کور / تازه خبرونه / پاکستانی پوځ د لاریونیانو ترمنځ منځګړیتوب غواړي

پاکستانی پوځ د لاریونیانو ترمنځ منځګړیتوب غواړي

اسلام اباد دبي بي سي دخبر له مخې د پاکستان ځواکمن پوځي مشر د لومړي وزير نواز شریف او دوو مخالفو څېرو ترمنځ چې په پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت ضد لويو لاريونونو مشري کوي د سياسي په ټپه ولاړ حالت د روانېدو لپاره ګام پورته کړی.مولانا طاهر القادري خپلو زرګونو پلويانو ته ويلي، جنرال راحيل شريف يوه ورځ ترې غوښتې چې منځګړیتوب په کې وکړي.بل سياستوال عمران خان هم د ښاغلي قادري خبره ورغبرګه کړې ده.دواړه سياسي مشران چې ادعا کوي د تېر کال په عمومي ټاکنو کې ټګۍ برګۍ شوي د لومړي وزير نواز شريف د استعفا غوښتنه کوي.د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف او د طاهرالقادري په مشرۍ د عوامي تحریک ګوندونو له څو ورځو راهیسې اسلام اباد کې د لومړي وزیر نواز شریف د استعفا په پلوۍ غونډې پیل کړې.په تېرو دوو اونیو کې د اسلام اباد واټونو کې د حکومت ضد سوله ییز لاریون روان دی، لاریونیان له لاهور ښار نه اسلام اباد ته تللي او هلته دېره شوي دي.قادري ویلي، د پوځ مشر له مخالفانو د دولت او مخالفانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره ۲۴ ساعته وخت وخت غوښتی دی.رپوټونه وايي، جنرال راحیل شریف له نواز شریف سره هم کتلي دي.له تېرو دوو اونیو راهیسې اسلام اباد کې سوله ییز لاریونونه روان دي.د تحریک انصاف او عوامي تحریک مشرانو ویلي، د تېر کال په هغو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې، چې په پایله کې یې نواز شریف لومړی وزیر وټاکل شو.طاهر القادري په لاهور ښار کې د ۱۴ لاریون کوونکو د وژنې په تور محکمې ته د نواز شریف د راکاږلو غوښتنه هم کړې ده.سیمه ییزو پولیسو په لومړنیو رپوټونو کې لومړی وزیر په دې پېښه کې یو شکمن کس بللی دی.طاهر القادري په لاهور ښار کې د ۱۴ لاریون کوونکو د وژنې په تور محکمې ته د نواز شریف د راکاږلو غوښتنه هم کړې ده.د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، د پوځ رول باید د اساسي قانون په چوکاټ کې وي.که څه هم تر اوسه د دولت پرضد لاریونونه سوله ییز دي، خو د اسلام اباد په سره سیمه کې، چې ګڼې دولتي ادارې او سفارتونه دي، زرګونه خلک راغونډ شوي، چې د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره حکومت ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي دي.