کور / سياسي / عمران خان غواړۍ چې عمران خان اوسې که پاکستانې ګل مرجان؟

عمران خان غواړۍ چې عمران خان اوسې که پاکستانې ګل مرجان؟

وایې چې؛ خپله ژبه هم کلأ ده هم بلأ.

د پاکستان میلونونو وګړۍ په خپلو ذخمونو د پټې لګولو هیله یواځې د عمران خان په بریأ کې وینې.

خو په ګاوڼ کې افغانان عمران خان د هغه د زهرجنو خبرو تریخوالې لا تر اوسه ندي هیر کړي او هغه تش د پاکستانې ګل مرجان په نوم پیژنې او بس!

که څه هم د عمران خان تګلاره د بیوزلو پاکستانیانو لپاره به تر یوه حده خوږ زیری وی. هغه به د فساد پر وړاندی په کلکه مبارزه وکړي، او د حکومت داری یوه ښه بڼه به د لومړی ځل لپاره خپلو هیوادوالو ته وړاندی کړي.

همدارنګه، عمران خان د موډرنه سیاستوالو څخه دي چې څه موده ئې په غرب کې تیره کړي، او د سیاست لېدلورې ئې د غربې هیوادنو کاپې ده. پدي مانا چې، د هغه سیاست پر اقتصاد را څرخې. او تر ډیره کچه به په خپل سیاست کې د ګاوڼدیانو سره د خپلې ګټې په خاطر د نرمې نه کار اخلې.

د عمراخان واکمن کیدلو په صورت کې به د پاکستان او افغانستان روابط هم ښه شی، او د پاکستانی حکومت سره به تر ډیره حده د افغانستان دولت د سم پوهاوی فضأ رامنځ ته شې. د افغانستان حالاتو ته په کتلو سره کیدالې شي د ډیورڼډ لانجمن بحث هم د وخت حکومتونو لخوا تر غور لاندی ونیول شی.

په خټه پښتون عمران خان به د پاکستان قبائلې سېمو ته چې لا تر اوسه د دنیا له هر نعمت نه محروم پاتې شوي تر ډیره حده پاملرنه وکړي، او د سېمې پښتانو او بلوچانو ته به د تعلیم ښه زمینه برابره کړي. د سېمي پاکستانې طالبان چې د ټاکنو پر مهال هم د عمران خان په پلو وو، د جرګو او مرکو له لارې روغې، جوړي ته ټټر ووهې، کوم کار چې لاتر اوسه د هیواد یوه نظام هم ونکړلې شو.

د بلوڅو بېلتون پاله ډله هم د عمران خان په ژبه پوهیږي، او کیدلاې شي چې په یوه تغر سره کینې؟

د افغان مهاجرو راتلونکې هم د هغو ګنګو بحثونو څخه دی چې لاتر اوسه ئې په اړه دواړو حکومتونو تودی خبری ندی کړی. همداشان د پاکستان حکومتې لاسوهنو مخنیوی د افغانستان په چارو کې به د یوه غوځې پالیسی په ډول تر سره شې.

د هند او پاکستان شخړه چې د هند په پرتله د پاکستان په زیان ده هم تر اوږدی مودی پوری ګنګه او یا هم شاته پریښودل شې.

عمران خان که د پورتنې مثبتو ټکو عملې کول غواړي او د خپل حکومت بریأ غواړي نو د خپل هیواد نه دي ډیر احترام افغانستان ته ولرۍ. ځکه د پاکستان امن، ثبات، سیاسې او اقتصادي پرمختګ د یوه با امنه افغانستان پوري تړلې دي.

اوس پاکستانې ګل مرجان که غواړي چې بیرته عمران خان شې نو باید د بريأ په صورت کې او یا د بریا تر مخه دي د افغانانو څخه د خپلو زهرجنو خبرو بښنه وغواړي. تر څو د دواړو دولتونو تر منځ شخړو ته نوره لمن ونه وهل شې. که چیری هغه دا کار ونکړې، نو افغانان به د خپل دولت نه د هغه پر راتګ کابل ته د بندیز لګولو جدي غوښتنه وکړي!