کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد پيلوټ ظاهر شاه امين جنازه سبا ۹:۳۰ کابل ته رسېږي

د ارواښاد پيلوټ ظاهر شاه امين جنازه سبا ۹:۳۰ کابل ته رسېږي

د غازي محمد امين خان زوی، د پوهاند رسول امين، احمدشاه امين او ممتاز امين ورور ارواښاد پيلوټ ظاهر شاه امين، چې په جرمني کې په حق رسيدلی جنازه اخستل کيږي.
د جنازې لمونځ د سه شنبې په ورځ د اګسټ مياشتې په ۲۶ مه نېټه، د مونشن ګلادباخ د افغانانو په جومات «هجرت» کې په ۱۱ بجو ادا کيږي.
وروسته د ارواښاد جنازه د اگست پر ٢٧مه سهار ۹:۳۰ بجې کابل هوايي ډګر ته رسېږي چي هلته به تر ځانګړو مراسمو وروسته د کونړ ولايت ته وړل کيږي او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل کيږي.

روح دې ښاد وي
په المان کي د جومات پته:
Am gerstacker 161
412830 Mönchengladbach

د فاتحې په اړه مالومات وروسته خپرېږي.