کور / هراړخیز / داڅوک دي، چي زموږ تاريخ لوټي؟؟

داڅوک دي، چي زموږ تاريخ لوټي؟؟

څوک پر زاړه ښار قبالې جوړوي، څوک د لوى احمد شاه د وختونو مسجد په مارکېټونو بدلوي، څوک پر دولتي او غيري دولتي مځکو خيټي اچوي، هديري قبضه کوي او څوک بيا د خرقې شريفي زړې دروازې په نويو(!) دروازو بدلوي او بالاخره داسي څه کوي، چي غواړي په دې ډول زموږ تېرو تاريخونوته اور و اچوي.
تاريخي ابدات د هغه ملت د پېژندني لويي نخښي دي او که خداى مه کړه دانخښي له منځه ولاړې، نو څه فکر کوى، چي هغه ملت به له خپل تير تاريخ او برم څخه قصدا نه ليري کيږي؟
څو ځله ليدل سوي دي، چي د يوې ناحيې په ليري پرته کوڅه کي کوم څوک خپل کور له سره رغوي، نو د ښاروالۍ کسان څو څو ځله ورته راځي ترهغو يې د کار سامانونه وړي، چي يو جوړ جاړي ته نه وي سره رسيدلي.
همدارنګه که چيري کوم څوک خپل زوړ شخصي ملکيت نړوي، نو د ملکيت مالک اړ دى، چي د اطلاعاتو فرهنګ د تاريخي ابداتو له مديريت سره خبره شريکه کړي، ځکه کيداى سي، چي دغه نړېدونکى ځاى خپله تاريخي ارزښت ولري او يا يې هم په دېوالونو او شاوخوا سيمو کي تاريخي اثار موجود وي.
اوس پوښتنه داده، چي د کندهار ښار په زړه کي د امپراتور لوى احمد شاه بابا د وختونو جوړ سوى مسجد( ملاشال اخوند مسجد) او شاوخوا سيمه د مارکېټ جوړولو په پلمه نړول کېده، ولي په دې وخت کي د ښاروالۍ مسؤلانو او هم د اطلاعاتو فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو امريت حال پلن اچولى و؟
له دې څخه معلوميږي، چي تر کاسې لاندي نيم کاسه سته، دا چي څه خبره ده ولس سم ځواب غواړي.
تر ټولو د حيرانتيا خبره لا داده، چي دا پيښه په داسي حال کي رسوا سوه، چي د همدغه لوى شنهشاه د زوکړي ٣٠٠مه کليزه په هرات کي لمانځل کيږي، په هرات کي د افغانستان او سيمي په کچه د تاريخ، ادب او نورو څانګو استادان راټول سوي دي، ددغه ستر انسان د ژوند پر بېلا بيلوبرخو د سيمينار په ترڅ کي اوږدې مقالې لولي، تاريخي سندونه وړاندي کوي او پر ادبي هلو ځلو يې بحثونه کيږي.
له دې څخه له ورايه ښکاري ، چي په دې موضوع کي يو لاس نه بلکي څو لاسونه دي او دا لاسونه تصادفي نه دي بلکي په قصدي ډول دې پلو ته رااوږده سوي دي.
دغه لاسونه ترهغو لاسونو زيات خطرناک دي، چي کتابتونه او موزيمونه يې ترچورولو وروسته سوځول ، دا لاسونه ترهغو لاسونو ډېر تاواني دي، چي همدااوس زموږ په هيواد کي د ناامنيو اور ته لمن وهي.
ولس وايي، دغه کرغېړن لاسونه هيڅ د بخښني وړ نه دي.
دالاسونه او خلک يوازي زموږ دښمنان نه دي، بلکي زموږ د تاريخ او زموږ د ملي وياړونو له منځه وړونکي دي.
دغه دښمنان بايد له ملي ولولو ډک سوکان وخوري، ترڅو د بل په ډوډۍ لړلي غاښونه يې پر مځکه راکوټه سي.
د خداى لپاره ! د پرله پسې انقلابونو په دې روانو ناخوالو کي تراوسه دغه ملي تاريخي ابدات سالم پاته وو، ليکن اوس يوشمير خيرن لاسونه په شعوري ډول ورته راغزېدلي دي.
که چيري دغه لاسونه پر وخت ونه نيول سي، نو راتلونکى نسل به د يوشمير چارواکو ترڅنګ پر موږ هم بد ووايي، ځکه دا سي تاريخي سيمي نه د دولت دي او نه د کوم چا د پلار پاته سوى ميرات دى، چي هرڅه يې زړه غواړي هغه کوي، بلکي تاريخي ابدات د ولس داسي شتمنۍ دي،چي د دوى تېر، اوسنى او راتلونکى هويت ورسره تړلى دى.
په دې هيله، چي نورمو په تاريخ داسي لوبي ونه سي او په دې اړه يوځل بيا د ريښتنو چارواکو ريښتنې پاملرنه غواړو.