر په حیث و ټاکل شو، همدارنګه نوموړی د اسلامي لښکر د لګښتونو د برابرولو او معاشاتو د تادیه کولو دنده هم په غاړه لرله. د سرجون زوي المنصور ابن سرجون د یزید بن معاویه او مروان بن حکم د واکمنیو په موده کې دغه مسوولیت ته دوام ورکړ، چي بیا وروسته د عبدالملک بن مروان په زمانه کي د لوی خزاندار په حیث وټاکل شو. المنصور بن سرجون د عبدالملک بن مروان په وخت کي دغه دنده خپل زوی ته پریښوده او خپله یې یو لویه کلیسا جوړه او دهغه پادري (مذهبي مشر) شو. د المنصور زوي د راتلوونکو اموي خلیفه ګانو پر مهال د خلافت د لوی وزیر په حیث دنده تر سره کړي دي.
اموي خلیفه عبدالملک بن مروان هڅه وکړه تر څو د اسوریانو پر ځای، عربان په دندو وګماري، ولي موفق نشو، ځکه چي هغه مهال عربان د مالیاتو د تنظیم او برابرولو په چارو بلد نه وو. د یاده ونې وړ ده، چي دا اوس هم د خلیج عربې هیوادونو زیاتره تخصصي چارې د بهرنیانو له لورې تنظیمیږې.
په عباسي دوره کې د اسوریانو ونډه
د اموي واکمنۍ د ړنګیدو څخه وروسته، عباسیان واک ته ورسیدل او ابو العباس سفاح یې د لمړې خلیفه او خالد بن برمک د خلیفه د وزیر په په حیث وټاکل. عباسي خلیفه په دمشق کي د ړنګ شوي اموي حکومت د طرفدارو له ویرې، و نه غوښتل د خلافت مرکز په دمشق کي پاتې شې، او د څه وخت لپاره د اوسني عراق په انبار کي پاتې شول. چی بیا وروسته دوهم عباسي خلیفه المنصور د خپل برمکي وزیر خالد بن برمک په مشوره په کال ۷۶۲ کي د خلافت مرکز لپاره بغداد خوښ کړ. المنصور خلیفه امر وکړ چي بغداد داسي ښکلې ښار جوړ شي چي په ټوله اسلامي نړۍ کې یې ساری نه وي.
په کال ۷۶۵ کي المنصور خلیفه د معدې د اختلال له امله ډیر سخت ناروغ شو او وزیر یې ور ته مشوره ورکړه تر څو د جندي شاپور څخه اسوري طبیب، جرجیس ابن بختیشوع، چي په هغه زمان کي د جندي شاپور د طبي اکادمي او روغتون مشر وو، را وغواړي تر څو د خلیفه تداوي وکړي. د یاد وني وړ ده چي جندي شاپور د بغداد په خوا کې د اسوري عیسویانو پروت ښارګوټي وو، چي هلته اسوري پوهانو د یونانې طبي علومو یوه ستره اکادمي او روغتون جوړ کړي وو. جرجیس ابن بختیشوع د عباسي خلیفه د تداوي څخه وروسته، د خلیفه پام او اعتماد ځان ته جلب او په عباسي دربار کې د خلیفه د ځانګړې طبیب په حیث پاتي شو. د راتلوونکو عباسي خلیفه ګانو ځانګړي طبیبان هم ددغه کورنۍ څخه وو.
د عباسې خلافت برمکي وزیرانو، په خاص ډول د هارون الرشید د مهال وزیر جعفر ابن برمک د یوناني ژبې څخه و عربي ته د علومو په ژباړه او ددغه علومو په مروجولو کي بي حده علاقه او دلچسپي درلوده. برمکیان چي اصلاْ د اوسني بلخ اصلي اوسیدونکي وو، د خرسان د مروې څخه بغداد ته راغلي وو. دغه کورنې په مروه کي د استوګنې پر مهال د یوناني علومو څخه اغیزمن شوي او ددغو علومو ډیر سخت پلویان وو. د یادونې وړ ده چی هارون الرشید هم د مروې په مدارسو کې زده کړې تر سره کړې وې.
