کور / تازه خبرونه / د کندهار د والی نوی ویاند وټاکل سوو

د کندهار د والی نوی ویاند وټاکل سوو

خبریالان باید کره او دقیق خبرونه خپاره او خپل مسلک ته ژمن و اوسي.
دا څرګندوني کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا د اداری مجلس په غونډه کي هغه مهال وکړې کله ،چي يې د ولایت مقام لپاره نوي ټاکل سوی ویاند د ولایتی ادارې رئیسانو ته معرفي کاوه
کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا صمیم خپلواک د خپل ویاند په توګه رسنیو ته ور وپیژانده او هغه ته يې لارښونه وکړه،چي خبریالانو ته پر وخت او کره معلومات ورکړي،تر څو خبریالان معلوماتو ته لاس رسي ولري او پر وخت يې تر خلګو پوري ورسوي
نوموړي له خبریالانو هم غوښتنه وکړه،چي د کره او دقیقو خبرونو په خپرولو کي هڅه وکړي،او د شخصي تعصباتو پر ځای خپل مسلک ته ژمن و اوسي او ژورنالیستیکي اصول په پام کي ونیسي
ښاغلي ویسا همدارنګه د ولایتي ادارې له رئیسانو غوښتنه وکړه،چي د خپلي ادارې لپاره یو وړ کس د ویاند په توګه وګماري،تر څو د معلوماتو د رسولو او د عامه پوهاوي په برخه کي مرسته وکړي.
باید وویل سي،چي تر دې وړاندي د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دواخان مینه پال د کندهار د والي سرپرست ویاند وو
هغه د خپلي دندي پر مهال د خبریالانو سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کي ډېره زیاته مرسته کول او ډېری خبریالان يې له کړنو راضي وه
د کندهار خبریالان د کندهار د والي له نوي ویاند صمیم خپلواک څخه هم د دواخان مینه پال په څېر پر وخت د معلوماتو د شریکولو غوښتنه کوي.