کور / هراړخیز / ګران ولسمشره الله (ج) دي مل سه !

ګران ولسمشره الله (ج) دي مل سه !

…او بالاخره دادئ هغه ورځ راورسېده، چي د افغانستان د ډېرو بدو ورځو
ولسمشر حامد کرزی هغه دروند مسولیت چي د بون غونډۍ ورسپارلی و او بیا دوه
ځلي ولس د رایو په نتیجه کي بیرته همدئ ددې ملي لوی امانت لپاره غوره
بللئ و، بل نوي ولسمشر ته سپاري. موږ ولیدل چي د انتخاباتو په ورځو کي یو
شمېر مغرضانو همدا نارې وهلې چي حامد کرزی نه غواړي له قدرت څخه لري شي،
خو دا دی اوس جوته شوه چي تر هر چا وړاندي بابا وایي چي زه ولس د پینځو
کلونو لپاره غوره کړی وم، اوس چي دا موده پوره شوې ده نور نو باید نوی
جمهورریئس وټاکل شي.
سوال دادی چي آیا په دغه دیارلس کاله کي موږ څه لاسته راوړني درلودې؟ په
تیرو کلونوکي یوه لویه لاسته راوړنه د مطبوعاتو آزادي او د معارف کمي وده
وه، ددې ترڅنګ د ترانسپورټ او سړکونو پخېدل او د هیواد د شمال ګڼ شمیر
ولایتونو ته د بریښنا رسیدل او په هیواد کي د اویا کیلومترو په واټن د
ریل پټلي غځیدل ، په بهر کي د هیواد دسیاسي نمایندګیوبیرته فعالیدل،
نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو سره د اړیکو ټینګېدل، د هیواد دلویدلي
بیرغ بیرته رپېدل او دمدني ټولني پیاوړتیا لویي لاسته راوړني وې. خو هیره
دی نه وي چي د بهرنیو هیوادنو مداخلو او د امنیتي ناوړه وضعیت له امله
اقتصادي، کلتوري، حقوقي او یو شمير اجتماعي برخو کي ستونزي زیاتي شوې،
علت یي داو چي دپاکستان هغه مداخله چي پوره څلویښت کاله مخکي یې د سردار
محمد داود خان پر مهال، په (۱۳۵۳) کال کی شروع کړې وه اوپه ډیر مهارت او
بې شرمۍ سره یې پر مخ بیولې وه او وار په وار یي علني او مسلحانه بڼه
ونیول، اوس دادئ چي ترخپل آخري برید پوري ورسېده چي عملا زموږ پرخلکو د
توغندیو ګوزارونه کوي او د هیواد عامه تاسیسات او اقتصادی زیر بنا وي
ړنګوي او دژوند ټول اړخونه یې له لوی چلنج سره مخامخ کړي دي. ددې مداخلې
او پرله پسې ورانیو مخنیوی تر ډېره په ولس او دخلکو د ملي شعور بیداروالی
پوري اړه لري، خو بابا عامه ‌ذهنیت ددې واقعیتونو منلو ته چمتو کړل او
افغانستان یې تر ټولو بحراني حالت کي د ارضي تمامیت او یووالي له پلوه
روغ رمټ تر دې ځایه پوري راورساوه ، نور په ډاکټر صاحب اشرف غني او ډآکټر
صاحب عبدالله عبدالله پوري اړه لري چي موجودوو چلنجونو ته څه ډول
چمتووالی ولري. په تیرو دیارلسو کالو کي بابا ډېر زیات روحي فشارونه
وزغمل، دولس په ناخوالو یي اوښکي توۍ کړې، توره ږیره یې په لږ وخت کی
سپینه شوه، ډېر نژدی ، دوستان یعني دکور غړي نارینه ورور او دکازوی او
نور خپلوان یې قرباني شول، خو لا هم بابا د هیوادوالو په درد ژړل او د
یوه واحد او ملي تمامیت لرونکی افغانستان په فکر کی و. په داسي حال کي چي
دده د روغتیا د بیرته د ترلاسه کولو دعا کوو، د ولسمشر په توګه ورسره د
خدای پامانی کوو. نو خدای (ج ) دي مل سه نوم په دي همیشه ژوندی وي ګران
ولسمشره
ادب