کور / تازه خبرونه / کندهار:د نوي کور، نوي ژوند ډرامې شلمه کليزه ولمانځل سوه

کندهار:د نوي کور، نوي ژوند ډرامې شلمه کليزه ولمانځل سوه

په کندهار کي د افغانستان د تعليمي موسسې د یوې مهمي برخي نوی کور، نوي ژوند ډرامې شلمه کليزه، د خبريالانو، فرهنګيانو او نورو اوسېدونکو په ګډون ولمانځل سوه.

نوی کور او نوی ژوند ډرامه د تېرو شلو کلونو راهیسي د هر افغان د کور ښوونځي ګرځېدلې.

نوی کور نوی ژوند، رادیويي ډرامه د بي بي سي رادیو لخوا د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کي د افغانستان لپاره پيل سوه.

په نوي کور، نوي ژوند ډرامه کي تر ډېره د کلیوالو ژوند راخیستل سوی او د ښه کېدو هڅه یې سوې ده، چي په پښتو او دري دواړو ژبو اوونيزي خپروني لري.

دغه پروګرام له زده کړي ډک پيغامونه لري چې روغتیا، جنس، برابرۍ ښه حکومت والۍ، بیا پخلایني او د کلیوالو خلکو د ژوند د ښه کولو پیغامونه پکښي نغښتي دي، چي تر ۱۴ مينه زيات مينه وال لري.

د بي بي سي د ښوونيزو پروګرامونو استازی عبدالنافع همت په کندهار کي د دغې ډرامي د شلمي کليزي په مراسمو کي وويل، چي ددې پروژې موخه داده، چي په عملي توګه افغانانو ته له معلوماتو ډک پيغامونه ورسوي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال او ددغه ولايت اوسېدونکي هم د نوي کور، نوي ژوند ډرامه د نالوستو او لوستو کليوالو لپاره د پوهاوي يو ښوونځي یاده کړي.

د نوي کور نوي ژوند دخپرونو لړۍ د افغانستان ورځنی ژوند غبرګوي او د لارښوونو او تفريحي برخي په کښي شاملي دي.

دغه پروګرام کابو ۶۰ کاله مخکي په انګلستان کي خپره سوې، چي موخه یې وګړو ته په عملي بڼه د مهمو ټولنیزو پیغامونو رسول وو.