کور / خبرتیا او پيغامونه / د ٩٥ کليزي په اړه د وردګو والي…..

د ٩٥ کليزي په اړه د وردګو والي…..

د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې په اړه د ميدان وردګو د والي پیغام.

د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې له امله د ګران هېواد مجاهد،مسلمان،غیرتي او قهرمان ملت او په ځانګړي ډول د هغه شهیدانو کورنیو او وارثینو ته چې د هېواد د خپلواکۍ په ګټلو کې د خپل خواږه وجود غوښې قرباني او وینې تویې کړي دي،د زړه له کومې د دغه نه هېریدونکي ورځې په اړه مبارکي وایم .

په رښتیا سره د څو لسیزو جګړو له امله افغانانو په ځاني برخه کې ستر زیانونه ګاللي،اولادونه یې یتیمان شوي،میرمنې کونډې شوي،کورونه یې ویجاړ شوي،مهاجرت ته اړ شوي او دغه غیرتي ملت وګړي پردو ته په لاس نیولو اړ شوي دي .

خو له نن څخه پوره پنځه نوي کاله وړاندې وړاندې د هېواد ستر شخصیت غازي امان الله د دغه خوار ملت په ملتیا سره وکولای شول،چې انګریزان له خپل هېواد څخه وباسي.

تردې وړاندې افغانانو له انګریزانو سره لومړۍ جګړه په اتلس سوه نهه دېرشم،دویمه جګړه په اتلس سوه اتیایم او دریمه په نولس سوه نولسم کال کې ترسره کړې او بالاخره د الله تعاله په نصرت سره د نولس سوه اته نویم زیږدیز کال کې د زمري په اته ویشتمه نیټه په دې بریالي شول،چې انګریزان د افغانانو سره د خپلواکۍ د معاهدې به لاسلیک کولو سره له دغه هېواد څخه وشړي .

زه د سپیڅلې رب دربار ته لاسونه پورته کوم او د دغه خوار او زوریدلې ملت لپاره ترې تل پاتې سوله او بشپړ خپلواکۍ غوښتنه کوم او له تاسې هم هیله لرم،چې په دغه غوښتنه کې راسره هم امین ووایي .

یو ځل بیا تاسې ټولو درنو ته د خپلواکۍ د پنځه نویمې کلیزې د ورځې د رارسیدو له امله مبارکي وایم او هیله لرم،چې به دغه هېواد کې د تل پاتې سوکالۍ او امن راتلو په موخه له خپل اسلامي حکومت سره اوږه په اوږه همکار ووسئ