کور / خبرتیا او پيغامونه / د ٩٥ کليزي په اړه د کندهار والي…..

د ٩٥ کليزي په اړه د کندهار والي…..

د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥يمي کليزي په مناسبت د کندهار والي د مبارکۍ پيغام
کندهار، افغانستان- په ډېر احترام او خوشحالۍ سره د کندهار ولايت د ټولو ملکي او نظامي ادارو د مسوولينو او منسوبينو، علماء کرامو، سپين ږيرو او د کندهار د ټول ولس په استازيتوب تاسو جلالتمآب ولسمشر حامد کرزي ته د هيواد د خپلواکۍ د ٩٥ يمي کليزي د رارسېدو مبارکي وايم.
ورسره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې درنو رئيسانو او غړو او ستاسي تر مدبرانه لارښووني لاندي د کابينې ټولو اعضاوو، قاضي القضات، لوى څارنوال او د ټولو نظامي او ملکي ادارو منسوبينو ته هم خپل د مبارکۍ مراتب وړاندي کوم.
د همدې پرتميني ورځي په وياړ د هيواد ټولو هغو غازيانو او شهيدانو روح ته دوعا کوم چي د هيواد د خپلواکۍ او آزادۍ د ترلاسه کولو لپاره يې خپل ځانونه قرباني کړي دي.
د کندهار ولايت اداره او ولس به ستاسي تر مدبرانه او حليمانه مشرۍ لاندي لکه څنګه چي يې ٩٥ کاله پخوا د وخت زبر ځواک ته ماته ورکړې وه اوس هم د خپل وطن د خپلواکۍ، سوکالۍ او پرمختګ لپاره په پوره ډول هوډمن او هر ډول سرښندني ته تيار دي او د وطن غليمانو او توطيه ګر دښمن ته به هيڅکله دا مجال ورنه کړي چي زموږ سپېڅلي خاوري ته په بدو سترګو وګوري