کور / هراړخیز / امر المومنين ملا محمد عمر مجاهد او د دولت مخالفينو ته سرخلاصى ليک!

امر المومنين ملا محمد عمر مجاهد او د دولت مخالفينو ته سرخلاصى ليک!

له هرڅه نه مخکي مي سلامونه نيکي هيلي او ښې پېرزويني و منى!

ښاغلو يوازي په دې پوه يم چي مسلمان يم پنځه وخته لمونځ کوم په کال کي يوه مياشت روژه نيسم او ټول هغه امورات چي د اسلام په چوکاټ کي دي او فرض عين دي په هغو مي ځان پوه کړى دى په هغو کي مي يوه خبره همېش په ذهن کي راګرځي چي حب الوطني من الايمان(د وطن مينه د ايمان يوه برخه ده) زه ده دى پر ځاى چي ستاسو پر مبارزه بحث وکړم سيده د خپلي مبارزې او فرض په اړه ستاسو څخه يو خيرات غواړم او د يوه عاجزه افغان او مسلمان ورور په څېر مو مخ ته لمن غوړوم هيله ده چي ماته امان راکړى او خبره مي را رد نه کړى ځکه زما غوښتنه مطلق اسلامي ،شرعي او وطني ده.
زما د کلمې ورونو موږ له تيرو ديرلسو کالو راهيسي د هيواد په تر ټولو ځپل سو سيمو لوى کندهار ، مشرقي او د هيواد ځيني نوري جنګي سيمو کي زده کړي په ټپه درېدلي دي،موږ ستاسو څخه ستاسو د خپل نامه مجاهد،طالب ،ملا او مولى د مقدسو نومونو په روى هيله کوو چي موږ ته اجازه راکړى چي خپلي مدرسي او ښوونځى فعاله کړو موږ نه دولتي مقامات يو نه بهرنيان يو او نه هم پردي څوک موږ هغه ملت يو چي لسګونه کاله کيږي چي د يو څو ناولو سياسيونو د دسيسو ښکار يو پرېږدى چي موږ له مورثي اسلام څخه دا نوى نسل خلاص کړو او يو عقيدوي نسل رامنځ ته کړو،موږ ته د اسلام دا خبره زرهاوه واره را ياديږي چي زده کړه پر هر مسلمان او مسلماني فرض ده دا چي هره زده کړه يي ياده کړې ده د هغه تفسير به يې د علماو څخه واخلو خو زموږ نارينه او ښځي اوس په هيڅ زده کړه نه دي سمبال نو تاسو د خپلي مبارزي په روى موږ نو د تيارو کندو ته مه ور ټېل وهى!
ښاغلې امير المومنينه ستا څخه مي يوه جدي هيله دا ده چي موږ او تاسو د يوې کلمې ورونه يو ستا به ياد وي چي ستاسو په مبارزه کي د لوى کندهار ولس د شمال پر هره ونه او هر طاق يو کندارۍ نازک ځوان درسره شهيد کړ نن همهغه کندهار د اور او وينو پر ټغر ناست دى ايا دا ځواني او کنداريتوب بولې چي خپل لاس په خپله پرې کوي يا خپله ملا خپله ماتوي دا کندهار دى زر به يې ورمړه کي مګر بيرته به يو وخت ستا په درد خوري ستا تر شاه به ولاړ وي د هغه کندهار دى چي د وخت هر جابر او ظالم چي فناه ورته راوړې ده دوى يي سر تېټى منلى دى او هغه يې د مرګ تر ورځي ساتلى دى ،نو تاته لمن غواړم چي موږ پرېږده چي خپل نوي نسل ته د اسلام او ژوند کولو زده کړه ورکړو موږ به هيڅکله کوښښ نه کوو چي خپل نوى نسل پر بده لار روان کړو موږ به يې د هيواد له يوې بلي سيمي وردګو څخه زده کړو چي همدغه مبارزه پکښي روانه ده مګر ښوونځى په بشپړه ارامه فضا کي درس لولي موږ به د ښوونځى نوم هم وربدل کړو مدرسه به يې ياده کړو کرکولم به يې هم په ګډه جوړو کړو خو موږ به نا اميده کوي نه موږ د هغو شهيدانو بچيان يو چي ستا سره يې لسګونه کاله مبارزه کړې ده موږ د هغه سياست قرباني يو چي ګټه يې بل وړي او مبارزه يې موږ کو تا به له دې خبر کړم چي په تېر ديرلس کاله کي د هيواد په هر ګوټ کي سلګونه زره ځوانان په زده کړو سمبال سوي دي مګر تاسو موږ هم هغسي بې سواده و ساتلو که خداى مه کړه سبا موږ همداسي بي سواده پاته سو نو يوازي يوه لاره پاته ده هغه دا چي د نورو په کورو کي به مزدوري کو او فکر نه کوم چي ته دي په دې رازي وي چي د احمدشاه بابا او ميرويس خان نيکه لمسيان دي د بچي سقاو او يا هم مغولو په کورو کي مزدوران وي نو زموږ ملا به ته تړې ځکه موږ همېشه ستا ملا تړلې ده موږ ملت يو دا هيواد زموږ دى موږ ستا څخه غوښتنه کړې ده او ته يو مشر او امير يې موږ ستا څخه عدل غواړو موږ ستا څخه هيله کوو چي موږ پرېږده چي خپلي ښوونځى پرانيزو موږ پرېږده چي خپله وروستۍ ساه د دي هيواد د بچيانو په روزنه کي و کارو ستا مبارزه خپله مبارزه ده زموږ مبارزه خپله ،مګر موږ پرېږده چي ستا د مبارزې لپاره د خلګو اذهان پرانيز چي تاسو څه واياست او څه غواړى بيا به ته ګورې چي دا ولس به خپله د تل په څېر له خپله عقله کار اخلي او پردو پر ځاى به خپل انتخابوي راځه ته موږ ته د دې اجازه راکړه چي خپله ښوونځيو پرانيزو او ګوره زه پردى نه يم او دا دي بايد ياد وي چي خپل که دي مړ کي لمر ته دي نه غورځوي نو د دې هيواد پر راتلونکي نسل رحم وکړى او موږ پرېږدى چي دوى و روزو او د سبا لپاره يې د دې هيواد په هر ډګر کي د مبارزي لپاره وړاندي کړو

په ډېر درنښت
ستاسو يو کشر ورور
محمود مرهون