کله چي د جندي شاپور څخه د بختیشوع کورنۍ طبیب دوهم جبرییل د خلیفه د ځانګړي طبیب په حیث بغداد ته راغي، نوموړي د یوناني طبی آثارو په ژباړلو او مروجولو کي د پام وړ خدمتونه تر سره کړل. د مروې او جندي شاپور څخه راغلو پوهانو په بغداد کی د یوناني علومو طبې اکادمي تاسیس کړه او دغه پوهان د طبي خدمتونو تر څنګ د یوناني طبي علومو په ژباړولو او مروجولو کي مشغول وو.
برمکي وزیر جعفر بن برمک عباسي خلیفه هارون الرشید وهڅوو تر څو د یوناني طبي آثارو تر څنګ نور علوم لکه ریاضیات، فلسفه، علم نجوم، منطق، فزیک، هندسه او داسي نور هم وژباړل شي. د برمکي وزیر وړاندیز د خلیفه لخوا ومنل شو او د خلیفه په دستور د دوه عمده مرکزونو څخه یعنې د مروې او جندي شاپور د سیمو د یوناني علومو پوهان وګمارل شول تر څو بیلا بیل یوناني علوم و ژباړي.
عباسي خلیفه، هارون الرشید یو شمیر پوهان و ګمارل تر څو د رومي امپراطوري د کنترول لاندې سیمو ته سفر وکړي او هلته یوناني خطې نسخې و پیرې او بغداد ته یی د ژباړلو لپاره راوړې.
څرنګه چي په پیل کي د دغو علومو لپاره په عربي کي مناسب اصطلاحات او پوهاوی موجود نه وو، نو د یوناني علومو ژباړل لمړي سریاني او بیا وروسته عربي ته تر سره شول.
د عباسي خلافت ځینې مهم ژباړونکي
• ابو محمد ابن ابو موقفا د زړې پارسي څخه د کلیله او دمنه (دغه کتاب لمړی د هندې ژبې څخه پارسې ته د بودايانو لخوا ژباړل شوی وو)، خدای نامه، او پارسې سلاطینو د ژوند تاریخ عربي ته وژباړل.
• یوحنا ابن بطریق، اسوري د سیرلاسرار کتاب تالیف کړي.
• عبدلمسیح ابن ابو لا – اسوري د افلاطون فلسفې کتاب و ژباړه چي په ختیز کي د ارسطو الاهیات کتاب په نامه مشهور شو.
• ابو یحیا البطریق یو بل اسوري توکمه چی د بطلیموس د فلسفې او علم نجوم (ستوري پیژندنې) کتاب یې ژباړلي دی.
• دوهم جبرئیل د جندې شاپور اسوري مشهورې کورنۍ بختیشوع چی یوناني طبي علوم یې ژباړلې او مروج کړې دی.
• ابو زکریا یحيی بن ماسویه سوري طبیب وو، چي د سترګو د ناروغیو د علاج کتاب یې تالیف کړ.
• یو بل ډیر نومیالي ژباړونکي حنین ابن اسحاق اسوري وو، چي د عباسي دورې اکثره عرب ژباړونکي د همدي لخوا روزل شوي دي. د یاد ولو وړ ده چي د هغه مهال دسکندرې طبي علومو اکادمې د زده کړې مکمل نصاب د همدغه اسوري عالم لخوا را مینځته شوي دی.
• قسطا بن لوقا البعلبكي یو بل اسوري عیسوي وو، چی ډیرې ژباړې لکه لرغوني یوناني ریاضیات، علم نجوم، د اقلیدس اصول، هران میخانیک، د ارسطو فزیک او څو نور آثارو یې ژباړلې دي.
• ابو بشر متا ابن یونس القنائ د ارسطو شعرونه ترجمه کړي دي.
• ابو زکریا یحیی ابن عدي النطقي طبي علوم، منطق او داسی نور ژباړلي دي.
