کور / تازه خبرونه / دپېښورپوهنتون مرستیال اجمل خان خوشی شو

دپېښورپوهنتون مرستیال اجمل خان خوشی شو

اسلام اباد دبي بي سي دخبرله مخې د پاکستان پوځي سرچینو ویلي، د خیبر پښتونخوا اسلامیه کالج مشر پروفیسر اجمل خان خوشی شوی دی.اجمل خان څلور کاله مخکې پېښور کې له خپل کوره د دفتر پر لور پر لاره تښتول شوی و.پوځي سرچینو ویلي، امنیتي ځواکونو په تېرو څلورو کلونو کې د نوموړي د موندلو هڅې کولې، چې بالاخره سږ کال وموندل شو.دوی وايي، لا څرګنده نه ده، چې دغه پروفیسر چا تښتولی و، او نه یې هم د موندلو سیمه په ډاګه کړې ده.دا هم واضح نه ده، چې مرستیال مشر د عملیاتو په لړ کې خوشی شوی او که سخت دریځو تښتوونکو خوشی کړی دی.چارواکي وايي، تښتول شوی بېرته خپل کور ته رسول شوی دی.پروفیسر اجمل خان او د هغه چلوونکی د ۲۰۱۰ کال سپتمبر کې هغه مهال طالبانو تښتولي وو، چې له کوره پوهنتون ته پر لاره وو.د اجمل خان د تښتولو پړه طالبانو منلې وه، خو د خوشي کولو په مقابل کې یې د خپلو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.له اجمل خان سره د هغه تښتول شوی چلوونکی تېر کال خوشی شوی و.په تېرو څلورو کلونو کې د تښتول شوي اجمل خان پنځه وېډیويي پیغامونه خپاره شوي وو، چې د خپلو روغتیايي ستونزو په اړه پکې غږېدلی و.د اجمل خان د خوشي کولو په تړاو د حکومتي کمېټې او طالبانو د استازو ترمنځ څو ځلې خبرې هم شوې، خو کومې پرېکړې ته نه وو رسېدلي.په دې خبرو کې طالبانو د خپلو ځینو نیول شویو مېرمنو او ماشومانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.د روان کال مارچ کې هم د حکومتي کمېټې او طالبانو ترمنځ په دې تړاو خبرې شوې وې.اجمل خان د پېښور پوهنتون یو چارواکی او بیا د ډېره اسمعیل خان د ګومل پوهنتون مرستیال مشر شو.