کور / تازه خبرونه / هلمند: د سنګین د جګړې له امله دوه زره تنه وژل سوي دي

هلمند: د سنګین د جګړې له امله دوه زره تنه وژل سوي دي

په هلمندکي دسنګین دجګړې له پیله تردې مهاله دوه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه معلومات دهلمند والي ددې ولایت له امنیتي مسئولینو سره ددوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبري ناسته کي خبریالانو ته ورکړل او ویې وویل ، چي افغان امنیتي ځواکونو په کلک مقاومت سره ددولت وسلوال مخالفین له ماتي سره مخ کړي دي .هغه همدارنګه وویل طالبان بیا هم پلان لري ، چي نور دغه ډول بريدونه ترسره کړي ، خو دوی چمتووالی ورته لري اوله وړاندي به دهغوی پر پټنځایونو عملیات تر سره کړي.په دغه خبري ناسته کي دهلمند والي تورن حنرال محمد نیعم وویل دسنګین دجګړې له پيل څخه ، چې بیا نورو ولسوالیو ته هم وغځېده تر ۴۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل سوي او ۵۰۰ تنه ټپيان سوي دي او دغه راز ۲۷۰ تنه افغان امنیتي سرتیري شهيدان سوي او ۱۹۰ تنه ټپيان دي.والي وویل پر همدې مهال ۲۳۰ تنه ملکي وګړي شهيدان سوي او ۴۰۸ تنه ټپيان دي، خو نوموړي زیاته کړه ، چې اوس ددولت وسله وال مخالفین دسنګین له ډېرو سیمو تښتېدلي دي.دده په وينا دهمدي ولسوالۍ په ګډون په ګڼو نورو ولسوالیو کي هم ددوی دمعلوماتو له مخي وسله وال طالبان پلانونه جوړوي او غواړي بیا بریدونه پیل کړې.والي زیاته چې په دې ولایت کې دشمییر له مخي پوره افغان امنیتي ځواکونه شتون لري، تجهیزات او همغږي هم سته، خو بیا هم یو لړ ستونزي شته چې ډیري یې دهوايې ځواک نشتوالی دی چې دجګړي پرمهال ټپيان او مړي پروخت نه لیږدول کیږي او دجنګي مهمات هم پر وخت نه شي رسیدلی..په همدي خبري ناسته کې ددې ولایت امنیتي مسئولین وویل وړاندي تر دې چې وسله وال طالبان بریدونه پیل کړي دوی به دهغوی په
پټنځایونو دټولو ځواکونو په همغږۍ عملیات تر سره کړي، خو دوی دهلمند والي څخه هم غوښتنه وکړه چې دامنیتي ځواکونو دهلو ځلو سر بیره دامنیت دټینګښت لپاره ښه حکموالي هم اړینه ده چې باید جوړه سي.دامنیتي مسئولینو په وینا چې اوس په هلمند کې جګړه ختمه شوي او یوازي ستونزه دماینونو دي چې ټول ځواکونه یې په همغږۍ په شنډولو بوخت دي او دغه راز دوی وویل چې، په دې ولایت کې دجګړي مشري ملي اردو ته ورکړل سوي او دهغوی امکاناتو څخه به پولیسو او نور امنیتي ځواکونه هم ګټه پورته کوي.دیادولو ده دهلمند په سنګین ولسوالۍ کې دوه میاشتي وړاندي جګړه پیل سوه چې بهرنیان طالبان هم پکې شامل دي.