په لمړيو کۍ، مسلمانو عالمانو د قران کریم، حدیثو، فقه او صرف او نحوي علومو ته ډیره زیاته توجه اړولې وو. او د غیر دیني زده کړو سره لکه طب، فلسفه، ریاضي، منطق او نورو سره یی علاقه کم وه، لیکن، بیا وروسته مسلمانو پوهانو هم د دغه علومو زده کړي او ژباړي ته مخه کړه، چی ددغو عالمانو له ډلې څخه یو هم عبدالله محمد ابن الخوارزمي ریاضی پوه دی. الخوارزمي په خپلو تالیفاتو کي د یوناني ریاضیاتو څخه علاوه د هندي ریاضیاتو څخه هم ګټه اخستې ده.
یو بل مسلمان عرب ریاضې پوه الحجاج ابن یوسف ابن مطر وو، چی د روم تر کنترول لاندې سیمو ته یې ډیر زيات سفرونه تر سره کړل او د ریاضي خطي نسخې، د اقلیدس اصول(۱۳ ټوکه ) یې عربي ته وژباړل او هارون الرشید ته یی تقدیم کړل. او د بطلیموس المجسطي یې د مامون الرشید په وخت کي عربي ته ترجمه، چي بیا وروسته قسطا ابن لوقا د ابن یوسف ژباړه اصلاح کړه.
مامون الرشید (په لمړیو کي معتزله وو)، چي مور یې د افغانستان د بادغیس ولایت څخه وو، د دیني آزادي زښته شدید پلوې وو او د نوموړي په زمانه کي د مختلفو ادیانو (اسلام، عیسویت، یهودیت، مجوسي او نورو) او مذاهبو (سني، شیعه، معتزله، خوارجو او نورو) پلویانو په آزاده توګه د مباحثو او مناظرو له لاري د یو بل سره بحثونو او مناظرې کولې او خپل نظریات یې په آزاد ډول څرګندول.
د پای ټکې
باید روښانه کړو چي، د عباسي دورې په پیل کي، یونانې آثار د اسوري عیسویانو لخوا چي په هغه مهال په یونانې، پارسې او اسورې ژبو بلد او د وخت په مروجه علومو لکه فلسفه، ریاضیاتو، هندسه، علم نجوم، منطق، الاهیات او نورو باندي پوهیدل، لمړی سریانې او بیا عربې ته و ژباړل. اسوریانو ددغو علومو په ژباړلو او مروجولو کې د پام وړ نه هیریدونکي خدمتونه ترسره کړي دي. ددغو یوناني علومو او د هغه مهال نورو علومو د ژباړې او پراختیا له برکته اسلامي تمدن د عباسي واکمنې پر مهال په یو بیساري پرمختللي نړیوال تمدن بدل شو. ددغو علومو ژباړل او خپرول چي د عباسي دربار برمکي وزیرانو په هڅو او د اسوري وګړو په زیار ترسره شول یو لوي انساني خدمت بللې شو. د عباسی خلافت لخوا ددغه سترې علمې پانګې ژباړل او پراختیا د عباسي خلافت له سترو بشري کارنامو او د هغوي ستر میراث بلل کیږي. د یاده ونې وړ ده چي، غربي مستشرقینو دغه په زړه پوري لویه علمي پانګه، د صلیبې جګړو څخه وروسته، له عربې څخه اروپا یې ژبو ته و ژباړه، چي له امله یې په اروپا کي لوی ټولنیز، صنعتي، او اقتصادي بدلونونه را مینځته کړل او اروپا یې په نړیوال ځواک بدله کړه.
له بده مرغه، اسلامي امت د ځینو لاملونو له وجهې، لکه چنګیزي او صلیبې یرغلونه او همدا راز د اسلامي دولت د ساتلو اوپايښت بمنظور د مناسبو میکانیزمونو نشتون، کورنې ستونزې او قومي تعصبونه، و نه شوای کولای چي له فرصتونو څخه سمه ګټه واخلي، او په پای کي د نړۍ له ځواکمن دریځ څخه په زښته کمزوي او نا توانه قوت بدل شول. په پایله کې اسلامي ټولنو خپل اصیل ارزښتونه چې په زغم ولاړ وو له لاسه ورکړل او په اسلامي سیمو کې ثبات ګواښوونکي افراطي خوځښتونه را و ټوکیدل چې د عمران او آبادې پرځای په ویجاړې کې زښته زیات مهارت لري او له شر او فساد څخه یې اسلامي ولسونه کړیږي.
په درنښت